کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې  د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د تفاهم لپاره روانو هڅو ته په اشارې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د مشروطه موافقې نه ملاتړ کوي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د ګیټس په نقل لیکلي دي چې دوې تل دا ویلي دي چې سیاسي جوړ جاړې باید د افغانستان د مسلې د اوږد مهاله حل یوه برخه وي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د امریکا د ولسي جرګې د مشرې په سفر تبصره کړې او هغه يې له بیلابیلو برخو څیړلې دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیکونه د افغان ولس مشر حامد کرزي او د امریکا د ولسي جرګې د مشرې ترمنځ لیده کاته ته ځانګړیدي.

ورځپاڼې د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي چې له ناټو سره وروستې تړون به د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په ورځپاڼه کې د نانسي پلوسي په حواله بیا لیکل شویدي چې د امریکا  نو ستراتیژۍ به د بیارغونې پر چارو هم راټوله وي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم کابل ته د امریکا د ولسي جرګې د مشرې د سفر رپورټ خبور کړې او د هغې په حواله يې لیکلي دي چې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې له نوي چلند نه کار اخستلې کیږي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د الحیات ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي  دي چې امریکا او ایران دواړه نه غواړي چې په افغانستان کې قومي حکومت رامنځ ته شي.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د پاکستان په قبایلي سیمو د امریکايې ځواکونو حملو ته په اشارې لیکلي دي چې امریکا په پاکستان کې د خپلو حملو لمن لا پراخوي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د ترورستانو په خلاف د روان جنګ د بري لپاره سپارښتنه کړې چې افغان ځواکونه باید بیاوړې کړاې شي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د پاکستان په قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو تبصره کړې او هغه يې ګټور بللي خو ویلي دي چې دا حملې کافي ندي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام پخپله تبصره کې لیکلي دي چې د بیت اله مسعود تر مشرۍ لاندې د طالبانو په مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو حملې د القاعده فعالیتونه کمزورې کوي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د ډیلي ټیلې ګراف  ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې طالبان له برطانوي مهماتو نه کار اخلي.

ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې دا رپورټ بداسې حال کې خپور شوې چې برطانیه غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زیات کړي.

ورځپاڼې په کابل کې د سړي تښتوونکو د نیولو لپاره روانو هڅو ته هم اشاره کړې او لیکلي دي چې ددوې یوه پنځه کسیزه ډله د ملي امنیت لخوا نیول شوې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د نانسي پلوسې په سفر تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د افغانستان رول څیړلې دې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د شتو ستونزو د هواري لپاره د سوله ایزو لارو چارو د خپلو لو سپارښتنه کړې ده.


د هشت صبح  نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د نانسي پلوسي سفر څیړلې او د ترورزم په خلاف د نویو لارو چارو د کارولو لپاره د هغې څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه کړې  چې دا به کومې لارې وي.

ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ناټو نویو ژمنو ته هم کتنه کړې او لیکلي دی چې له دې ژمنو سره په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو لپاره هیلې زیاتې شویدي.

ورځپاڼې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د تیر شپږ کلن فعالیتونه هم څیړلي او د هغې په مثبت او منفي اړخونو يې رڼا اچولې ده.