ميدان وردګ : د ميدانښار غږ راډيو په خپلو خپرونو پيل وكړو
په ميدان و ردګ ولايت كې د لومړى ځل لپاره دميدانښارغږ په نامه راډيو په خپلو اف ام خپرونو پيل وكړو.
د ښار غږ په نامه راډيو دپرانيسې په مراسمو كې دميدان وردګ ولايت والي محمدحليم فدايي ، ولايتي شورا غړو او دولتي ادارو ريسانو ګډون كړې وه ، ښاغلي فدايي د راډيو د پرانيسې په غونډه كې په خپله وينا كې دمطبوعاتو په نقش او ونډې باندې رڼا واچوله او مطبوعاتي يي د يوې مدنې ټولنې د بنسټيز اصل په توګه ياد كړل، دعامه پوهاوې او خپل اصلي كلتورپه غني كولو كې دمطبوعاتو په رسالت باندې ټينګار وكړوهمدارنګه ښاغلي والي هيله وښوده چې ددغې راډيو پراساس به د ولسونو غږ نيغ په نيغ د دولتي چارواكو پورې ورسيږي او دستونزو او مشكلاتو د اوريدلو به دايوبل ميكانيزم وي وروسته ولايتي شورا ريس حضرت محمد جانان او امنيي قواماندان جنرال مظفرالدين هم د راډيو دپرانيستې په اړه خپله خوښې وښوده او راتلوونكي كال يي دخپلو لسونولپاره دسولې كال ياد كړو .
ديادونې وړ ده چې نوموړى راډيو دولايت دمقام په ځانكړې پاملرنه او دميدانښار دښاروالۍ په چوګاټ چې جوړه شوو چې داوس لپاره لس(۱۰) ساعته بېلابېلې خپرونې دسهاراتوبجو څخه دغرمې تر دولسواوبيا دماسپښين دوه بجوڅخه د شپې تر اتو بجوپورې كوي چې ۳۰ كيلومترو واټن پورې به دغه خپرونې په ازاده فضاء كې اورېدل كيږي د ښاردپاكولو او همدرانګه دښاريانو غږ په اړه به ځانكړې پروګرامونه لري .