د بست جريدې ۳۸ مه ګڼه چاپ شوه

59 | فبروري 26th, 2009


بست جريده چې له هلمند ولايت څخه په هرو پنځلسو ورځو کې په اتو مخونو کې خپرېږي په دې وروستيو کې يې پرله پسې ۳۸ مه ګڼه چاپ شوې ده. دغه خپرونه له تېرو درېيو کلونو راهيسې له جګړه ځپلي هلمند ولايت څخه خپرېږي چې د کلتوري، ادبي، هنري او ذوقي مطالبو تر څنګ سياسي او ديني معلومات هم چاپوي. بست ته لګښت هلمند مېشتي فرهنګپال ورکوي.


دغه خپرونه د ځينو ستونزو له کبله ځنډېدلې وه خو اوس يې چاپېدل بيا په منظم ډول پيل شوي دي.


Bust_journal@yahoo.com

Copyright Larawbar 2007-2024