په زړه پوري او جالب معلومات
د نړۍ تر ټولو بد شکله سړی
هوانگ چونچاى ٣٢ کلن چې د چين هېواد اوسېدونکى دى زياتره وخت په کور کې وي اوله کوره نه راوځي ځکه د نړۍ د ترټولو بد شکله سړي نوم يې گټلئ دئ .
تېرکال ددې سړي جسمي او روغتيايي وضعه لاپسې مخ په خرابى روانه وه او په مخ پورې راځړېدلې ٢٣ کيلو غوښه يې لاپسې په ډېرېدو وه چې له امله يې خبرې هم نشواى کولاى او خواړه يې هم په ډېره ډېره سختۍ خوړل .
نو نوموړى تېر کال ډاکټرانو عمليات کړ اوپه لړ کې يې د نوموړي له مخ څخه ١٣ کيلو ګرامه اضافي غوښه وتراشله خو لا يې هم په مخ ښه ډېره راځوړنده غوښه وه بيا ډاکټرانو عمليات کړ او ٤ کيلو نوره غوښه يې ترې وتراشله او ډاکټرانو وويل چې له دې سره به يې حال يو څه ښه شي او دومره په شي چې خواړه وخوري او يوڅه خبرې وکړي .
نوموړي تر ډېره وخته پورې نه غوښتل چې ډاکټران دې نوموړى عمليات کړي ځکه ده ويل چې کله يې د عمليات کوونکو ډاکټرانو چاړې دده په مخ ولګېږي او مړشي نو دوزخ ته به ولاړشي تردې چې د مخ غوښې يې لاپسې اوږدې شوې او اړ شو چې ډاکټرانو ته غاړه کېږدي.
دنړۍ د هېوادونو د نومونو مانا
نوراحمد(عايل) پکتياولايت
دلته مو د نړۍ د زياتروهېواونو نومونه راوړي دي او هم مو ددې هېوادونو د نومونو مانا راوړې ده چې څه مانا لري او هم مو ليکلي دي چې ددې هېوادنو د نومونو رېښه له کومې ژبې څخه ده تر خپلې وسې مو هڅه کړې تر څو د نړۍ د ټولو هېوادونو نومونه راوړو ولې په ټولو بريالي نه شوو خوبيا هم په راتلونکې کې مو پوروړى يوو انشاالله چې ددې هېوادنواو نورو هېوادونو مانااو سپړلى تفصيل به په راتلونکي کې ستاسو مخې ته کېږدو.
ارجنټاين: د سپينو زروسيمه مانا لري او دا نوم اسپانوي رېښه لري
افغانستان: د افغانانود اوسېدو سيمه چې دا ويى فارسي رېښه لري
البانيا: د غرنيو خلکو ځمکه
المان: د ټولو خلکو ياجرمن قوم د اوسېدو ځمکه) چې فرانسوي_ جرمني رېښه لري)
انگولا:د نګولا له کلمې څخه اخيستل شوى چى ددې سيمې د يو محلي واکمن لقب و
اټريش: د ختيځ شاهنشاهي ماناپه لرلو سره جرمني ويى دى ايتوپيا: د سوزېدلي مخ لرونکو خلکو سيمه چې يوناني رېښه لري
ازبکستان: د خپل سرو خلکو ځمکه چې(سغدي_ترکي_فارسي رېښه لري
اسپانيا: د د غرني سويانو ځمکه په فنيقي رېښې سره
استراليا: سويلې سيمې په مانا او په لاتيني رېښې سره
استونيا: د ختېزې لارې په مانا چې د جرمني ژبې ويى دى سکاټلنډ: د سکاټيانو سيمه (په لاتيني کې ګايل قام ته وايي ) او لاتيني رېښه لري
اکواډور: د استوا کرښې په مانا او اسپانيايي ژبې ويى دى
الجزاير: دټاپوګانو مانا لري اوعربي ويى دى
اندونيزيا: د هند دټاپوګانو ټولى په فرانسوي رېښه
انگلينډ: د انگل دقام د اوسيدو سيمه اوکراين: سرحدي سيمې په مانا او سلاوي ژبې ويى دى
امريکا متحده ايالات: د امريکوسپوچي چې يو ايټالوى سمندرګرځى دى له نوم څخه اخيستل شوى
ايران: د اريايانو ځمکه
ايرلنډ: د ايرد قام سيمه په مانا چې انګرېزي رېښه لري
ايسلنډ: يخه سيمه چې ايسلنډي مانا لري
باهاما: د لږ ژور سيند په مانا دى او اسپانيايي رېښه يې ده
بحرين: د دو سيندونو يا بحرونو په مانا دى او د عربي ژبې ويي دى
برازيل : د سور لرګي مانا لري
برټانيا: د انځورکړاى شويو خلکو سيمه چې لاتيني رېښه لري
بلاروس : سپينه روسيه چې د روښانه سپين مانا ورکو ي بلا= سپين او روس= روښانه
. بلجيم: د بلج قام سيمه، چې له سلټي قومونو څخه و ،
بليز: يا د سمندري غلۀ نوم دى او يا بومي کليمه ده چې ګلورينې اوبه مانا لري
بنګلاديش: چې د بنګال د خلکو د اوسېدو سيمې مانا لري چې ( دېش) يې سانسکرېټ ويى دى او زموږ د هېواد د ځينو سيمو په نومونو کې هم همدا ويى لېدل کېږي لکه کام دېش ، ګردېز چې اصلاً ګردېش و چې بيا ګرديس او ګردېز شوى يعنې د غرنيو خلکو سيمه بوټان: تبت الاصله خلک
بوټوسوانا:د تسوانا د قوم سيمه
بورکينافاسو: د سم چاري (ښوکړنو) خلکو سيمه چې د موره _ديولا د ژبو ويى دى
بوليويا: د لاتينې امريکا د نامتو مبارز سيمون بوليوار له نوم څخه اخستل شوى
پارګواى: د سيند دا غاړه مانا لري
پاکستان: د پاکو خلکو وطن مانا لري.
پانامه: له کبانو ډک ځاى په مانا دى او رېښه يې د کويو له ژبې څخه ده. پرتګال: د ګال د قوم بندر چې له سلتي قومونو څخه يو قام و او لاتيني رېښه لري
پورټوريکو: شتمن او بډايه بندر مانا لري او اسپانيايي ويى دى
تاجکستان: د تاجکانو خاوره چې د درې ژبې ويى دى ټانزانيا: دا نوم د تانگانيگا (چې د تانگا د سيند سيمه) او د زنگبار له کليموڅخه جوړ شوى دى
ټايلنډ: د ټاى قام ځمکه ترکمنستان: د ترکمنانو د قام د اوسېدلو سيمه (هغه ترکمنان چې اسلام يې راوړى) چې د اسلام د لومړيو پېړيو پورې اړوندېږي.
ترکيه: د قوي او زړورو خلکو ځمکه چې ترکي ويى دى او عربي روستاړى لري
جامايکا: دپسرلو يا د څړمني سيمه
چاد : سمندرګى مانا اري او د بورنو ژبې رېښه لر ي
چين: مرکزي سيمې مانا لري چې چينايي ويى دى
ډنمارک: د ډن قوم سرحد يا پوله ډومنيکن: د ډومنيک پاک هېواد چې اسپانيايي رېښه لري
روسيه: د روښانه خلکو او سپينو خلکو سيمه کېداى شي د سکايي د راوش له کلمې اخيستل شوې وي رومانيا: د روميانو د اوسيدو ځمکه
جاپان: د لمرختو سيمه : چې جاپاني رېښه لري
سريلانکا: د دبدبې او شان و شوکت ټاپو چې د سانسکريټ ژبې کلمه ده
سعودي عربستان: د دښت ګرځو سيمه د يوې نېکمرغې کورنۍ په ولکه کې، ګرځېدونکي او همدا ډول سعود نېکبخته ته هم وايي
سليمان ټاپو ګان: د حضرت سليمان (ع) له نوم څخه اخيستل شوى سوېډن: د سوى قوم سيمه
سوازرلېنډ: د سوازي قوم ځمکه
سويلي افريقا: نا سړه سيمه (ګرمه او لمرينه سويلي سيمه چې لاتيني او يوناني رېښه لري
سويس : د ډنډ اوبو سيمه
سوډان: توريان او عربي ويى دى سيراليون: د شيدو غر
چلي: د وچې پاى _واوره (د هغه ځاى د بومي ژبې ويى دى)
صحرا: ددښتې مانا چې عربي ويى دى صربيا د صرب قوم ځمکه فرانسه: د فرانک قوم سيمه چې له سلټي قومونو څخه يو قوم و فلسطين: د اردن سيند لرغونى نوم
فنلنډ: د فن د قوم دا وسېدو ځاى
فيليپين: د اسپانيايي پاچا فليپ له نوم څخه اخستل شوى دى
قرغيزستان: د څلوېښتو قبيلو سيمه او قرغيزي ويى دى
قزاقستان: د کډوالو سيمه چې قزاقي رېښه لر ي
قطر: کېداى شي مانا يې باراني وي او د عربي ژبې کلمه ده
کوستاريکا: غني يا بډايه ساحل چې اسپانيايي رېښه لري
کاناډا: چې د کلي مانا لري او د سور پوټکو د ايروکويي ژبې ويى دى
کولمبيا: د کولمب ځمکه (چې د نړۍ دنامتو ګرځندوى کرستف کولمب په نوم نومول شوې ده او اسپا نيايي رېښه لري
کينيا: سپېن غرپه مانا د کيکويو ژبې تورى دى کويټ: چې کوچنۍ کلا ته وايي او هندي_عربي رېښه لري ګرجستان: د کروندګرو خلکو ځمکه په يوناني رېښې سره لټوانيا : لاتويا هم ورته ويل کېږي لبنان: چې سپين مانا لري او د عبري ژبې ويي دى
لهستان: د (له) قام ځمکه لايبريا: د ازادۍ ځمکه مجارستان: د مجارقوم سيمه چې مجاري رېښه لري
مرکزي افريقا: نا سړه سيمه (ګرمه او لمرينه مرکزي سيمه چې دا هم لاتيني او يوناني رېښه لري مراکش: لوېديځ
مصر: ښار او ابادي ته وايي
مقدونيه: په غره کې د اوسېدونکو خلکو ځمکه، لوړاوسېدونکي چې يوناني رېښه لري
مکسيکو: نوې اسپانيا او اسپانيايي ژبې رېښه لري
موريتانيا:د مور قوم سيمه په لاتيني رېښې سره ميانمار: چې برما هم ورته ويل کېږي ميکرونزي: دوړو ټاپوګانو ټولى چې رېښه يې فرانسوي ده ناروې: چې د شمال لار مانا لري
نيجر: تور په لاتينې رېښې سره نايجريا: توره ځمکه چې لاتيني رېښه لر ي
نيکاراګوا: د نيکارايو سيندڅخه يې نوم اخستل شوى،د هغې سيمې د اوسېدونکو خلکو نوم چې اګوا اسپانيايي رېښه لري
نيوزېلنډ: نوى زيلنډ زپلنډ د هالنډ يو ايالت هم دى چې د سيند مانا لري واتيکان: چې د واتيکان نومې غونډۍ څخه يې نوم اخستل شوى وينزويلا:کوچنى ونيز مانا لري ويتنام : د ويت د قومونو سيمه چې خپله ويتنامي رېښه لري ويلز: چې بې ګانه مانا لري دا نوم جرمنۍ رېښه لري
هالنډ: د لرګيو سيمه چې الماني رېښه لري
هند: له اوبو ډک په مانا يمن: نېک بخته
يوروگوايي: د ختېزې په مانا
يونان: د يون قوم د اوسېدو سيمه
يوګوسلاويا : د سلاو قوم د اوسېدو سيمه
په موټر چلولو کښي دنړۍ ترټولو خطرناک هېواد
په سعودي عربستان کې په هر ساعت کې يو ځوان هلک يا جينکۍ د موټر چلولو په پېښه کې ددې هېواد د سړکونو په سر يا په روغتون کې ژوند له لاسه ورکوي چې له امله يې د خبرونو پر بنسټ سعودي عربستان د موټر د ټکر او اوښتلو په پېښو کې د نړۍ په تر ټولو خطرناک هېواد بلل کېږي او د لړ په سرکې ځاى لري .
د رياض د موټرچلولو او لارښوونې ادارې د راپور پر بنسټ ددې پېښو زياتره قربانيان د٢١ او ٢٥ کلونو تر منځ ځوانان دي له دې وروسته د٢٦ تر ٣٠ کلونو په منگ پاخه ځوانان دي. سعودي عربستان له تېرو شلو کلونو راهيسې د موټر چلولو په بد لړکې ځاى لري ددې پېښوعمده لامل د ځوانانو له خوا د موټر له حده ګړندى چلول او ټرافيکي نښې په پام کې نه نيول دي چې د سعودي عربستان زياتره وګړي يې چندان په کيسه کې نه دي .
دنړۍ خطرناک هوايي ډګرونه
لاندني انځورونه چې وينئ د نړۍ ډېر خطرناک هوايي ډګرونه دي چې ددې هوايي ډګرونو په شاوخوا کې د زياترو اوسېدونکو خلکو ژوند يې په خطرکې اچولى دى دا دومره خطرناک هوايي ډگرونه دي چې د خپل هېواد په هوايي ډګرونو به شُکروباسو
١:د Princess Juliana نړيوال هوايي ډګر
د پرېنسس جوليانا نړيوال هوايي ډګر د سينټ مارټن په ښارکې دى چې د کارابين په ختيځ کې دويم ډېر مصروف هوايي ډګر دى که چېرې فکر نه کوئ چې دا هوايي ډګر خطرناک دى نو لاندني انځورونه يې ووينئ.
٢:د juancho e yrausquin نومي هوايي ډګر
د juancho e yrausquin نومي هوايي ډگرچې د caribbean saba يوازينۍ هوايي ډګر دى چې ددې ټاپو ډيرى برخه يې نيولې ده او دنړۍ له خطرناک ترينو هوايي ډګرونو څخه دى .
٣- Courchevel هوايي ډګر
چې د فرانسې په هېواد کې واقع دى
٤- د Gustaf III نومي هوايي ډګر
٥-د Barra نړيوال هوايي ډگر
٦- Madeiraهوايي ډگر
٧- Lukla هوايي ډګر
دنړۍ درويشت پراخ لوبغالي
لوبغالىStrahov دچک هېواد
نومي لوبغالىRungrado May Day دکوريا په پلازمېنه پيونګ يانګ کې
د هند د پلازمېنې ډيلي د جواهر لال نهرو لوبغالى
نومي لوبغالى چې دهند په کلکته کې دىSalt Lake
د اډين باغ نومي لوبغالى چې دا هم د هند په کلکته کې دى
لوبغالىEstadio Azteca, د مکسيکو په پلازمېنه مکسيکو ښارکې د
لوبغالى چې د امريکاپه مشيګان کې دى Ann Arbor
لوبغالى چې د امريکا په مشيګان کې دىBeaver د
نومي ستر لوبغالى د امريکا په اوهايو ايالت کېColumbus
لوبغالىNeylandد امريکا
د مصر پلازمېنې قاهرې نړيوال لوبغالى
لوبغالىGelora Bung Karno د اندونيزيا د جاکارتا د
د استراليا د ملبورن ښار د کرکټ لوبغالى
د نړۍ په کچه د فټ بال د نامتو ډلې بارسولونا نامتو لوبغالى
نومېږيEstadio do Maracanaپه ري ډو جنېرو کې نامتو لوبغالى چې
لوبغالىSanford د يونان په پلازمېنه اتن کې
د امريکا د لاس انجلس نړيوال نامتو لوبغالى
پړانګ نومي لوبغالى Baton Rougeد
نامتو لوبغالىBryant-Denny د امريکا د الاباما ايالت
د امريکا د متحده ايالاتو يو بل نامتو لوبغالى
لوبغالىRose Bowlد امريکا د کاليفورنيا ايالت د
لوبغالى په لندن کې Wembley د
د ايران د تهران د ازادي لوبغالى
په نړۍ کښي د امريکا نظامي اډې
د يوې يونانۍ ورځپاڼې الفټروتيپا د خبر له مخې په اوس وخت کې امريکا د خپلې ولکې د ټينگولو لپاره د نړۍ په ١٣١ هېوادونو کې ٧٣٧ نظامي اډې لري چې له ٢٠٠٥ کال څخه تر اوسه پورې يې په نړۍ کې دا اډې نورې هم ډېرې کړې دي او شمېر يې له زرو نظامي اډو څخه اوړي .
تر اوس مهاله پورې يو ميليون او ١٨٠ زره امريکايي ځواکونه په دې نظامي اډو کې ځاى په ځاى دي.
له دې ځواکونو څخه څلورسوه زره ځمکني ځواکونه ،درې سوه شل زره سمندري پوځيان ،١٤٠ زره سمندري ټوپک لرونکي او درې سوه زره هوايي ځواکونه دي چې د ((ملګروملتو دنظامي اډودپراختياټولنې))چې په دې وروستيو کې جوړه شوې ،د شمېرو له مخې د امريکا نظامي اډې چې د نړۍ په هېوادونو کې دي ،ددې هېوادونو په ټوليز ډول ١٥ ميليارده جريبه ځمکه نيولې ده،ددې ټولنې د خبر له مخې اوس مهال امريکا ١٢٠ زره ځواکونه په اروپايي هېوادونو کې ٢٥٠ زره په منځني ختيځ ،٩٠زره ځواکونه په لرې ختيځ او دنورې نړۍ په هېوادونو کې او په ځانگړي ډول په افريقا کې مېشت دي .
دا ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د نظامي اډو د پراختيا ټولنې د خبر پر اساس ليکي :امريکايي ځواکونه چې د نړۍ په بېلابيلو هېوادنو کې نظامي اډې لري ،ډېرجنايتونه يې هم په همدې هېوادونو کې تر سره کړي او لاهم دوام ورکوي چې ددې جنايتونو شمېره له ١٩٤٥ څخه تر اوس مهاله پورې ١٠٠ زره جنايتکارانه عملونه ته رسېږي، يعنې په هره ورځ کې دې ځواکونو دوه جنايتونه ترسره کړي دي چې په اوس وخت کې يې روښانه بېلګې عراق او افغانستان دي ، په افغانستان کې په بې ګناه خلکو بمبارونه کوي ،افغاني کورونو ته سپي ورخوشې کوي او په ډېر بد حال کې افغان بې ګناه ځوانان سپين ږيري او ماشومان شهيدان کوي .