کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: پر خپل انتخابات امكان نه لري

ملګري ملتونه: پر خپل انتخابات امكان نه لري


د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواكونو مشر په افغانستان كي د جمهوري رياست انتخابات ترسره كېدل، پر خپل اصلي ناممكنه وګڼل او وايي بايد د اګست تر مياشتي وځنډول سي.
د شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد كرزي حكم وكړ، چي انتخابات دي د ثور په مياشت كي ترسره سي، خو مخالف كانديدان، نړيواله ټولنه او د انتخاباتو كمېسون وايي د ثور په مياشت كي د انتخاباتو ترسره كېدل يو خيال دئ.
كه څه هم تېره مياشت ولسمشر كرزي د انتخاباتو د ځنډ هركلى وكړ، خو چي د كرزي د مخالفو كسانو له خوا د جوزا پر اوله له نوموړي څخه د استعفاء غوښتنه وسوه، ولسمشر كرزى پر خپل وخت د انتخاباتو د ترسره كېدو په لټه كي سو.
د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواك مشر الين لي راى وايي د اګست تر مياشتي را په دې خوا كه په افغانستان كي هر ډول انتخابات وسي غير عادلانه به وي، ځكه چي نه امنيتي، نه لوژيستيكي او نه هم تخنيكي زمينه ورته مساعده ده.
د ولسمشر كرزي پر دې فرمان د ماليې پخواني وزير پروفيسر انورالحق احدي، پوهاند اشرف غني احمدزي او ډاكټر علي احمد جلالي هم د يوې نا انصافه پرېكړي تور لګولى دئ.
بلي خواته د انتخاباتو خپلواك كمېسون وايي كه څه هم په ثور كي د انتخاباتو ترسره كېدل امكان نه لري، خو د ولسمشر فرمان يې تر څېړني لاندي نيولى دئ، چي ډېر ژر به يې په اړه خپله پرېكړه وكړي.