کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شرر ساپی په يوې عربي شاعرې غږيږي

شرر ساپی په يوې عربي شاعرې غږيږي


لیکوال : شرر ساپی :دشلمې پیړې عربي نا متوشاعره الملایکه                                                  
ناز ک الملايکه د ۱۹۲۳ م کال د اګست په درویشته دعراق په بلازمینه بغداد کې په یوه علمې اوادبې کورنۍ کې وزیږده ، ، د نا زک الملايکه مورسلمی عبدالرزاق اوپلار یې صا دق الملايکه دواړه پیا وړی شاعران ووموریې هغه مهال د ام نزار الملایکه په نوم په عراقي مجلوکې شعرونه خپرول اوپلاریې په شل ټوکه کې(دایره معارف الناس) کتاب لیکوال وو له ثاونوي زده کړووروسته عالي دارالمعلمین ته لاړه او په ۱۹۴۴میلادي کال په لومړۍ درجه له دارالمعلمین څخه فارغه شوه ، په ۱۹۵۰ میلادي کال یې دامریکا په متحده ایالاتودپوستن په پوهنتون کې  انګلیسي ادب ولوست چې بیرته په ۱۹۵۹ میلادې کال بغداد ته راستنه شوه په بصره کې یې د تعلیم تربي په پوهنځې کې دمسا عدې استا ذې په صفت کا روکړ.
نازک الملايکه په انګلیسي الماني لاتیني او فرانسوي ژبوپوره واکمنه وه اوځینې اثاریې هم خپلې ژبې ته روژبا ړل او دبغدا له تعلیم تربی نه یې په عربی ادب کې لسانس ترلاسه کړاو دامیرکا له سکونس پوهنتون نه یې  په مقارن  ادب کې ما سټري واخیسته او دانګلیسې  ادب سربیره د الماني ، فرانسوي ، لاتینې، روسي ، چینی او ايټالوي ادب سره اشنایې پیدا شوه دبغداد ، کویت او بصرې په پوهنتونونوکې دوه کاله ښونکې پا تې شوه ملایکه ددې کورنۍ لقب ووچې دګاونډیانو لخوایې ددوی دښواخلاقو له امله خپل کړی وو
دهغې چا پ شوي اثار
دشپې عاشقه په ۱۹۴۷ م کال چا پ شو
ایرې  اوبڅرکې په ۱۹۴۹ میلادې
دقلم ونه په 1957 میلادي کا ل چا پ شو
دژوند کړاونه اودانسان سندره په ۱۹۷۷ میلادی کال چاپ شو
سمندریې رنګ بدلوي چې څوکرت چا پ شو.
 اودوه نوردیوانونه یې هم خپاره شول
نورکتابونه یې
دمعاصرشعرمسایل
په عربي ټولنه کې پراګندي .
خانقاه او سره کړکۍ.
دشعرسیکالوژې
دنازک  الملايکه لومړی کتا ب ( دشپې عاشقه) په ۱۹۴۷ میلادي کال خپورشوچې ټول شعرونه یې دغم ما تم نه ډ ک وو په دغه دیوان کې له ژړا ،سلګواو اوښکو بل څه نه ترسترګوکیدل.
دویم دیوان (بڅري او ایري )یې په ۱۹۴۹ میلادي کال له چا په راووت دهغې په وینا چې ډیرولیکوالانواوشاعرانودغه کتا ب ته مخه کړه اودهغه وخت پیا وړې لیکوال اوشاعر بدرشاکرالسیاب سره یې په دې ډیرې ناندرې راپورته شوې چې په لومړی ځل ازاد شعر چا لیکلی دی خوعربي لیکوالان ا وشاعران په یوه خوله وایې چې  نا زک الملايکه لومړنۍ عربي میرمن وه چې ازاد شعر یې ولیکه  په عربي جزیره کې ازاد شعر له ۱۹۴۷ میلادي کال څخه  له بغداده راپیل شوو او وورسته یې ټوله عربي جزیره ونیوله په عربي ادب کې ترټولولومړۍ ازاد شعر الکولیرا ترعنوان لاندې خپورشوچې هغه دنا زک الملايکه شعروو الملایکه دشعرونو ترڅنګ يوه پیاوړې کره کتونکې هم وه چې دهغې څخه یی (دمعاصرشعر مسایل) کتاب ډیرشهرت موندلی د کویټ پوهنتون ورته په ۱۹۸۵ میلادي کال د ورپیښې ناروغۍ له  امله اجازه ورکړه عراق ته لاړه هلته په عراق باندې د امریکا متحده ایالاتو لخو ا قتصادې بندیزونودیته اړه کړه چې عراق پریږدې ځکه هغه درمل چې دې ورته اړتیا لرله په عراق کې نه پیدا کیدل همغه وه چې  مصرته لاړه هغې ،خاوند او زویې یې دکتور براق په قاهره کې دتل لپاره پا تې شول د خپل خاوند ډاکټرعبدالهادی له مړینې وروسته په ۲۰۰۱ میلادی کال دخلکونه لرې شوه او هوډیې وکړچې په خپل ژوند د سکون او ارام څادرراخورکړي دهغې روغتیایې حالات ښه نه وو نیږدې وه چې ځینې ورځپاڼودهغې دمرګ خبرخپورکړی وی .
دیومقفی شعرنثرې ژبا ړه ستاسې مخ ته ږدم


راشه چې یوخیال په مخه کړې یم
ښکلی ما ښام بیا رانیږدې شوی دی
دتیارې لطافت او دستوروانګې راته نارې وهي
راشه چې دخوبونوښکارپسې ووځو
اود رڼا وړانګې وشمیرو
پخپله مېنه به دشګوغونډیوته لاړشو
 
                * * *
دخپلې جزیرې په ویښه سینه به لاس په لاس وګرځو
او په شګوبه دخپلوشړل شوپلونونښې پریږدو
سهاربه راوخیژي اوخپله یخه پرخه به پرې ووروي
اوزموږدهیلو  سره سم به ترې
که یوګل هم وي راشین شي


                * * *
خوب به وینوچې غرونوته ختلې یو
اودغرونود سپوږمۍ سالاران یو
په ګوښه ځای کې به  ټوکې ټکالې کوو
ډیربه لري وي دومره لرې چې یاد پکې هم
موږته لاره پیداکړي
موږبه دغزیدلې فکرترشایو


                * * *
موږبه دوه سپیڅلې ماشومان دغونډیوپرسرولاړیو
په تړوبه منډې وهواوښکلابه پیا یو
شړل شوې به یواو دخیال له سمڅې به بل ځای نلرو
اودخوب پروخت به په شګوکې رغړو
                * * *
فکرکوم چې موږدپرون په لورروان یوسبا ته نه ځو
او په یخ سهارکې بابل ته ورسیدو
دوه مینان یو خپلې مینې مو عبادت ځای ته بارکړې
یوبابلي پا ک لاسی کاهن مو ږته مبارکي راکوي
اوداهم د الملایکه لومړی ازاد شعرژباړه چې  ( زه ) ترعنوان لاندې


شپه تپوس کوي زه څوک یم؟
زه یې تورمضطرب رازیم 
زه یې  چوپتیا یمه سرکشه 
په چوپتیا مې هم خپل اصل قانع کړی
ر ا تاو کړي مې له زړه دې ګمانونه
اوزه پا تې یمه  دلته
اسویلې مې له خولې خیژي 
پیړۍ هم کړې داپوښتنه ؟
چې زه څوک یم ؟
شما ل هم  وایې زه څوک یم ؟
زه یې روح یمه حیرانه 
هغه روح چې زمانه رانه منکره
دهغه په څیرپه لامکان کې اوسم
دواړه یوځای یو
پای نلري روان یو
چې پیچوموته ورلنډ شو
وایوخلاصه بدبختې شوه
خوبیاهم تشه فضاوی
زمانه وایې زه څوک یم ؟
زه ددې په څیرسرشاره زوروره
او وختونه رانغاړم
بیا یې بیرته خپرومه
دښې هیلې له امله
پیداکوم زاړه وختونه
بیا یې بیرته خښومه
چې زه نوی پرون جوړکړم
چې سبا یې
کنګلیز وی
ذات هم  وایې چې زه څوک یم ؟
زه دده په څیرحیرانه  
او تیاروته وته یم ځیره
هيڅ شي نشي راکولی راته امن اوسکون
زه همدغسې یم پا تې
بس پوښتنې دي او زه یم
لاځواب رانه سراب په پرده نغښتی
خوګمان لرم نیږدې دی
خوچې کله ورنیږدې شمه
اوبه شي                    
     نازک الملایکه ۲۰۰۸ میلادې کال د جون په شلمه د چهارشنبې په ورځ د وینې د فشارله  امله د ۸۴ کلونوپه عمر  دمصر پلازمینې قاهره کې دپردیسې په حال له دې نړۍ سترګې پټې کړي او دپنج شنبې په ورځ دقاهرې په لویديځ کې خاوروته وسپا ل شوه .