کور / تازه خبرونه / امريكا: له افغانستان څخه د وتلو وخت نسي ټاكل كېداى

امريكا: له افغانستان څخه د وتلو وخت نسي ټاكل كېداى

د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس وايي په اوسنيو حالاتو كي له افغانستان څخه د وتلو وخت نه سي ټاكل كېداى.
نوموړي د سې شنبې په ورځ د فرانسې د دفاع له وزير هروي مورين سره په يوه ګډ خبري كنفرانس دغه څرګندوني وكړې.
د فرانسې د دفاع وزير چي امريكا ته په سفر تللى وويل ناټو بايد ډېر ژر له افغانستان څخه د وتلو وخت وټاكي، خو ښاغلي ګېټس يې په اوسنيو حالاتو كي امكان رد كړ.
د امريكا د دفاع وزير وويل دى نه پوهېږي چي په نيژدې وختونو كي به په افغانستان كي څه پېښ سي او دى فكر نه كوي چي له افغانستان څخه د وتلو نېټه دي پر داسي مهال وټاكل سي، چي امريكا په دغه هيواد كي د خپلو پوځيانو په شمېر كي د زياتوالي پرېكړه كړې ده.
خو د فرانسې د دفاع وزير هروي مورين وويل د ده مقصد دا نه دئ، چي ناټو دي له افغانستان څخه ژر تر ژره ووزي، البته هلته بايد د خپلو عسكرو د پاتېدو نېټه معلومه كړي او خلګو ته ډاډ وركړي چي دوى تر آبده هلته نه پاتېږي.