کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني درې كاناډايي عسكر ووژل

د ماين چاودني درې كاناډايي عسكر ووژل


د چارشنبې په ورځ د كاناډا د دفاع وزارت په افغانستان كي د درو عسكرو د مړيني خبر وركړ.
د دفاع وزارت وايي دغه درې پوځيان يې د سې شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب لوېديځ ولايت كي د سړك د غاړه په يوه ماين وژل سوي دي.
د كاناډا له خوا د پېښي د اصلي ځاى يادونه نه ده سوې، خو د دغه هيواد نيژدې ټول عسكر په كندهار كي مېشت دي، چي ډېر وخت ورته د ژړۍ او پنجوايي په ولسواليو كي د طالبانو له خوا مرګ ژوبله اوړي.
بلي خواته طالب جنګيالي ادعا كوي چي د ارغنداو په ولسوالي كي يې د ماين په چاودنه كي بهرنيو عسكرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چي ښايي همدا چاودنه وي.
په افغانستان كي د كاناډايي عسكرو قومندان ډګرجنرال جان وينس هم د ماين په يوه چاودنه كي د خپلو درو عسكرو وژل منلي دي.