شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليكوال
59
ارواښاد استاد الفت د مرحوم غني خان په باب ويلي وو:
’غني خان په شعر كې هغه څه وايي چې د بل شاعر شونډې پرې سوځي‘. زه د استاد شپون په باب وايم:
’شپون په نثر كې هغه څه وايي چې د بل ليكوال ژبه او شونډې پرې لولپه كېږي‘. شپون د ډېر قوي- هنري ايمان څښتن دى. ملايان وايي چې په دين او شرعي مسايلو كې شرم نه شته. هر مسلمان او هره مسلمانه بايد چې په ټولو پټو او بربنډو خبرو ځان وپوهوي.
شپون د ملايانو دا خبره خپل هنر ته هم ورلېږدولې، په شعر كې يې لږه او په نثر كې يې ښه پرېمانه ده. بايده دي چې د هنر په دې برخه كې يې بت شكن وګڼو. ډېرو داسې خبرو او بيان ته، چې سړي ته يا ناروا ښكاري او يا يې په ويلو شرمېږي، خو شپون د هنر جامې وراغوستې دي. استاد شپون ډېر ځلنده هنري تخيل لري، خو تش په خيال كې ماڼۍ نه جوړوي. دوى تل د ژوند ښې او بدې د خپل ژوند له چاپېريال څخه اخيستي او په خپل هډ او پوست يې احساس كړي دي. كه كوم كركټر يې د خپلې كيسې لپاره مناسب بللى نو بيا يې سرسري برخورد نه دى ورسره كړى. په اصطلاح ښه له شله ګۍ څخه يې كار اخيستى، د كركټر په ظاهري او باطني جهان كې ورننوتى دى، د هغه نفسيات يې څېړلي، د هغه په ښو او بدو يې ځان پوه كړى او بالاخره د كركټر د خوب رګ يې معلوم كړى او داسې يې لوبولى چې د سړي زړه يې غواړي.
شپون په پښتو نثر كې شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت سره غاړه غړۍ كړي دي. كه د كليوال ژوند، شنو پټيو او كروندو كيسه كوي، نو نثر يې دومره خوږ لګېږي، چې د شوتلو د ګل او لَونګۍ شولو بوى ترې راځي. كله چې د مستو كټوه پر سر د بختورې غولانځورې كيسه كوي، نو د داستان له راوي داسې سپين سترګى ماشوم جوړوي، چې بختوره غولانځوره په هره پوله او پټي كې پسې څاري، ترڅو د ماشوړې سر پيدا كړي.
كه په امريكا كې د ژوند پېښې داستاني كوي، نو راوي يې له بغاوته ډك ځوان دى، چې د امريكايۍ نجلۍ پر سپينو پونډيو زرين وېښتان هم يو په يو پسې شماري. ليكوال دا كار د هوس لپاره نه كوي، بلكې د ژوند جوهر بيانوي. په ښكلا او خوږوالي كې نغښتى پيغام لري. د ليكوال په نثر كې يو خوندور طنز ځل او بل كوي، كله- كله د شوخۍ رنګ اخلي، چي لوستونكى بېدرېغه خندوي او خوشحالوي. په طنز كې يې هم لوى هنر مناسبه تصورګري ده، چې كركټر د لوستونكي مخې ته نېغ ودروي. مثلاً شپون دوه كركټرونه د لوستونكي په ذهن كې داسې كښېنوي:
هغه هم هلته جونګى- جونګى كېده او هغه بل هم ناست و، لكه خړتومي چرګ.
د صمدخان يوازېتوب په نوم داستان كې د يوه پاخه عمر چرسي مجاهد كيسه كوي. كركټر له افغانستانه پېـښور او له پېښور څخه امريكا ته راغلى او راوي ته داسې وايي:
’يوه ورځ محمد منير راته كړه چې دادا پرون چې تاسو په نارنج باغ كې عمليات كول، د قوماندان… په مركز ورتېر شوم، ګورم چې پاكستانى منصبدار ورسره غږېده. ما محمد منير ته وويل چې ته كم عقل څه پوى شوې، چې هغه پاكستانى و؟ هغه راته كړه چې داسې تور و لكه ستا د چلم سرخانه. ږيره يې پاكه خريلې وه، چې زموږ مجاهدين دا كا رنه كوي. دې خبرې ما ته شك پيدا كه او څار مې پسې كولو چې يوه ورځ زه هم ورسره دوڅار شوم.
يره بالداره چې زما د غيرت په ايمان اور بل شو، چې تورې به لالاوهي مړۍ به اودالله. دوه كاله نور هم پاتې شوم او نورې ماملې مې وليدې.
دا مې وليدل چې قوماندانان په پېښور كې دېره او موږ يې د روسانو بره ګيو ته پرېښي وو. مرمۍ به نه وې خو قوماندان صيب به جرنيلي چلوله او په پېښور كې به يې د موټرو قافلې ګرځېدې.
راوي وايي: د چرسيانو لحاظ خو د يارانې اول شرط دى، مګر شپه پخه وه او زما ډېره تلوسه دېته وه چې صمدخان څنګه امريكې ته ورسېد، مګر د هغه موشم د خرابېدو نه و.
صمدخان وايي: محمد منير دې خداى راته لري، په زړه كې ډېر هوښيار دى او اوس يې د يوې امريكايۍ سره واده هم كړى دى.
زه يې پېښور له راوستلم او دلته يې زنې راباندې وتړلې او ويل يې چې بار ديگر به بهر نه وځې. دى لاړ او د كوم مشر نه يې خط راوړ چې دا زموږ مجاهد دى او په بد ځاى لګېدلى دى. بله ورځ محمد منير نورې سپينې پټۍ هم راباندې ولګولې او د ده ملګرو په كټ كې طيارې له بوتلم او ايسته يې امريكا ته راوستم. په شپاخانه كې د محمد منير ښې ځوانۍ ته د يوې نرسې پام شو او على الحسابه ورباندې مينه شوه.
راوي: زما نور طاقت رانغى، ځكه د صمد خان په خبرو كې د ملا عمر د سمڅو نه زيات غارونه ليدل كېدل. ما چې خوله خلاصوله، چې محمد منير په خپله راغى، په رښتيا هم اوس ورنه لوړ او ارغوشه زلمى جوړ شوى و، چې امريكا، يانې په دغه قسم نارينه پسې مري‘.
شپانه په داستاني كركټرونو كې عجيبه اعتدال ساتلى دى. د ده كركټرونه پرښتې هم نه دي، چې د وېښته غوندې ګناه دې سر نه ترې وهي. مطلق او رټل شوي شيطانان هم نه دي، چې له سره تر پښو دې په ګناهونو او بدرنګۍ كې ډوب وي. ها د حمزده بابا په قول چې:
شته په كې يزدان كه اهريمن ولټوې
همدغسې يې ګل بې خاله نه دى او په ښو كركټرونو كې يې هم د بدۍ نازكې خواوې چې د انساني فطرت خاصه ده- شته.
د افغانستان په داستاني ادب، هم په پښتو او هم په دري كې د نړيوالو منل شويو داستاني تخنيكونو نه مراعات عام دى، شپون هم دا سرغړاوى كړى او ډېر ځله په تخنيكونو پسې نه دى ګرځېدلى. خو هغه د چا خبره چې د ژرندې سل عيبونه ټول په اوبو پټ دي. د شپون داستاني عيبونه هم د دوى خوږې او شوخې ژبې او زړه راكښونكې تصويرګيرۍ پټ كړي دي. د شپون داستاني څېرې او پېښې تتې او مبهمې نه دي، چې لوستونكي دې رنګينې عينكې ورته واچوي او د تسلۍ لپاره دې اټكلي بل څه ترې راوباسي، دلته كه پېښې راځي او كه كركټرونه لوبېږي، ډېر ښايسته، راڼه او زړه ته پرېوتونكي دي.
د رحمان بابا په قول:
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
د ناڅاپي پېژندګلو په نوم د يوه داستان لږه برخه يې داسې ده:
’د نيال سنګي يو زوى و، چې سكيرا نومېده او د خان اباد د بچه بازانو زړونه ورپسې وران وو. سترګو يې خوړل كول او اوس چې فكر كوم د حميد بابا د سپوږمۍ او هالې خبره ورسره جوړېده. يره پنځلس كلن به و، د ښار ميرزايانو په خپلو كې يوه مشاعره ورپسې جوړه كړې وه، چې يو فرد مې په ياد دي:
دل برده زمن باز دو چشمان سكيرا
د ښار لنډه غران هر مازيګر حق ناحقه د حكيم نيال سنګي دكان مخې ته تېرېدل او د هلك د پلار ځورول او ګواښونه به يې ګالل. كله به يې پنځه- شپږ للمي خټكي راوړل او د (چشك) شرط به يې ورباندې واهه. نو بيا به يې سكيرا قاضي كړ، چې وګوري د چا خټكى خوږ دى؟
داسې ښكارېده چې د سكيرا هم د ځوانانو دا دومره توجه او سپي- سپي كېدل خوښېدل او هر يوه ته به يې يوه نرۍ معصومانه او د خوش طبعۍ موسكا كوله. مګر پلار يې ډېر رَوى و او شورماشور به يې جوړ كړى و. يوه ورځ چې هلكانو ډېر په عذاب كړى و، په خپل دكان كې ناست و او ژړل يې. شا و خوا ته كليوال راټول وو، چې د لاسا يې كړي. ده ويل:
خداى قسم چې نور تاسو ته دارو نه وركوم. زهر وركوم سنګيتا وركوم، په دارو كې د شېربروت وېښته اچوم، چې مړ شئ‘.
شپون د لنډې كيسې تر څنګ د ناول لوى ليكوال هم دى. هماغه خوږه او روانه ژبه او كركټركښنه چې په لنډو كيسو كې يې ده، په ناولونو كې يې هم كارولې ده. شين ټاغى، ګټيالى او د سمڅې ياران يې ناولونه دي. درې واړه ناولونه يې تر ډېره ځايه د افغانستان په تراژيدۍ، شكستونو، بريو او حماسو راڅرخي، چې د پښتو ادب په ناولونو كې د شهكارو حيثيت لري. كه د درې واړو ناولونو شننه يې كوو، نو بايد كتابونه پرې وليكل شي. د پښتو ادب شاګردان بايد چې مستقل تزسونه پرې وليكي، د ادبياتو استادان يې بايد په بېلابېلو درسونو كې محصلينو او شاګردانو ته وړاندې كړي. د پښتو معاصر نثر تر څنګ د شپون نثر زما په نظر داسې برېښي لكه پښتو لنډۍ، د پښتو دېواني شعر تر څنګ.
په پښتو دېواني شاعرۍ او په بله هره دېواني شاعرۍ كې د صنعتونو د ډېرو كارولو څخه كله- كله تكلف او تصنع پيدا كېږي. خو پښتو لنډۍ صميمانه او طبيعي دي، د تصنع ځاى په كې لږ او د ساده ګۍ په زور د ښكلا اوج ته رسېدلې دي. د شپون نثر له تكلف او تصنع څخه ډېر ليرې- د صميميت او هنر پر ځمكه طبيعي ګامونه اخلي.
ما ته خو داسې ښكاري لكه لنډيو چې په نثر كې ځانونه نغښتي دي. د شپون ځينې نثري داستانونه كه په نړيوالو ژبو وژباړل شي، نو همدا د شډلې او څپه ييزې پښتو ادب، د نړيوال ادب همڅنګي كولاى شي. شپون د پرخه په ترخه په نوم ډېره خوږه شاعري هم كړې ده. نن سبا يې له شاعرۍ څخه نثر ته ډېر پام وراړولى او يا خو يې شاعري هم په ټپه وزمه جامو كې د نثر پاچهۍ ته ورننه ايستلې ده.
شاعري يې هم ډېره روښانه او روانه ده. د تصنعي شاعرانو غوندې قلقلې او طمطراق نه لري. د شاعرۍ ډېره برخه يې د افغانستان د دوه- دوه نيمو لسيزو پېښې او تراژيدۍ په غېږ كې نيسي. په شعر كې موضوعاتو او تورو ته مناسبه زمينه سازي كوي. ډېر شډل كلمات او تصويرونه په داسې ځاى كې راوړي، چې ښكلي ښكاري. د ښكلا يوه مانا هم د هرڅه پر خپل ځاى او مناسبه كارونه ده.
د شپون د شاعرانه تخيل كمال په دې كې دى، چې حماسه په تغزل كې نغاړي او د هنر يوه ښكلې مستقله تابلو ترې جوړي.
ستا د سترګو شوبلې راغلې
د زړه كلي ورانوي
كږې وروزې، نرۍ ملا دې
پښتانه روسانوي
يا دا بند:
نيمه شپه كې راغله تورې سترګې سره لاسونه
تورې غوړې څڼې لكه سوي درمندونه
ټيك يې په تياره كې پړكېده لكه برېښنا
شرنګ يې د بنګړو و لكه كړچنده ټانكونه
د غوړو څڼو لپاره سوي درمندونه كه له يوې خوا نادره تشبېه ده، نو له بلې خوا د جنګ هغه شېبې هم انځوروي، چې د انسانانو تر څنګ فصلونه او درمندونه هم د جګړې اژدها تر ستوني تېرول، ټانكونه ظاهراً څومره غيرشاعرانه ښكاري، خو دا چې د بنګړو د شرنګ ملګري شوي دي، هم دا كړچنده ټانكونه خواږه لګېږي او لوستونكي د تغزل تر څنګ د جنګ له ژوبلو او لولپه شېبو نه هم بې خبره نه پاتېږي. د مور ويرنه شعر يې يو لوى شهكار شعر دى، چې يو كتاب خبرې ورباندې كېدى شي.
ارمان چې د استاد شپون د شعر كتاب راسره نه و، كنه ډېرې خبرې به مې ورباندې كښلې واى. شپون په پښتو نوي او معاصر نثر كې د نبوغ څښتن دى، لوى خداى دې يې تر ډېره راته ژوندى لري.
له هوسۍ مجلې په مننې