کور / تازه خبرونه / محمود عباس: اېران دي زموږ په چارو كي لاسوهنه نه كوي

محمود عباس: اېران دي زموږ په چارو كي لاسوهنه نه كوي


د فلسطين جمهور رئيس محمود عباس د اېران پر حكومت نيوكه وكړه، چي دغه هيواد د فلسطين د حكومت او حماس غورځنګ ترمنځ د اختلافاتو اور ته لمن وهي.
محمود عباس وايي اېرانيان دي د دوى په كورنيو چارو كي لاسوهنه نه كوي.
دا په داسي حال كي ده چي دوې ورځي وړاندي د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعود الفيصل هم اېران په فلسطين، لبنان او عراق كي په لاسوهنو تورن كړ.