امريكا: د افغانستان دپاره نړيوال كنفرانس رابولي

34 | مارچ 6th, 2009


د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هيلري كلنټن د پنجنشبې په ورځ د افغانستان دپاره د يوه نړيوال كنفرانس د جوړېدو وړانديز وكړ.
آغلي كلنټن دغه وړانديز د ناټو غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه كي د وينا پر مهال وكړ.
هغې وويل امريكا په دې باب د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانكي مون سره ږغېدلې، چي دغه كنفرانس پرانيزي او د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى كاى آيډي به يې مشري كوي.
آغلي كلنټن وويل په دغه كنفرانس كي به د ناټو، ايتلافي ځواكونو، پاكستان او ممكن اېران استازي هم ګډون وكړي.
هغې هيله وښوده چي دغه كنفرانس چي د رواني مياشتي (مارچ) پر يودېرشمه نېټه به داير سي، په افغانستان كي د پرمختګ او ثبات دپاره ضرور يوه لار پرانيزي.

Copyright Larawbar 2007-2024