کور / تازه خبرونه / د پولې پورې راډيو ژوندۍ (انلاين) خپرونې پيل كړې

د پولې پورې راډيو ژوندۍ (انلاين) خپرونې پيل كړې

پولې پورې، د پولې  دواړو خواوو ته هغه مشهور نوم دى، چې هره اوونۍ څو ځلې د بېلابېلو غږيزو رسنيو (راډيوګانو) له لارې اوريدل كيږي.  نه يوازې تش نوم، بلكې د يوې او بلې غاړې اوسيدونكو پر ستونزو او حل لارو ولاړ بېلابېل پروګرامونه هم له دغه نوم سره تړلي دي.


د پولې پورې (پكټ) راډيو څو كاله وړاندې په پېښور كې د توليدي (پروډكشن) په بڼه كار پيل كړ.
 ورپسې د پولې پورې په نوم يو پروګرام ، چې راډيويي مجلې ته ورته بڼه يې لرله پيل شو.
په دغه پروګرام كې د پولې دواړو غاړو سيمو څخه د خلكو پر ستونز او ضرورتونو ريپوټونه جوړيدل، داسې چې مخامخ له خلكو سره خبرې كيدې او هغوى خپله د خپلو ستونزو او اړتياوو حل لارې په ګوته كولې.
پر همدې اساس ويلى شو، چې د پولې پورې ژورنالېزم سوله ييز او روايتي رنګ لري او د مروجې ميډيا په څېر اشخاصو او پېښو ته  ارزښت نه وركوي، بلكې ستونزو ته د حل لارې پيدا كول يې پيغام دى.


پكټ دا وخت هره اوونۍ پر دين دنيا (مذهبي) چاپېريال، قوي مؤمن (روغتيايي) پروګرامونو سربېره د پولې پورې لومړى او دويم پروګرام هم لري او په پام كې ده، چې د پولې پورې پروګرام شمېر هره اوونۍ پېنځو ته لوړ شي او ترڅنګ يې يوه سلسله واره ډرامه هم پيل شي.
د دغو پروګرامو له پاره په پېښور، كابل، سوات، خوست، كوېټه، كندهار، ډي آى خان او  ننګرهار كې لسګونه ژورنالېستان كار كوي.


اوس د پولې پورې پروګرامونه د پولې دواړو غاړو بېلابېلو راډيوګانو ترڅنګ د پكټ ويبپاڼې له لارې هم په ژوندۍ توګه اوريدلى شئ!.

د دې كار له پاره لاندې وېبپاڼې ته  ټك وركړئ!
www.pactradio.com