پښتونخوامېپ : د رحمان بابا پر مزار چاودنه د بخښلو عمل نه دى
خان زمان کاکړ
د رحمان بابا پر مزار د سوې چاودني په سختو ټكيو غندنه كوو او د چاودنې عاملينوته د عبرتناكې سزا غوښتنه كوو
د پښتونخواملي عوامي پارټۍ له اړخه په خپره سوې يوه خبرپاڼه كې د رحمان بابا پر مزار د سوې چاودنې په سختو الفاظو كې غندنه سوې او غوښتنه سوې ده چې د دې كار ترسره كوونكيو ته دي عبرتناكه سزا وركړل سي
خبرپاڼه ليكي چې د ترهګرو له خوا د پښتونخوا وطن د ډېر محترم شاعرعبدالرحمان بابا مزار په چاودونكيو موادو د الوزولو مزموم او د پښتانه قام دښمن عمل د سختې غندنې وړ دى .د ترهګرو دغه د نه بخښلو وړ عمل د پښتنو او د علم يوه ستره دښمني ده
دخبرپاڼي له مخي رحمان بابا د پښتون افغان ملت هغه شاعر دى چې له سلكونو كلونو ورسته يې هم نن اشعار د هر سړي پر ژبه دي او په لراوبرو افغانانو كې د هغه د محبوبيت اندازه د هغه له ژوندي نامه څخه لګېږي
خبرپاڼه زياتوي چې د رحمان باباپر مزار بريد پر پښتانه قام بريد دى او دغه بريد د ترهګرو،مذهبي انتهاخوښوونكيواو جنونيانو له خوا د پښتون دښمنۍ ثبوت دى
په خبرپاڼه كې د پاكستان له مركزي او ايالتي حكومتونو څخه غوښتنه سوې ده چې د رحمان بابا پر مزار د بريد ترسره كوونكي د ونيول سي او عبرتناكه سزا دي وركړل سي .خبرپاڼه پرمخ ليكي چې د رحمان بابا تر څنګ دي د ټولو قامي شعراوو او مشرانو د مقبرو د ساتنې دپاره اغېزمن ګامونه پورته كړل سي
پښتونخواملي عوامي پارټۍ