ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | مارچ 7th, 2009


د ارادي خپلواکي ورځپاڼي د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري میرمن کلنټین په حواله لیکلي دي چي ناټو د افغانستان په اړه د روسیي د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره له دغه هیواد سره په لوړه کچه اړیکي له سره پیل کړیدي.

ورځپاڼي په کابل کي د یو امرکیايي ډپیلوماټ په حواله لیکلي دي چي د افغانستان په پرتله پاکستان د نړۍ امنیت ته لوي ګواښ دې.

ورځپاڼي ددغه ډیپلوماټ دا اندیښنه هم راغستي چي د سوات اوربند به په افغانستان کي د طالبانو د بیا فعالیت لامل شي.

ورځپاڼي پخپله سرمقاله کي بیا هم په افغانستان کي د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه روانو بحثونو ته کتنه کړي او پوښتلي دي چي بالاخیره د انتخاباتو کومه نیټه ټاکل شوي ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼي پخپله سرمقاله کي د رحمان بابا په مزار کي شوي چاودني ته په اشاري دا پوښتنه کړي چي دا څوک دي چي د رحمان بابا مزار يي په نښه کړ.

ورخپاڼي په یو جلا مطلب کي په افغانستان کي د نوي تعلیمي کال ته په اشاري لیکلي دي چي د تړل شویو ښ،نځیو بیا پرانستل باید تر ټولو ستر ملي مسؤلیت وبلل شي.

ورځپاڼي په یو جلا څیړنیز مطلب کي د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي په فرمان او د راتلونکو انتخاباتو په جوړولو بحث کړي دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼي د خپل لومړي مخ په سر کي  دا خبر ورکړي چي د ولس مشر کرزي په کابینه کي یو بل بدلون هم رامنځ ته شوې.

د ورځپاڼي په وینا د ملي جبهي غړي محمد صدیق چکړي د حج او اوقافو د وزیر په توګه او حمیداله فاروقي د ټرانسپورټ د وزیر په توګه نومول شویدي.

ورځپاڼي په کابل ښار کي دننه ددفاع د وزارت د یو جنرال د تښتولو خبر هم ورکړي او لیکلي دي چي ناپیژندلو وسلوالو د ستر درستیز د لوجسټک مرستیال تښتولي دې.

ورځپاڼي پخپله سرمقاله کي د کاناډا د صدراعظم په وروستیو څرګندونو تبصره کړي او لیکلي دي چي افغانان یوه ریښتیني ملي رهبري غواړي.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبي خپلواکي ورځپاڼي بیا د رحمان بابا په مقبره کي د چاودني مسله راغستي او هغه يي د پوښتنو پر ضد یو بل جرم بللي دې.

ورځپاڼي د موضوع په دوام لیکلي دي چي ددي عمل تر شا د پوښتنو پر ضد د دښمنۍ پرته بل هیڅ دلیل نشي کیدلې.

ورځپاڼه لیکي هغه خلک چي د پښتونو او د هغوي د کلتور په اړه لږ معلومات لري دوي افراطیان او د تروستانو ملاتړي بولي خو دي عمل دا وښودله چي  پښتانه د ترورزم تر ټولو ستر قربانیان دي.

ورخپاڼي په یو جلا مطلب کي له یو شمیر میرمنو سره د ولس مشر کرزي د لیدني خبر ورکړي او د ښاغلي کرزي په حواله يي لیکلي دي چي پوهنه پراختیا او ټولنیز فعالیتونه د ښځو د حالت د ښه والي لپاره مهم دي. 


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمي وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يي پري خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کي د افغانستان په اړه د یوي بلي نړیوالي غوندي د جوړولو لپاره د امریکا په غوښتني تبصره کړي او پدي ترڅ کي يي د افغانانو غوښتني څیړلي دي.

خو اصلاح بیا د درنو جرمونو سره د مبارزي لپاره يي د یوي ځانګړي اداري د جوړولو په اړتیا تبصره کړي او پدي ترڅ کي  يي د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو او سمبالولو ټینګار کړي دې.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼي بیا د غبرګولي د میاشتي وروسته د واک د دوام لپاره په قانوني خلا تبصره کړي او د هیواد د کارپوهانو په حواله یي لیکلي دي چي ددي خلا د ډکولو لپاره غوره لار د کرزي د حکومت دوام دې.

ورځپاڼي  په یو جلا مطلب کي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري میرمن کلنټن په هغي  وړاندیز هم تبصره کړي چي پکي د افغانستان په اړه د یوي بلي نړیوالي غونډي وړاندیز شوي دې.

ورخپاڼي په یو جلا مطلب کي د بلخ د والي په حواله لیکلي دي چي د بهرنیو ځواکونو زیاتول نشي کولي په هیواد کي د امنیت په ټینګښت کي مرسته وکړي. 

Copyright Larawbar 2007-2024