خوست: د خپل سرو عملياتو پر ضد د مظاهرې راپور
خوست كې د بهرنيو ځواكونو له خوا د پوځي پلټنو په لړ كې د عامو خلكو وژنه، د دغه ولايت ولايتي شورا استازو په يوه خبري كنفرانس كې په سختو ټكو وغندله.
د بهرنيو ځواكونو لخوا د پوځي عملياتو دا پيښه تېره شپه خوست ښار ته څيرمه شوي چې څلورتنه پكې وژل شوي او پينځه نور ژوندي وړل شوي دي.
خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر ويل، چې ياد كسان شكمن وو او د متقابلو ډزو په پايله كې وژل شوي، خو پېښې ته نېږدې خلكو ويل، چې هغوى بې ګناه وو.
سهار مهال د سيمې اوسيدونكو د وژل شووكسانو جنازې د خوست او ګرديز ترمنځ د غځيدلي لارې سرته راوړې اوياده لاره يې ترډيره وخته تړلې وه.
د پيښې په ځاى كې را ټولو خلكو د نړيوالو، مركزي او ځايي حكومتي چارواكو پر ضد شعارونه وركول او د بهرنيو ځواكونو پر يو پوځي كاروان يې هم كاڼي اوورول.
په همدې اړه د خوست ولايتي شورا استازو يو خبري كنفرانس هم وركړ.
ډاكټر ګل جميل د تېرې شپې پېښې د غندنې ترڅنګ پر بهرنيو ځواكونو د خپلسريو تور ولګاوه:
د خوست ولايتي شورا يوه بل استازي داود خان شهيدزوى وويل، چې د ولس زغم نور پاى ته رسيدلى او بهرنيان په زوره د افغان حكومتي ادارې فلجول غواړي.
دا لومړى ځل نه دى، چې په خوست كې د بهرنيو ځواكونو خپل سري عمليات د عامو خلكو پر وژنو تماميږي، د خوست مېشتو ترڅنګ افغان ولسمشر كرزي هم دغلته د يوې غونډې پرمهال پر بهرنيو ځواكونو غږ كړى ؤ، چې نور خپلسري پلټنې او د عامو خلكو وژنې ودروي، خو د نړيوالو پوځي مشرانو له بيا بيا ژمنو سره هم تر اوسه په دې برخه كې ځانګړي څه نه دي شوي.