میدان وردګ:نوی ښوونيز کال په رسمي مراسمو پيل شو

د لراوبر اداره | مارچ 6th, 2009


 په ميدان وردګ ولايت كې  د پوهنې نوې تعلمي كال ددې ولايت والي محمد حليم فدايي لخوا دزنګ په وهلوو پيل شو
د پوهنې د نوې تعليمي كال دپرانيستې  غونډه  چې دجلريز ولسوالۍ د ګوټه عشرو د رستم خيلو په ليسه كې  جوړه شوې وه  په كې دميدان ودرګ والي محمد حليم فدايي دولايتي شورا او سيمه ييزې شورا غړو او دپوهنې رياست منسوبينو ګډون كړې وه ، غونډې ته دميدان وردګ والي او ولايتي شورا رييس ويناوې وكړى ښاغلي فدايي په خپلو خبرو كې دپوهنې د نوې كيفيتي كال په اړه رڼا واچوله  او په ډاګه يې كړه چې پوهنه هم دمركزي دولت  او هم زموږ د لومړيتوبونه څخه ده او كوشش به وكړو چې په ريښتي او عملي ډول دغه كال دپوهنې د كيفيتي كال په نامه يادكړو، ښاغلي فدايي دميدان وردګ ولايت په ولسونو غږ وكړو چې په خپلو كوچنيانو(نراوانجونو) باندې زړه وسوۍ دپوهنې او زده كړې له نعمت څخه يي مه محروموۍ او دهغه كسانو پروړاندې په كلكه مبارزه وكړئ چې ستاسو بچيان د زده كړې نعمت څخه محروموۍ،همدارنګه ښاغلى والي  ولسونو ته ډاډ وركړو چې ددغه كال په جريان كې دپوهنې په برخه يو زيات شمېر ښوونځي جوړ او يو شمېر به يي ورغاول شي، وروسته دولايتي شوراريئس محمد حضرت جانان هم د غونډې ګډونوالو ته وينا وكړه  او زياته يي كړه چې دميدان وردګ ولايت ولسونه د پوهنې مينوال او خوښوونكى دي ا وهيچاته به اجازه ورنكړئ چې دوۍ ددغه ستر نعمت څخه بې برخې كړي اوپه دغه لاره كې دوۍ خپل زړورتوب دتاريخ په هرو دورو كې ښودلې دى.

Copyright Larawbar 2007-2024