طلاق دڅه لپاره ؟
ګرانو مسلمانانووروڼو!
دطلاق په اړه څه ناڅه پوهه د هر مسلمان لپاره ضروري ده ځکه داسې نه چه کله مو په ناپوهی يا بې احتياطی له خپلی بي بي څخه خدای (ج) مکړه پريکون راغلی وي او په ځان به خبرهم نه وی نو بيا به چاره څه وي ؟
پدی هم پوهيدل پکار دي چه نن زمان د اسلام دوښمنان دطلاق حکم ته ګوته نيسي .
اوس به وګورو چه اسلامی شريعت پدی اړه څومره احتياط کړی دی په ټولو حلالو کې بيا هم طلاق بد عمل بلل شوي دی ،دښځی او خاوند جدايې خدای (ج) ته ډيره ناخوښه ده، حضرت محمد(ص) فرمايی : اَبْغَضُ الْحَلَالَ اِلَي اللهِ الطَّلاَقُ )) په حلالو څيزونو کی الله تعالی ته دټولونه ذيات بد ناخوښه څيز طلاق دی (ابوداؤد) )). ولی د ډيری سختی ناچاری لپاره يوه آخری چاره او ورستۍ د حل لاره ده .
مثلاً که دانسان په کوم اندام داسې مرض ولګي چه ټول بدن ته خطر وي نوبيا سړی مجبوراً ددی اندام قطع کولو ته غاړه ږدی ، که نو د اندام قطع کول څومره ناوړه کار دی .
که خدای (ج) مکړه د يوه مسلمان بی بی سختی بيلاری ته مټی ونغاړي چه دبل چا هم نه منی او نورې دې اصلاح ټولی لاری بندی شي نواسلامی شريعت نه غواړی يوکس پدی لوی غم د هميش لپاره ککړ وساتي او ټول ژوند يې په غم تير کړي ټول ژوند دده لپاره خپل کور زندان وګرځوي نو پداسې آخری ناچاری کې اسلام د طلاق اجازه ورکوي چه هغه هم ډيری د حکمت او احتياط نه ډکی لاری لري لومړی رجعی طلاق چه امکان لری مشکل حل شي بيا بائن طلاق چه په هغه سره به مشکل حل شی ورسته آخری دريم طلاق دی .
اوکه څوک د مزو چړچو په نيت دا کار کوي نو واقعاً چه يوه لويه نامردی د يوه مظلوم انسان پر وړاندی ډير ستر ظلم دی او په اسلامی شريعت کې يو ستر خيانت بلل کيږي.
همدارنګه که ښځه په کوم تکليف او سختی کې وي اسلامې شريعت د شرايطو په چوکات کې لکه خلع ،تفريق او نور .. سره دجلاوالې اجازت ورکړی دی .
دخلعی شرايط په فقهی کتابونو کې مکمل بيان شوي دي او همدارنګه تفريق لکه دنر دجنسی قوي نشته والی يا کوم څوک په بدکاری کې مشغول وي قصداً خپلی ښځی ته نه نږيدی کيږي،يا ځنې سخت مرضونه دي چه اسلامی فقهی بيان کړي دي يا دخاوند په موجودګی کې خاوند دښځې نفقی ته پام نه کوي دي ته ورته شرايط چه اسلامی فقهی مکمل بيان کړي که ښځه په دغه صورتونو کې دخاوند سره اوسيدل نه غواړی او دصبر توان نلري نو اسلامی شريعت نه غواړي دا ښځه د هميشه لپاره په تکليف کې وي که څه هم چه طلاق بدشی دي اودخپلوی دکټ کيدو سبب ګرځی خوپداسی حالاتو کې بيا اسلام ديوکس دتکليف اوسختی فريشانی دخلاصون لپاره دا آخري لاره ټاکلی ده .
مګرکه کومه ښځه چه بغيرله کوم شرعی عذر څخه دشهوت رانی ،عشق بازی او مزوچړچو په موخه طلاق غواړي ، نوداواقعاً سخت نا کاره عمل دی اوپه يوه اسلامی ټولنه کې د بي حيايې ،بې وفايې او دمعاشري د بې نظمۍ دسختی خطرناکی وبا خورول دي .
داسلام سترپيغمبرداسې ښځوته د سختی خطرناکی پايلی خبرداری ورکړي چه فرمايې :
اَيُّمَااِمرَأةٍ سَألَت زَوجَهَا طَلاَقًا فِی غَيرِمَابِه بَاسُ ُ فَحَرَامُ ُ عَلَيهَا رَائِحَةُ اَالجَنَّةِ
کومی ښځی چه بغيزدڅه سخت تکليف ياڅه خاص وجهی نه طلاق وغوښتلو په هغی د جنت بوی حرام دی (ترمذی او ابوداؤد).
اَلمُختَلِعَاتُ هُنَّ المُنَافِقَاتُ کومی ښځی چه بغيزدڅه سخت تکليف اوضرورت نه خامخا خلع غواړی هغه په حقيقت کې منافقی دي .
دا وبااوس اوس په ځنو تش په نوم اسلامی ټولنو کې ګډه ده ،اوزمونږ په ټولنه کې هم ځنی شيطانی حلقی اوشيطانی ورکشاپونه غواړی چه دا وبا خوره کړي . خو خالق تعالی (ج) زمونږ ټولنه ددي وبا څخه وساتي .
دطلاق لنډ اومفصل بيان
۱- دطلاق ډولونه ………… ورسته
دغه مضمون دری مياشتی پخوا د دريومياشتوڅيړنو ورسته ليکل شوي دي .
ليکنه : حمدالله شاکری
بيا کتنه : مولوی عبدالقدوس مظهری