د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ( د مبارکۍ پيغامونه)
د لراوبر ويبپاڼي اداره خپلو ټولو درنو لوستونکو ته د مارچ اتمه ( د ښځو نړيواله ورځ ) مبارکي وايي
دکتور فاروق أعظم
ښځه او کورنۍ
ښــځـه ســتـر دسـړي ده، دی ددې يـودبـل حــياء سـاتی کـوي پـردې (۱)
لکه چـا پـوري نـښتی وي جــامې هسی ټـيـنګ سره نښتي يې نامې
نــروښــځـه اړيکــی لـری ژوري يوله بله په ګـډ ژونـد لکه شکـري
په دنيا کي سره ګډ دژوند ملګري اخرت کي هم يوځای به سي بللي
دريغه څوک چي دوه ياران جلاکوي يا په منځکي يې فـتـنې پـيدا کوي
سل افسوسه که دوی خپله نه چليږي يووبل ته وي بدبينه او ګواښيږي
يا يوبل نه پـوهـوی کـوی جنګـونه يـووبـل ازاروی کـړي لغــازونه
دچا ژوند چي وي دبد ميړه په کور ترها کور بوله په سل واري ښه ګور
بـده ښـځه هم دچـا نکـړې ميـرمن چي په دې دنيا دوږخ دغم بړستـن
ښه ميړه دی بيله شکه غټ رحمت او ښه ښځه ده بـيشکه لوی نعمت
ګوره! ښه ښځه دښه سړي په خواکی جنت دادی پــريـشانـيو دې دنيا کی
_______________
(۱) سورة البقرة – آية: ۱٨٧
د ښځو نړيوال ورځ د نړي ټولو ښځو ته مبارک
د خواخوږي کلتوري ټولني لخوا:
د هر څه د مخه د ښځو د نړيوالي ورځي په مناسبت د خپل ځان او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د ټولو غړو لخوا د نړي او په ځانګړي توګه د افغانستان ربړيدلو، زوريدلو او غمځپلو ښځو ته مبارکي او ښي هيلي وړاندي کوم.
که د افغانستان د تاريخ بهير ته کتنه وکړو، زموږ د ميندو او خويندو وياړلي کارنامي اوسپڅلي هيلي تل پاتي دي لکه څنګه چي د نازو انا، زرغوني انا، بي بي عينو، د ميوند د ډګر اتله ملالي، بي بي مهرو، غازي ادي، بي بي صاحبه او نورو ځلانده نومونه زموږ د هيواد د وياړني په پاڼو کې په زرينو کرښو کښل سوي دي.
په ځاي به وي چي د هيواد څه د پاسه نيمي پيړي په سياسي بهير کې د هيواد ټولواکمني ثريا، آغلو اسما محمود طرزي، روح افزا طرزي، حميرا سلجوقي، رابعه شايق، عزيزه ګرديزي، رقيه ابوبکر، زينب، زرين نوري، معصومه عصمتي، صالحه اعتمادي، نفيسه شايق مبارز، کبرا نورزي (چي د هيواد په تاريخ کي لمړني ښځه وزيره وه او د شهيد ميوندوال صاحب په کابينه کې ګډون درلود) حميرا حميدي، لطيفه سراج، مستوره شال، سلطانه اميد، ساجده بڅرکي، کبرا مظهري، ډاکټره زرغونه رښتين زيور،حليمه سليمي، ماري ابوي، عاليه پوپل، وسيمه حکيمي، سامعه عبادي، ثريا، شکريه رعد، حبيبه عسکر، ماګه رحماني او نورو د يادوني وړ دي. خو په دغه تيرو دوه لسيزو کې د آغلو فاطمه ګيلاني، پوهانده ډاکټره سهيلا صديق، صديقه بلخي، ډاکټره سيما ثمر، انجنيره صديقه صديق، ډاکټره ستوري شمس، ليلا روشني، آمنه افضلي، شکريه بارکزي، ډاکټره ثريا رهين، جميله مجاهد، صفيه صديقي، ډاکټره ثريا خادم، پروين ملال، غوټي خاوري، سپوږمي ميوندي، پروين علي مجروح، فتانه ګيلاني، محبوبه حقوق مل، ډاکټره مسعوده جلال، ډاکټره حبيبه سهرابي، حميرا ولي، قمره اڅکزي، جنراله خاتول، راضيه نعيمي وردګ، تاجور کاکړه، ملکه ديانا امين، روشن څيړن، نفيسه کابلي، سائره شريف، فريده انوري، ثريا پوپل، وړانګه صافي، ناجيه بابکرخيل، انجيره ملالي اجتماعي، ستوري منګل، ډاکټره رابعه حياتي، ډاکټره نيلاب مبارز، فريده بهير، شکريه عزيز، سلطانه علومي، شهلا بلوڅ، نوريه پاينده، نوريه معروفي، عايشه عزيز او نورو نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي دي چي د ستايني او کور وداني وړ دي. دغي بريالي آغلو په ډيرو ستونزمنده شرايطو کې د خطر په منولو سره، د ښځو او انجونو په ويښتيا او د ټولنيزو ژوندانه په چارو کي ګډون ته را بللي او روزني ورکړي دي. هان د طالبانو په واکمني کې هم په ځاي آرام ندي کښينستلي، خپل پټو مبارزاتو ته يې دوام ورکړي او په ټولنه کې ارزښتناک ځاي موندلي دي.
د طالبانو واکمني د ختميدو سره د افغانستان په منځمهال حکومت کې د دولت د رئيس مرستياله ډاکټره سيما ثمر او د روغتيا وزيره پوهانده ډاکټره سهيلا صديق د ټاکنو سره د هيواد و دموکراسي بهير ته ښه زيري ؤ.
د بيړنيو او اساسي قانون په لويه جرګو کې د ښځو فعال ګډون زموږ په هيواد کې نوي بريالي تجربه وه چي د اساسي قانون په لويه جرګه کې د آغلي ملالي جويا لخوا د ښځو د هيلو ږغ پورته کول، په نړي کې د افغانستان د ښځو د حق غوښتونو بيلګه ده.
د آغلي ملالي جويا ږغ ټولو ته څرګنده کړه چي افغاني ښځو پرته د بيري د خپل حق په ترلاسه کولو کې هيڅ کله پټه خوله نسي کښينستلي.
د هيواد په ډليئزي رسنو، د ټولنيز ټولنو او د خير ښيګنو موسساتو په مشرتابه کې د ښځو بر پوره برخه اخيستل او (٤٣) فيصدي راي ورکول زموږ د هيواد په سياسي ژوند کې نوي پړاو دي.
په تيرو اوو کلونو کې د ښځو د ژوندانه د ښه والي لپاره ګټور ګامونه پورته سوي دي يو څه شمير لوي او کوچني ټولني، خپلواکي موسسي، د هيواد د ښځو د علمي او فني پر مختګ او دوي ته د کار امکانات برابر کړي دي.
خو لا تر اوسه ښځو ته د وروسته پاتي جنس په سترګه ليدل کيږي، په کورنيوکې د سوچ، بيان او پريکړي حق ورته نه ورکول کيږي. لا ښځو په خپل اسلامي، کورني او ټولنيزو حقوقو نه پوهيږي.
د ښځو ټولنيز او اقتصادي ژوند ويجاړ پاته دي، په کلو او صحراو کې پخواني دودونه او رواجونه تر اوسه پوري سته چي زموږ د ميندو او خويندو لپاره د زغملو وړندي.
نو د افغانستان ښځي و ښووني او پوهني ته اړتيا لري.
په اوسني اساسو شيبو کې د ټولو ټولنيزو ټولنو او روڼ آندو دنده ده چي د دولت په تمه نه وي او خپله لاس په کار سي او په ټول هيواد کې د ښځو د اقتصادي، کلتوري او پوهي په برخه کې رښتيني بدلونونو لپاره فعال کار وکړي.
ګرانو خويندو!
افغانستان اوس بيا د يوي تاريخي پيښي په درشل کې دي چي هغه د ولسمشر ټاکنه ده چي د دوي ګدون د ولسمشر په ټاکنه کې به ډېر ښه رول ولوبوي.
د ولسمشر په ټاکنو کې ستاسو ګډون په افغانستان کې د دموکراسي بهير لا پياوړي کيږي.
باور لرم چي د ترهګرو، جګړه مارانو او ټوپکوالو څخه زموږ ميندي او خويندي نه بيريږي ځکه چي په تيرو ټاکنو کې د سولي دمنان په خپلو ګواښنو کې پاته راغلل او ښځو بيله کوم تشويشه په ټاکنو کې برخه واخستل، اوس به هم د لوی څښتن تعالي په مرسته په ولسمشري ټاکنو کې به خپلو ناوړو هيلو کې پاته راسي.
ستاسو ګډون، ستاسو بری
ستاسو رايــــه، ستاســو حق
د پېغلي ملالي ږغ
غوږ راته کښېږده اې ګرانه وروره
دا څو خبري دي پر ما پوره
زه يم ملاله ميوند مي کوره
په اور د مينی سوې هر ګوره
په پوه کمال دي ځان بختور که
د جهل تيارې څه سر را بهر که
واک دي د ځان که د زړګي سره
اقتصاد، پوهه دي ښه که دلبره
اټوم دوره ده وا وره خبره
زمانه ولاړه د توري سپره
په اخلاق، پوهه دي بڼ مثمر که
د جهل تياری څه سر را بهر که
د رب راضی يم چي هيله ناک يې
هيواد لوړتيا ته تل په تپاک يې
آرين نژاد يې په تومنه پاک يې
اما افسوس کړم چي لږ بېباک يې
خوب غفلت پرېږده ځان منور که
د جهل تيارې څه سر را بهر که
احتياج دي رفع، آزاد دي ځان که
ډېر سخت مريض يې ژرسه درمان که
صفت حرفت دی په يوه شان که
خلاص له فشاره دي خپل وجدان که
اوس لا ښه وخت دی ځان بهرور که
د جهل تيارې څه سر را بهر که
وګړي ګوره په کومه درومي
پرې کوي هر ځای د جهل لومي
ته لا تيروتی د پلار په نومی
درته نارې کم د زړه له کومي
والوزه هسک سه علم وزرکه
د جهل تيارې څه سر را بهر که
ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږی
دمبارکی پيغام
نېکمرغه دي وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ
فرخنده بادخاطره فراموش ناشدنی هشتم مارچ ،روز همبستگي بين المللي زنان
سويډن – مالمو
د۲۰۰۹ م کلا دمارچ پنځمه
دهيوادپياوړو قهرمانوخويند اوميندو!
تاسو اوستاسو په وسيله دټولي نړۍ تر ستم لاندې اوزوريدلو ښځو ته دښځو دنړۍ وال پيوستون دتاريخي اونه هېرېدونکي ورځي په مناسبت په دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي وړاندې کوو.
ستاسو او دنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې ستم او تبعيض ،تېری اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه مبارزه کښې دزياتو برياو غوښتنه کوو.
دمارچ داتمي تاريخي ورځ ډير پخوانۍ او دردونکی تاريخ لري چي ددې ورځي دياد اودرناوې نه اوس نږدي نهه نوي کاله تيريږي ،خو ددي ورځي ياد دنړۍ دښځودفداکاريو، تلاښونو،سرښندونو اوقربانيو په پايله کي تر اوسه تازه او تل پاتی ساتل شوئ دۍ .
په افغانستان اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي لمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقونړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولنې د ښځو سره د زورزياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له کبله ژوري اندېښنې څرگندو دي .تر اوسه لادقدرت پر سر اودنړيوالوزبرځواکونودنفوذدسيمو
له بدمرغه سږکال بيا هم زموږپه سوځېدلي اوکړېدلي هيوادکي ددي تاريخي ورځي يادپه ډيرو زړه بوږنونکواو
غم لړلو شرايطو کي کېږي زموږ خوندي اوميندي لاتراوسه له اوښکونه ډکوپه سروسترگوناستي اوديوې بلي غميزي انتظار باسي .
درنو اوپتمنو اغلواوښاغلو!
دښځودنړيوال پيوستون ورځ نږ دې ((۱۵۲)) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .
دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دنړيوال یيوستون د ورځی په نامه ياديږي په يوشمير هيوادوکې دغونډو جوړولوياد تازه کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لاتراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده پر هغو غونډو چي ددې تاريخي ورځي په وياژ جوړېږي دپوليسواووسله ولو ځواکونوپوسيله حملې کيږي .له بده مرغه په يوشمير هيوادوکښي ددې ورځي يادپه مناسبت دغونډو جوړول کدغن شوئ دي .
په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې ښځې اوپېغلي په يوزيات شمير هيوادوکي په لويه کچه دډيرو اقتصادي ،سياسي ،فرهنگی اواجتماعي ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي اوس چي دادی يويشتم پيړۍ پيل سوېده خوښځه لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری کي راځی اوکله ناکله هغې ته دحيوان په سترگه کتل کيږي .
داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي مرستودنشتوالي له امله خپل اويا دماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی ۲۵ په سلوکې دخوراک هيڅ توکی نلري او۵۰ په سلوکي يوازي دژوند ددوام لږ خواړه ترلاسه کولاي سي .اوپه نړيواله کچه تر ۶۰ په سلوکې زياتي ښځی دسوادله نعمته محرومي ،په توروديوالوکي شپې او ورځي سباکوی .
په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي . همدا اوس په عراق ،افغانستان ،فلسطين اويوشمر افريقايي او اسيايي هيوادوکي هر ورځ ميندي اودهغوي ماشومان دجگړي داورپه لمبوکي سوځي .
په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيو دود اودستور هره ورځ په خپلو منگلوکي رانغاړی .
زموږ په هيواد کې دعنعنو اوعقيدوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له سياسي ، اجتماعې ، فرهنگې آزاديو او حقو قو څخه محرومي دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو مقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي.تر اوسه ښځه دکور بندي او لکه غلام په بدو کې ورکول کيږي جرم نارينه کوي ولي جزائې ښځه ويني .
دښځوپه مقابل کي زورزياتی ،دوسله والوکسانولخوا بې شمېره تجاوزونه ،په زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلو ورکول ،خرڅېدل ، وهل ،ټکول ، ښونځيو اوکار ته نه پريښودل ،دټولو انساني او اسلامي نورمونو خلاف وړې ماشومي انجونې (( ۷۰ )) کلن سړي ته په نکاح کول ،له ښوونځيونه دماشوموانجو نورا گرځول ،دښونځيو سو ځېدل اوښوونکو وژل ،دکارپه ځايوکه دښځوتوهين اودهغوي نه نارواغوښتنې ،په تلويزيون کې دښځوراڅرگنديدل اوسندروويلوسره مخالفت دښځواوکل کښي دبشردحقوقواوبشري عدالت په وړاندي بربنډ تېرۍ بلل کيږي .
زموږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو، دقامونو پر مشرانو،پوهانو سياسي گوندونو ،فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو اوجرگواوډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړي ترڅو خپلې لوڼې په کم عمر کې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی .پرېږدي چي زمور پېغلي اواجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابر ونده واخلي اودښځوسره نارواکړنوته دپاي ټکی کښېږدي .
موږ دهغوغيرتي ښځوددغه وړانديزسره چې ((له ولسمشرکرزی نه ئې غوښتی وه ،هغه کسان دې په سخته سزا ورسوي کوم چې خپلې لوڼې په کم عمر کې ودونو ته اړ باسي اوياپر ماشومانو جنسی تېرۍ کوي .)) خپل کامل ملاتړ اعلانوو .
پر ولسمشراودولتي اړونده چارواکو ږغ کوو چې په وعدو اوزاريو ددې هيواد دپوره نيمايي وگړو حق نشي تر لاسه کېداي ،له دې ناورين څخه دخلاصېدولپاره دقانوني لاروچاروسنجول ئي دحل اساسي لاره بولو .
دادی پسله اته کاله پدې کوچنۍ هيواد کې چي نږدې ((۴۱)) هيوادونه تر ((۶۵)) زروپوځیکسانوپه شتون اودميليار ډونوډالر وپه لگښت سره ونه توانېدل زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه افغاني ميرمنې اوپېغلې له دغونا خوالواوزورونو نه نجات ورکړي . زموږ په باورکوم عادي اوسربېرن تغيرات چي دهيواددلويوښاروپه مرکزو نوکښي دښځوپه ژوندکښي راغلي کېداي سي يوازي په دولتي تبليغاتو کي له هغه نه استفاده وسي نورئي زموږ دولس اودهغه جملې دښځو کوم درد نه دی دواکړی .
هغه څوک چي په رښتيا دهيواد ودانولواوافغانانو دسوکالۍ سره علاقه لرې دبنسټپالواډيالوژي گانو،عقيدو اوښځو سره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پر ضد مبارزه يې سپيڅلي دنده ده .
افغانه ښځه بايد دمنځنيوپېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه، سپيڅلي، افغاني اومسلماني په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه فعا له او برابره ونډو واخلي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه افغان چاروکواونړيوالوسازمانونوته وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وکړی .
موږپدې باوريو ي چي په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلندکيږي ،دهغوي پر انساني حقوقو تيري يوه معمولي بڼه اختيارکړېده،په افغانستان کې دافغاني ښځودژونداقتصادي،سياسي، اجتماعی اوفرهنگی زورونکی حالت خپلو ورستيومرحلوته رسېږي .که دغه حالت ته ژوره اوجدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکې اونه جبرانېدونکي وي .
موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مباره کی په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه اونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه خپل ملاتړ په کلکه اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .
ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
زنان افغان در سایه دهشت وسیاست اثر خانم راوی اکبر
انجینیر فضل احمد افغا ن کانادا
تاریخ27فبروری 2009م
عنوان فوق اسم کتابی است که به همت خانم با استعداد افغان ما بزبان غیر مادری یعنی انگلیسی به قطع وصحافت زیبا در سی فصل ویکصدوهشتادو هفت صفحه در قید تحریر در آورده شده و اینجانب را مفتخر به اهدا ی آن نموده اند.
این کتاب سیاسی – تاریخی و بیانگر عنعنات –فرهنگ- کلتور و رسم ورواجهای کهن افغانی با زیبائی ها و نواقص آن با دسایس شوم خارجیان و غلامان حلقه بگوش شان در مادر وطنش میباشد و نیز سیع بعمل آمده با بیان یک سلسله واقعیتهای شرین وتلخ تاریخی اثرات واقعیتهای تلخ آنهارا در زند گی فردی – فامیلی و اجتماعی افغانها مخصوصآ طبقه نسوان بیان داشته و خود را بحیث یک خانم افغان که از ایام طفولیت الی امروز در دوره های مختلف زندگی دستخوش حوادث نا گوار ونا میمون رسم ورواجهای کهن و مغایر تمام نورمهای انسانی وبشری بود گرد یده معرفی و ناملایمتی های روانی زندگی اش را که در طول عمر عزیز به گوشت – استخوان – پوست و عمق شرائین خود احساس و لمس کرده بیان بدارد.
آنچه در این اثر قابل اهمیت است که این خانم نیرومند با استفاده از صبر وشکیبائی علرغم فشارهای روانی با مشکلات زیاد وغیر قابل تصور دست وپنجه نرم نموده. حیات خود وفرزندان خود را از شرایط د شوار زادگا اش نجات و به مهد به اصطلاح د یموکراسی وآزادی یعنی امریکا برسا ند اما خانم با احساس و بادرد. که نزد ش تنها درد های شخصی موضوع بحث نبوده در جلاوطنی نیز آرامش نگرفته در آتش رنجها و دردهای خود وهموطنان خود خاصتآ زنان افغان در سی سال اخیر نیزسوخته و تلاش نموده که بنا بر عواطف انسانی دردها وآلام خواهرا ن افغان ودیگر اعما ل غیر انسانی تحمیل شده خارجیها را برافغانها در نبشته ها – سروده های شعری- نقا شی و اثر اخیرخود که بنام افغا نستان در سایه دهشت و سیاست است منعکس سا زد وهمچنان چهره های پلیدی تعدادی از خائینین – جلادان و وطنفروشان سی سال اخیر را که از کا سه های اغیار آب نوشیده اند و جنایات دور از تصور انسانی را در مقابل مادر وطن- هموطنان و زنان افغان انجام داده اند و میدهند با جرئت تام برملا وافشا نماید.
من در حالیکه از اهدای اثر پر بهائی خانم عالیه راوی اکبرعرض سپاس و شکران میکنم از بارگاه الهی برای خودش و اعضاء فامیلش آرزوی صحت و خوشبختی میکنم و خواهش میکنم که اثر خود را جهت مطالعه تعداد ی از داکتران روانشناس افغانی و غیر افغانی نیز ارسال و نظریات بیطرفانه و سودمند شانرا طالب شوند. به آرزوی موءفقیت بیشتر..
خداوند نگهبان ومددگار.
دښځي دنړیوالي ورځي په مناسبت
داکتر عبدالوحید احدی
د لوی څیښتن هغه پیدایښت چی هغه ټولی دنیا ته د هغه سپو ړمی مثال لری چی نه توری ورییځی، نه تور تندردهغه رڼا اووړانګی پټولی شی،هغه پیدایښت چی هغه د ټولی نړی تیر شوی او ژوندی پوهان اوفلیوسوفان په خپلو مهربانو غیږوکی روزلی او لوی کړی دی،هغه پیدایښت چی هغه دانسان لپاره ارامتیا او هوسایی ده،هغه پیدا یښت چی هغه په میاشتو میاشتو خپل د خوب خوږی شیبی په بی خوبی تیری کړی،هغه پیدایښت چی هغه د هر کور رڼااوچراغ دی،هغه پیدایښت چی هغه ټول بشریت پخپله غیږ کی زنګولی دی،هغه پیدایښت چی دهغه په نشتوالی که ژوند هیڅ شتون نه لری،هغه پیدایښت چی په هغه پسی د ټولوانسانانو پلار(باباادم ع)کلونه کلونه ستړی او سرګردانه ؤ هغه ښځه ده
هو هغه ښځه ده.