كوټـــه : ناپېژاندو وسله والو دوه تنه ووژل
خان زمان کاکړ
د كوټي په ښار كې ناپېژاندو وسله والوله خواپر دوو تنو ډزي سوي او وژل سوي دي
د جنو بي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي پر اربا كوم خان روډ باندي د ناپېژاندو وسله والوله خواپر دوو تنوچې په موټر كې يې سفر كاوه ډزي سوي او وژل سوي دي
وسله وال د پېښي له ځاي څخه په تېښته بريالي سوي او پوليسو د وژل سويو كسانو مړي د بولان په نامه دولتي روغتون ته رسولي دي
د پوليسو له خوا په وركړل سوي خبر كې ويل سوي دي چې د وژل سويو دواړو كسانو تعلق له كوټي سره دي
له پېښي وروسته د سيمي خلك د روغتون مخي ته راټول سوي او د كوټي په سيمه كې يې د ناامنۍ پر ضد احتجاجي مظاهره كړې ده
«
زېری – کابل |