ولسمشر كرزى تهران ته ځي

34 | مارچ 9th, 2009



د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي چي افغان ولسمشر به ډېر ژر اېران ته په سفر ولاړ سي.
د ولسمشر كرزي د سفر موخه په تهران كي د ايكو د اقتصادي سازمان په غونډه كي ګډون وكړي.
د ايكو سازمان د افغانستان پر ګاونډيو هيوادونو سربېره د سيمي د لسو هيوادونو څخه جوړ سوى دئ، چي د تېر كال غونډه يې د افغانستان په هرات ولايت كي جوړه سوې وه.


د ايكو سازمان په غونډه كي به د افغانستان د بيا رغوني په چارو كي د دې سازمان ونډه اخيستل وڅېړل سي، همدا راز به په دې غونډي كي د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړى استازى كاى آيډي هم برخه واخلي.
تمه ده چي ولسمشر كرزى به د اېران له چاواكو سره د افغانستان او اېران د سياسي، اقتصادي چارو او همدا راز په اېران كي د افغان مهاجرو پر ستونزه هم وږغېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024