کور / تازه خبرونه / ننګرهار:ایتلافي ځواکونو پينځه تنه له ځانه سره بوتلل

ننګرهار:ایتلافي ځواکونو پينځه تنه له ځانه سره بوتلل

د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ د مرکي خېلو له کلي نه ايتلافي ځواکونويو تن قومي مشر ملک محمد حسن او څلور تنه نور ولسي خلک دشک په تور له ځانه بيولي دي. د ننګرهار چارواکي د دغې نيونې پخلې کوي، خو په ختيځ کې ميشت اتیلافي ځواکونه بيا وايي دا کار دوی نه دی کړی او کیدی شي له بګرامه راغلو ځواکونو دغه خلک له له ځانه سره بيولي وي. د ملک حسن کشر ورور شيرحسن کمالزی وايي دغو ځواکونو تېر کال هم د دوی د کورنۍ ځيني غړي له ځانه سره بيولي وو، چې بيا يې بېرته راخوشې کړل او له دوی نه يې رسمي بښنه وغوښته. دسيمې خلک وايي که ايتلافي ځواکونه همدغه راز خپلسري عمليات ترسره کوي،نو کیدی شي تاوان ورته وکړي.