کور / کیسه / د شنه زړوكي پېڅكه

د شنه زړوكي پېڅكه


دژمي سر و ، واورى لانه وې پرېوتى خوهوابى دركه سړه وه .  دلالي بابا دزړى اوبى دروازي كوټى وره ته يو نيمځالى، خيرن سپين پلاستيك پروت و،اوسره له دى چى دپلاستيك پرلمن دوه درې پخي خښتى ايښى وي خو بياهم بادپه ځاى نه پريښوده اوپه زوره زوره يي رپاوه .
لمرتازه ختلى و، لالى بابا دكوټى مينځ كى نغرى ته ناست و . مخامخ يي ورته تكه سره سپينه ځوانه نږور اوترڅنګ يي اوه اته كلنه لمسۍ (( نجيبه ))هم ناسته وه .
  لالى بابا پداسى حال كي چي لاس يي رپيده دچايوپياله يي ورو ورو له شونډوتر ځمكي ورسوله . يوه شيبه دنغري تت انګارته ځيرشو، بيايي دكټ خواته وكتل اوخپلي نږورته يي وويل ، هلك خودشپي نارامه و، نږوريي وويل ،هو،  ټوله شپه ټوخيده ، څوكاشوغي جوشانده مي وركړه  ،  هغي سره يي ټوخي ودريد …  ويده دى .
بابا غلى شو، اوشيبه وروسته يي وويل  :
  عسكروويشت ، طالبانووويشت  اوكه امريكايانو ، خورانه يي واخيست ، هغه بيرته نه راځي ، دعاورته كوه ، اله دي اووه واړه جنتونه وركړي
بيايي پورته وكتل اوپه لږشان لوړاوازيي وويل ، زمازوى خوچيرى په ميږي هم پښه نه وه ايښي ، چاچي راسره داظلم كړى دى ، خدايه ته ورته جزاوركړي . له همدى سره يي سترګي ډكي اونوريي څه ونه ويل .
دلستوڼى په څنډه يي دسترګواوښكي وچي اوبيايي په ډيره نرمه اومهربانه لهجه نږورته وويل :
لورې! ځواني دې ده ، خلك دې غواړي ، حقه لارده ، يونيك سړي سره نكاح وكړه ، غاړه به مى خلاصه شي .
  نږوريي په ژړغوني غږ وويل :
بابا خداى مى دې حياوساتي ، تاپه دى حال كې چاته پريږدم ، خلك به څه وايي ؟
اوپداسى حال كې چې پركټ پروت ماشوم ته وكاته زياته يي كړه ، لمسي ته دي دعاكوه . په همدي سوال وجواب كي دواړو وژړل .
له دي وروسته بابا يوكوږلرګى چي دامساكاريي تري اخيسته ،  راواخيست ، په ستميدو ستميدو پرى ودريد اوخپلى لمسى ته يي وويل :
   نجيبى بچۍ !
ناوخته كيږي ځان تياروه چي برچوك ته لاړشو ، هلته ګڼه ګوڼۀ ډيره وي موټرپكي ځنډيږي ، دجمعى شپه ده ، خداى مهربانه دى ، خپل نصيب خوبه راوړو. موريي ژر پورته شوه ، دخپلى لورزړوكى يي ورسم كړاويو پلاستيك يي هم وركړ اوورته يي وويل :
  ځمكه يخه ده ، دباباپښى دى خوږيږي ، دابه ورته وغوړوي چي پرى كيني
همدي سره بابا دنجيبي په اوږو لاس كيښود اودبرچوك لاره يي ونيوله
شيبه وروسته برچوك ته ورسيدل ، نجيبى ورته دسړك پرڅنډه پلاستيك وغوړاوه اوباباپرى كيناست .
      په چو ك كي رښتيا چي دموټروګڼه ګوڼه زياته وه . بابا په كمزوروسترګوموتران څارل ، كوم يوبه چي لږڅه وروشو . نجيبى به ورمنډه كړه اودخپل زړو كي په پيڅكه به دموټردښيښي په پاكولو لګيا شوه ، ځيني موټربه نه ودريدل ، اونجيبى به ورسره يو ټوټه منډه هم كوله . چابه څه وركړل ، چابه تري ځآن پسى ښيښي پورته كړي ،  څوك به ورته وغوريدچي مه كوه ښيښه داغي كيږي  اوچابه  ترى ګيرولګاوه .  چابه چي څه وركړل ، هغه به يي ژر په بابا سپارل . اوبابابه ورته همدا ويل ، بچيه احتياط كوه چي كوم موټردي خوږه نه كړي .
له سهاره ترمازديګرتيره پوري دسړك په دواړولورو ، په څلورپنځه كتارونوكي په زرګونه موټرتيرراتيرشول ، اونجيبه ددغوټولو په مينځ  كي  ستړى ستومانه ،په خاورواوګردونوليته  پيته ، كله ورو كله په منډو او كله په تيندكونو واوښته راواوښته .
ماښام نږدي شواويونيم موټرڅراغونه  هم ولګول . بابا نجيبه  له ورايه څارله ، كله كله به ترى دګردونواودموټروپه لوخړوكي پناهم شوه ، خو ورغږبه يى كړ : بچيه  راووځه ، ناوخته كيږي .
 نجيبه دموټروپه ګڼه ګوڼه كي ژر ژرتاويده راتاويده ، چيري به يي دموټروپه بمپرونوكي لمن  اوچيري به يي ددروازو په اړخنوښيښو كي دزړوكي څنډه ونښته ، خوځان به  يي ترى خلاصاوه .
       په همدي هلوځلواوكشمكش كي ددى زړوكى غاړىته راورسيداودغوزانوقدرته وړى وړى سيني يي د زوړاونازك كميسه په ټټركي بوټي راووتى .دځان اوكالوپروايي نه كوله خوكوښښ يي كاوه چي   ځان باباته ورورسوي
په دي وخت كي دبابا له نظره ووته ، پورته شوه اوبيايې ورغږكړ ،
نجيبي بچى ، چيرى يي ، پام كوه ، ژركوه ،  راووځه . خوهرڅومره يي چي سترګي واچولي ، ويي نه كته ، وارخطاشو ، ودريد دموټرودګڼى ګوڼي مينځ ته ځيرشو ، بيا يي كوزى خواته وكتل ، هلته يي هم  ترسترګو نه شوه .خو چې برى خواته يي وكتل ګوري چي دتوروښيښو يوموټر په ډيره بيړه دنوروله كتاره ووت ،  ددروازى دلاندي څنډې  څخه يي دشنه زړوكي پيڅكه راوتلي اودسترګوپه رپ كي له چوكه واوښت .
باباچيغي كړي ، دخداى لپاره لمسى يي را يوړه  ، هلې مخه يي ونيسى ،
خلك پرى راټول شول ،زوږاوچيغى شوى، څوك … چا…څنګه … ولي …
 خـــــــــــــوخبره لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه خبرى تيره وه .

پاى .

۲۳-۷-۱۳۸۷
كابل وزيراكبرخان مېنه


.