کور / تازه خبرونه /  خوست كې نهو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

 خوست كې نهو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

 


د خوست په يوه سرحدي سيمه كې د يوې بمي چاودنې له امله له ناټو سره د همكارو افغان ځواكونو نهو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بم چاودنې دا پېښه نن له غرمې وړاندې  د خوست ختيځې ډېورېنډ پولې ته څېرمه د ډبګې په نوم سيمه كې شوې.
خوست كې د بهرنيو ځواكونو يوې پوځي سرچينې وويل، چې د كمپاين ځواكونو يو پايكپ موټر، چې د لويې لارې پر سر روان ؤ، په يوه ځاى پرځاى شوي ماين والوځول شو او له امله يې سپاره اووه سرتيري ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
كه څه هم تر اوسه د دې پېښې مسؤوليت چا پرغاړه نه دى اخېستى، خو له دې وړاندې هم د وسله والو طالبانو له خوا د خوست ښار او ډېورېنډ پولې په بېلابېلو لارو كې د يادو ځواكونو پر موټرونو مخامخ بريدونه او بمي چاودنې شوې دي.
د كمپاين په نوم، له ناټو سره همكار دغه ځانګړى ځواك د پوليسو او آن اردو په پرتله مجهز ګڼل كيږي او د ځينو سرحدي تاڼو، پوستو او هوايي ډګرونو د ساتنې ترڅنګ ډېر كله له بهرنيو ځواكونو سره په پوځي عملياتو كې اوږه په اوږه برخه هم اخلي.