کور / تازه خبرونه /  درې ولاړ موټر په بمونو والوځول شول

 درې ولاړ موټر په بمونو والوځول شول

وسله وال طالبان وايي، چې د خوست مندوزيو ولسوالۍ په يوه كلي كې يې د يوه ژباړن د كور مخې ته درې ولاړ موټرونه په بمونو الوځولي دي.


دا پېښه د خوست ښار لويديځ ته د مندوزيو ولسوالۍ د درناميو په كلي كې شوې ده.
د سيمې ولسوال دولت خان قيومي وايي، چې د تېرې شپې درې بجې مهال  دغه پېښه د يوه كور له درو، يعنې  سراچه، كرولا او هېنو موټرونو سره شوې.
ده وويل، چې  هماغه مهال يې سيمې ته امنيتي پوليس ليږلي، خو تر اوسه يې په تور څوك نه دي نيولي.


ځايي ولسوال وايي، چې كيداى شي دا پېښه د كومې شخصي تربګنۍ له مخې شوې وي.