کور / تازه خبرونه /  يو بهرنۍ سرتېرى ټپي شو

 يو بهرنۍ سرتېرى ټپي شو

وسله وال طالبان وايي، چې د خوست پر صبريو ولسوالۍ يې د لسګونو توغنديو بريد كې بهرنيو او افغان ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو ناټو او ځايي چارواكي وايي چې د مخامخ او هوايي بريد په پايله كې يو بهرنۍ سرتېرى او دوه ځايي اوسيدونكي ټپيان شوي دي.


طالب وياند ذبيح الله مجاهد خوست ميډيا سنټر ته ويلي، چې جنګياليو يې تېره شپه د صبريو ولسوالۍ پر ودانۍ له شلو زيات توغندي توغولي او هلته مېشتو بهرنيو او افغان ځواكونو ته يې نامعلوم شمېر مرګ ژوبله اړولې ده.
په خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر مني، چې پر ولسوالۍ د لسګونو توغنديو بريد شوى، خو دوى وايي چې چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د ځواكونو په وينا هوايي او پليو ځواكونو يې له بريد وروسته توغندي ويشتونكي كسان تعقيب كړي او د وېشتو له ځايه يې د يوه هاوان پر راوړو سربېره داسې يو كور هم كلابند كړى، چې د شكمنو كسانو د ورتلو شك پرې كيده.
ناټودا هم وايي، چې له ياد كور څخه د دوى پر ځواكونو د وړو وسلو بريد شوى او له امله يې يو بهرنى سرتېرى هم ټپي شوى دى.
د سيمې ولسوال ګل قاسم جهاديار وايي، چې د ناټو پوځي چورلكې د محاصره شوي كور حجره په نښه كړې او دوه تنه يې پكې ټپيان كړي دي، خو د ولسوال په خبره نه ده معلومه چې ټپيان كسان وسله وال طالبان دي او كه د سيمې عام خلك.
صبري د خوست په شمال ختيځ كې له مركزه نېږدې دېرش كيلومټره ليرې پرته پراخه ولسوالي ده او د دغه ولايت په كچه پكې د تاؤتريخوالي پېښې زياتې كيږي.