کور / کیسه / دکوچي ځواب

دکوچي ځواب


      دچک چکو اوازونه ډیر ترلیرې پورې رارسیدل ، خورا نارې اوشپیلي ووماویل ځه بیا به کوم واده یا دولتي مراسم  وي ځکه دعبدالله مقري اوداودحنیف اوازخو به هره شپه یا یوه شپه وروسته زما ترغوږو رارسیدو .په کابل کې دارواج دی چې دمشاعرو، پروګرامونو ،شخصي اودولتي مراسمو په پای کې هرومرو ټنګ ټکور وي .زه په همدې چرت کې وم ،چې شور اوولولې وارپه وار پسې زیاتیدې زما دزړه تپاک هم زیات شو لاپسې ورڅک شوم لاړم دخپلې کوټې کړکۍ ته نږدې دکانټنیټل هوټل په لورې غوږ اوسترګې شوم ، یو پنځلس دقیقې به چک چکې شور اوولولې غلې شوې ، بیرته به پیل شوې،ماله ځان سره له دفتره ډیر کار راوړی ووچې باید بشپړ کړی مې وای ، ښه زړه مې کیده چې باید اوس په کانټینینټل کې وای چې څه لوبه به وي ، خوبیا مې ځان ته ډاډګیرنه ورکړه ځه سبا به له بڅرکي څخه په دفتر کې پوښتنه وکړې دهغه کور کانټنینټل هوټل ته بیخې نږدي دی .

      سبا دفتر ته لاړم ګورم دبڅرکي سترګې تکې سرې دي ته وايې ټوله شپه یې شب ګیر کړی . مخکې له دې چې زه یې وپوښتم دی په خپل سر راته ګډ شو،یاره پرون ټوله شپه مې لکه تیره کړې ډیریو زړه راښکونکی کار وودايتلافي ځواکونو  اوکورنیو چارود وزارت لخوا یو پروګرام جوړ شوی و چې څو ورځې اوشپې به دوام ولري. په دغه پروګرام کې دهیواد له ګوټ ګوټ څخه ځوانان راغوښتل شوي دهیواد دامنیت په هکله ورځنې پوښتنې کیږي، دهیواد دځوانانو ځوابونه اوسپارښتنې اوریدل کیږي .

خوازک بې واره پرې ور بړچ وهل یاره ! 

نودادومره چک چکې اونارې دڅه لپاره وي ؟ بڅرکی وموسید ورته یې وویل هو ساده ګله چابه چې ښه اوپه زړه پورې ځواب ورکړ نو ټولو به ورته چک چکې اونارې کړي .ځینې ځوانانو خو داسې ځوابونه ویل چې ناستو افغانانو خو بیخې ځان نشو کنترولولای ،سپین ګیرو رییسانو ویل مونږ خو فکر نه کاوه چې زمونږ نوي ځوانان به دومره تکړه اوباجراته وي .

       دډیرو بهرنیانو په ټنډو خولې راماتې وي داسې څه یې واوریدل چې دوی یې هیڅ توقع نه درلوده . خوازک  ورته وویل چې داسې ده نو نن شپه زه هم درسره ځم . بڅرکي دهوکې په مانا سرورته وښوراوه . بڅرکی ترې روان شو یو څو ګامه وړاندې ولاړ بیرته راتاو شو په خوازک یې غږکړ ګوره په یو شرط زه درسره ځم چې ورانی به نه کوې، هسې نه کومه ډنډوره جوړه کړې ځکه ستا زړه هم دوطن چینجي ډیر څټي . ملي ګټې ،ملي یووالی اوځمکنۍ بشپړ تیاډیر یادوي په دې شیانو خودې زما ماغزه په دفتر کې راخوړلي. خوازک ورته ویل سمه ده .

      خوازک ځان ښه سوټ باټ کړی وودشپې له بڅرکي سره دانټرکانټینینټل هوټل په لور  وخوځیدل دهوټل دکانفرنسونو تالار ته په ننوتلو سره سم یې سترګې په غوړو ، غوړو پیغلو ولګیدلې،بڅرکي ته یې غوږ ورلنډ کړ یو خو زه له دغه کارډیر ځوریږم چیرته چې دخارجیانو پروګرامونه وي زمونږ ډلې ډلې جینکۍ پکې تاوراتاوکیږي . ښي لاس ته راتاوشول ددریم کتار په منځ کې کښیناستل . یوه ویانده راولاړه شوه دلاسپیکر مخې ته ودریده ويې ټنګاوه یک دوسه ، یک دوسه برادران وخواهران حاضر درتالار ،پروګرام عنقریب اغاز میګردد چوکې های تان را اشغال کنید.

      دتالار بلې خواته بل ویاند راپاڅید په خبرو یې پیل وکړ: دلوی اوبخښونکي خدای په نامه، ټولو اغلیو اوښاغلیو پروګرام پیلوو. دپروګرام په دې برخه کې وار زمونږ کوچيانو وروڼو ته رسیږي .د کوچیانو له ډلې له ښاغلي رڼک څخه هیله کیږي ترڅو سټیج ته راشي او پوښتنې ته ځواب ووايي:درڼک له راتګ سره سم دتالار دبلې خوا له لاسپيکر څخه دویاندې اواز راووت: از محترم ډیویډ ویلسن نماینده ارشد ناتو درافغانستان خواهش می کنیم تاسر ستیج امده سوال خود مطرح کند.

      رڼک دې سورمخي بهرني ته ځیر ځیر کتل، ویلسن سټیج ته راغی ترڅنګه یې یوه ښویکۍ ژباړونکې هم ودریده .ویلسن په انګلیسي خپله پوښتنه وکړه ژباړونکې دویلسن دخبروله بشپړیدو سره سم وویل : سوال طوری است که امن ترین منطقه افغانستان کدام است؟ رڼک اخوا دیخوا کتل په پوښتنه پوه نه شو. له لومړي کتاره یو سپین ګیری جنرال پورته شو دګوتې په پورته کولو سره یې دخبرو اجازه وغوښته نوموړي رڼک ته وویل :زویه پوښتنه داسې وه چې دافغانستان ترټولوامن ځای کوم دی؟ رییسان دکورنیوچارو وزیر اومرستیالان یې ډیر هک پک وو چې داکوچی هلک به اوس څه وايي؟

      رڼک غاړي تازه کړي لږ ساعت غلی ووبیا یې سترګې راپورته کړي سترګې یې له اوښکو ډکې ،غریو نیولی وودهماغه بهرني لورته یې مخ کړویې ویل، دافغانستان ترټولو امن ځای زمونږدکوچیانو کیږدۍ وې، دافغانستان په تاریخ کې چا زمونږه کیږدۍ نه وي تالاشي کړي . په ګوته یې مخامخ ده ته اشاره وکړه ،چې تاسو راغلی زمونږ کیږدۍ هم ناامنه شوي اوس زمونږ کیږدۍ هم ناکراره دي اوتالاشي کیږي . نوریې سټیج پریښود اوخپلې چوکۍ ته لاړ، ټول دتالار خلک په پښو ودریدل اوتر ډیر ه یې ده ته چک چکې وکړي .

۱۰ فروري /۲۰۰۹ کابل ،افغانستان



A female American soldier frisks Afghan women at a village during Operation Deliberate Strike, some 40 miles north of Kandahar. The mission involves hundreds of U.S. troops on a sweep through southern Afghanistan to counter operations by the resurgent Taliban and allied groups (Monday, May 19, 2003)  Source: Kamal Kishore – Reuters