اوباما په افغانستان کښي د طالبانو سره خبرو اترو ته حاضر دئ

د لراوبر اداره | مارچ 11th, 2009


د الماني ورځپاني ویزه کوریر  څخه  نیټه د ۲۰۰۹ کال د مارچ نهمه  


واشنګټن : . په  افغانستان کې  کړکیچونو حالاتو ته په ګتو سره، چیر ته چې د کرزی لودیز پلوه حکومت خپله اغیزه په ډیر بیړنې  ډول له لاسه ورکوي . سپینه ماني اندازه اخلي چې په خپله تګلاره کې بدلون راولي .

د امریکی ولسمشر بارک اوباما په یوه پروني مصاحبه کې چې د نیویارک تیمز ورځپانې له خوا خپره شوه. وویل . د پخولاینې بهیر په چوکاټ کې موږ تیار یو د منځلاري ځواکونو او  طالبانو سره خبري اتري وکړو.

دغه خبرو اترو ته مخکښه لار ه باید  د امریکایې څلور ستوري جنرال دیوید پطروس له خوا  په  ۲۰۰۶ کال کې د سوني قومی مشرانو سره په لودیز عراق کې  خبري اتري تر سره شوي ، یوه کړنلاره وي .

هلته مخالفینو د امریکایي پوځونو یا ( جي ائ ) سره  ډیر ټینګ مقاومت کاوه، په څو میاشتو کې دوی خپلو مرچو ته بدلون ورکړو او د امریکایې سرتیرو سره  یو ځای د خپل ګډ دښمن پر وړاندي وجنګیدل ـ د مذهبي توندلارو القایده سره .

دغه تکتیک یو کلک ګوزار وو چې په دغه هیواد کې سبات رامنځته شو .

  واشنګټن په هندوکش کې همداسي یوه هڅه غواړي وکړي ، چیر ته چې اټکل وه کال وړاندي طالبان په کابل کې له واکه وشړل شول .  د بیا زیږیدلو ،  نوي ژوند  یا   رنیسانس  جشن  ولمانخي .

اوباما وایې ، که دوی ( طالبان ) له جنرال پطروس سره  خبرو ته کیني .  دې   دغه لار ه د بري یو ه برخه په عراق کې هم ګني، که چېرته موږ خلکو ته لاس اوږد کړو ، کومو ته چې موږ د اسلامي  بنسټپالو  په اند ګورو . او هغوي تیار وه ، چې له موږ سره یو ځای ګډ کار وکړي .

په هر صورت افغانستان کې حالات نوره کړکیچن او ناوړه بڼه لري .  هلته له یوې خوا یو کمزوري حکومتي اداره او له بلي خواد قومونو او قبایلي سیستم سره تړو لري . دوی ( افغانان ) خپل  ستر ارزښت خپلواکی ته ورکړي دی او تل  خپل منځي ژوري  اړیکي لري . 

اوسني قدم  د افغانستان د نوی استراتیژي  یوه برخه ده چې  اوس سپینه ماڼي او پنتاګوڼ پری کار کوي . چې تر اوړي  پوري ۱۷۰۰۰ امریکایي سرتیري دغي جګړه  ځپلي هیواد ته ولیږدول شي . د ۳۶۰۰۰ پوځیانو سره چې  هلته موجود دي یو ځای شي .

برسیره پر ې دوی د ولسمشر حامد کرزی   څخه په واټن کې دریږي . ولسمشر د بوش اداري پر مهال  داسلامي نړۍ یوه مخکښه سیاسي څیره و.  اوس د باما اداره دې  ته  د اداري فساد او  بې کفایتي  څیري په څیر ګوري .

د  نیویارک تیمز ورڅپانې پوښتنه ،  ایا متحده ایالات   به د دې په اند  جګړه  په افغانستان کې وګتې ؟

او باما په  یو لنډ ځواب کې وایې   : نه  .

واضع ده چې کله او څنګه د چا له لاري له طالبانو سره خبري اتري وشي . که دا خبري  په پټه کې ترسره نشي . 


همدا خبریال په یوه شننه کې بیا لیکي د اوباما سیاست په افغانستان کې  


په مړو کې شمیر ل شویو سره خبري اتري

څوک چې  په جګړه کې نه شي ماتیدلي ،هغه سره باید خبري وشي . دا یو زوړ درس  اویوه  تجربه ده  چې انګریزي امپراتورې   زده کړی ده . په خاص ډول په ورستي پړونو کې ،  کله چې دوی د اسیا او افریقا څخه د په شا تګ جګړي   کولي . دوی د مقاومت هري کچې سره په میز کې خبرو اترو ته کیناستل .

په افغانستان کې بارک اوباما غواړي له طالبانو سره خبرې اترې وکړي . په ساده ډول باید وویل شي، چې لودیز  متحدین نه شي  دوی  ماته ولي او ګټلي  . او ښایې چې هیچ وخت به دوی ونشي کولاي وګټلي .                                    په هر صورت په پوځي ټوکو او ډګر کې به دا لار نا شوني وي .

په اصل کې دوی په مړو کې ګڼل شوی وو،دا د تیږي مهال بڼسټپال چې ښځي یې د بورکو  لاندي کړي ، د نجونو  زده کره مخه یې نیوه او ښځي یې د ښوونځيو  څخه منع کړل شوي . موزیک یا ټنګ تکوری  یې بند کړو .

د یولسم د سپتمبر د پیښي څخه ورسته امریکایانو دغه د قران کریم بڼسټپال محصلین  په کابل کې له واکه لري  کړل . طالبان داسي ښکاریدل لکه د تاریځ پاڼو کې د لاندنيو کرښو یوه کرښه وي .

اوس دوی داسي ځواکمن دي لکه د ۲۰۰۱ کال  د یولسم سپتمبر  څخه په مخکې .

جورج دبلیو بوش د عراق د جګړې له امله دغه هیواد یې له سترګو پناشو او ویبایلو  . په دغه هیواد کې یو وخت اوسامه بن لادن خپل ترهګر ي ډلي ته پوځي زده کړي ورښودلي . دغي تیروتني اوس سخت بدل واخیستو .

دا مذهبي جنګیالي داسی مالومیده چې ختم دي . دوی دغه خلاٌ  ډکه کړه ، او اوس ځان  د پسرلني  یرغلونو ته چمتو کوي .

د اوباما پیاوړتوب په دې کې دی چې حالاتو ته داسې  ګوري چې څنګه دي . ځان باید ګرم ونه ګني ، ایدیالوژیګې  تیزي خبري دي څنګ ته کښیږدي .

دجمهور ریس  بوش په سري سترګیو کې  د نړې ته نه ګوري، دغي سړې د امریکې  اقتصاد یې هم سم و نه انګیره او زیانمن یې کړو لکه څنګه چې د افغانستان مخ په خرابیدو  حالات یې را منځته کړو .

دغه نوې سړې سم پوهیږي چې د کابل او کندهار په لویه لار کې پر دې څه راتلي شي . یو دویم ویتنام ، یوه ډیر ناوړه جګړه ، هیڅوک دا نه شي ویلي چې دغه جګړه  به د دوی په  ماتي او  بلکل  بربادي  تمامه نه شي .

اوباما د د غي هیواد تاریخ پیژني ، هغه پوهیږي  چې د نړۍ دو ې امپراتوري   په هندوکش کې څیرلي شوي دي. لومړي انګریزي  دوهم د شوروي اتحاد امپراتوري .

ځکه دې نه غواړي  چې خبرو ته ښکلي رنګ ور کړي . له همدې موقع څخه په ګټه اخیستلو سره دې لاره خبرو اترو ته خلاصوي . هغه هڅه کوي چې له همدي لاري   نسبتآ منځلاري  له کانکریتي  کوپریو  طالبانو څخه بیل کړي . دا ورستي  ډله انزوا ته کړي .

دا ښایې  یو ځیني لاره  وي  برې ته .

پای

Copyright Larawbar 2007-2024