کور / سياسي / طالبان : اوباما بې منطقه دئ

طالبان : اوباما بې منطقه دئ

منبع : هیرالډسن ، اسټرالیا
نېټه : ۲۰۰۹/۳/۱۰

د افغانستان طالبانو نن د ولسمشر بارک اوباما هغه وړاندیز چی د طالبانو د معتدلو کسانو سره دې خبري وسی ، بې منطقه وباله او هغه یې رد کړ او ویې ویل چی د جنګ د ختمېدو یوازینۍ لاره هماغه د بهرنیو پوځیانو وتل دي .

ښاغلي اوباما د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کی هلته په افغانستان کی د هغسی تاکتیکونو په غوره کولو سره څرګندوَنه وکړه چی په عراق کی یې هم د نرمو عناصرو سره د خبرو اترو په توګه کارولي وو . 


کله چی د طالبانو د ویندوی قاری محمد یوسف څخه وپوښتل سوه چی د ښاغلي اوباما د وړاندیز په هکله به د طالبانو د لوی مشر ملا محمد عمر څرګندوَنه څه وی ، وویل « د دې په وړاندی ځواب یا غبرګون ځکه نه سی ښودل کېدای چی هغه بې منطقه دی . طالبان یو موټی دي ، یو مشر لری ، هدف یې یو دی ، او یوه تګلاره لری . . . زه نه پوهېږم چی هغوی ولی د نرمو طالبانو خبري کوی او دا څه معنا ؟ که د دې مانا هغه کسان وی چی نه جنګیږی او په کورونو کی ناست دي ، نو د هغوی سره خبری اتری چټی او بې معنا دي . دا هغه څه دی چی د طالبانو د حیرانۍ سبب ګرځی . »


په عراق کی د سُنی مسلمانانو لخوا د خپل ګاونډ د ساتنی لپاره د خپلو خلکو ګومارنه د توند تشدد د لږښت اصلی علت وګرځېد .

ښاغلي اوباما څرګنده کړه چی د افغانستان یعنی هغه ځای حالات د عراق په مقایسه ډیر پیچلي دي چی هلته تقریبأ ۷۰۰۰۰ بهرني پوځیان ، منجمله ۳۸۰۰۰ امریکایان مستقر دي او ډیر ژر به ۱۷۰۰۰ نور پوځیان هم ورسی . 


افغان ولسمشر حامد کرزی ، چی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ د پوځی طاقت په زور د طالبانو تر سقوط را وروسته افغانستان رهبری کوی ، د اوباما د دې وړاندیز هرکلی وکړ .

په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو شتون وروسته له هغه پرله پسې زیات سوی چی طالبان پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی د حملو د مسؤلینو په حیث د القاعده مشرانو د نه ورسپارلو په نتیجه کی بېواکه سول .

هو ، پر حکومت او بهرنیو پوځونو د طالبانو حملې هم پرله پسې زیاتی سوي څو چی اوباما یې مجبور کړ چی افغانستان ته د خپلی نوی ادارې د تګلاری په سر کی ځای ورکړی .

ځینی لویدیځ سیاست پوهان او پوځی افسران اوس وایی چی دا جنګ یوازی په پوځی طاقت سره نه سی ګټل کېدای او د حل یوه لاره یې د پخلاینی کومه ذریعه هم ده .

خو قاری یوسف وویل چی د افغانستان د مارپیچه تشدد د حل یوازینۍ لاره هماغه د بهرنیو پوځونو ایستنه ده . کله چی د ده څخه وپوښتل سوه چی آیا طالبان به د کرزي د حکومت سره د دې پوځونو د وتنی د مودې په سر وږغیږی ، وویل « افغانان په دې ښه پوهیږی چی خپل برخلیک ځنګه وټاکی . » پای

تبصره نسته

  1. يوازي او يوازي د امريکايانو په وتلو سره د افغانستان موضوع حل کيداي سي نه په کومه بله لاره او که امريکا وايي چي د نرمو طالبانو سره ده خبري وسي او مطلب يي داوي چي هغه طالبان چي اوس په د طالبانو په اسلامي امارت کي شامل نه دي نو هغه خو جنګ هم نه کوي او موضوع اوس ټوله دجنګ ده چي دوي د جنګ مخه ونيسي نو هغوي خو د جنګي طالبانو رهبري نه سي کولاي او نه يي طالبان مني

    او دا چي دوي وايي چي نرم يا منځلاري طالبان نو دوي د هر يوه ملا څخه پوښتنه وکړي چي د امريکايانو افغان حکومت او که د طالبانو طرفداره دي سم دلاسه به د ټولو دخولي واوري چي د طالبانو نو ددوي په منځ کي کوم توپير نسته او نه بله دحل لاره بيله دي چي امريکايان د افغانستان څخه ووځي د امريکايانو يوه فايده دي ټوله افغانان ماته وښيي چي دوي دي افغانستان ته رسولي وي بيله تاوانه پيسي راځي بيرته يي پخپله مخه وړي صرف دومره هم نه کوي چي د افغان حکومت ته ديي ورکړي

    ددومره مرستو سره چي امريکا يي د نړي د نورو هيوادو څخه د افغانستان په پلمه اخلي يو برق هم په جوړ نه سو ماشينان دي چي نن امريکايان د افغانستانه ووځي ټوله برقي شيان به مو بيکاره پاته وي ورور په ورور وژنه ده چي شروع کړي يي ده باور وکړي چي دومره کارونه دي چي ليکل يي تر سلو ورقو زيات کيږي خو ……………….

  2. دامریکا شیکست دخدای فکو مک غوالو وسلام ستاسی مجاهدورور فضل الربی