افغان حکومت:را روان لمريز کال به د کوکنارو کښت نور هم لږ شي

د لراوبر اداره | مارچ 13th, 2009


د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت لخوا په خپرو شوو خبرونو کي ويل سوي چي د راروان لمريز کال د پاره د کوکنارو کرهڼي د مخنيوي لپاره پام وړ پلانونه پيلوي ، نوموړې اداره ادعا کوي چي تر اوسه يې د افغانستان په ۱۸ بېلابېلو ولايتونو کي د کوکنارو کښت سيفر ته رارسولی او په راتلونکي کال کي به پاتي ۱۶ ولايتونو کي هم د کوکنارو د کښت مخنيوی وکړي ،دا په داسي حال کي ده نړيوال پر افغان دولت تور لګوي چي لوړ پوړي چارواکي يې د مخدره موادو مافيا ډلي غړي دي .

د يادوني وړ ده چي افغانستان په ټوله نړۍ کي د مخدره موادو توليدوونکو هيوادونو په ليست کي لومړی ځای لري چي د ټولي نړۍ د مخدره موادو ۹۶ ٪ مخدره مواد توليدوي  چي زياته برخه يې د برتانيې تر واک لاندي هلمند ولايت څخه تر لاسه کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024