د ارواښاد فراهي د جنازې خبرتيا
په ډېرې خواشينۍ سره اعلانوو چې د هېواد مشهور ملي ، فرهنګي او ټولنيز شخصيت عبدالواحد فراهي د يوې ناڅاپي ناروغۍ له امله د جرمني د مونشن په ښار کې په حق ورسېد .
انا لله و انا اليه راجعون
د ارواښاد عبدالواحد فراهي جنازه د مارچ د مياشتې په شپاړسمه نېټه د فرانکفورت له ښار څخه کابل ته لېږدول کېږي . دوستانو او هېوادوالو ته خبر ورکوو چې د جنازې د وداعيې مراسم د فرانکفورت ښار هوايي ډګر ته څېرمه په انتر سيټي هوټل کې تر سره کېږي .
وخت : دوشنبه ، د مارچ 16 ، د ماسپښين دوه نيمې بجې
پته :
Inter City Airport Hotel
د معلوماتو نومرې :
01624122622
01761590071
01793241092
په کابل او جرمني کې فاتحه وروسته اعلانېږي .
د لراوبر ويبپاني مشرتابه او ټول کارکوونکي د افغانستان د نوميالي او فرهنګپال شخصيت ارواښاد عبدالواحد فراهي پر ناڅاپي مړينه د خپله ژروه خواشيني څرګندوي او د ارواښاد دکورنۍ غړو او ټولو خواخوږو سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي . روح يې ښاد او ياد يې تلپاته
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
نيټه: ٢٢-١٢-١٣٨٧
کابل- افغانستان
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد يو نامتو علمي، فرهنګي، ټولنيز او پوهنيز شخصيت خداي بخښلي عبدالواحد فراهي د هغه ناروغي د امله چي ور پيښه سوي وه د جرمني په هېواد که په حق ورسيد.
ارواښاد د افغانستان د علومو اکاډيمي د پښتو ټولني او د ښووني او روزني وزارت د ښوونکي د روزني رياست پخواني مسلکي غړي په توګه د ولس په علمي او فرهنګي بهير کي تل مدام ونډه اخيستي وه او يو زړه سواند او خير غوښتونکي شخصيت او تل د ولس خدمتګار ؤ.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد مړينه هېواد ته يوه ضايعه ګني او ځان په دا غم کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د لوي څښتن تعالي د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د دوي درني کورنۍ ته جميل صبر غوښتونکي دي.
روح دي ښاد وي
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی
دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې دژورې خواشیني پیغام
محمدامین بســـــمل
په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاس کړ چې دمونشن په ښار کې زموږ ډېر مهربان مشر ورور عبدالواحد فراهي دورپېښې ناروغي له وجې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې انا للـــــــــــــــه و انا اليــــــــــــــــه راجعــــــــــــون
لکه څومره چې خدای بخښـلی فراهي صاحب د دنګ قامت څښتن و همدومره دلوړ پښتني، غرور، احساس او زغم لرونکی، په کشرانومهربان او خورامېلمه پال افغـــان وموږ مونشن مېشتي افغانان یې ډېرنازولي یو زموږ مجلسونه به تل په فراهي صاحب ښکلي ښکارېدل خودرېغه چې اوس یې موږ په دې پردېسه نړۍ کې یوازي پرېښودو، له همدې کبله زموږ دکولتوري ټولنې ټول غړي په دې ویر کې ځانونه شریک ګڼو، دخـدای بښلي فراهي صاحب کورنۍ ، خپل اوخپلوانوته له الله (ج) څخه جمیل صبر اوزموږ ګران فراهي صاحب ته فردوس جنت غواړو.
دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنه