د پاكستان د اطلاعاتو وزيري مېرمن شرين رحمان استعفىٰ وركړه
خان زمان کاکړ
په هيواد كې د روان كړكېچ په جريان كې د دولت له خوا د مطبوعاتو په اړه پر تګلاره ناخوښې مېرمن شيرين رحمان له خپلې وظيفې څخه لاس اخيستئ دئ .
د مالوماتو له مخي د پاكستان د اطلاعات وزيرې مېرمن شرين رحمان له خپلې وظيفې څخه لاس پر سر سوې ده .هغې دغه پرېكړه په هغه غونډه كې كړېده چې د ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ كې كېده
نوموړې له ولسمشر آصف علي زرداري سره د مېډيا په اړه د هغه پر تګلاره اختلاف لري او ويل كيږي چې له هم دې كبله يې خپله وظيفه پرېيښې ده.دا ځكه چې هغې په ډېرو غونډو كې ويلي و چې كه د حكومت له اړخه پر مطبوعاتو بنديز ولګول سو نو دا به له خپلې دندې استعفىٰ وركوي
د يادونې وړ ده چې د پاكستاني ولسمشر آصف علي زرداري له خوا تېره شپه د كېبل نټورك چلونكيو ته امر وسو چې د نومياتي ټلويزيون ’’ جيو’’ نشريات دي د هيواد په يو شمېر سيمو كې وتړل سي او يا دي په كې كومه بله تخنيكي ستونزه رامنځ ته كړل سي تر څو يې خلك له كتلو بې برخې سي
د جيو ټلويزيون د يوه خبر له مخي ولسمشر آصف علي زرداري د دغه چېنل مسوولينو ته ويلي دي چې كه ’’ كه د پخواني ولسمشر پروېزمشرف له خوا د جيو ټي وي د بندښت پر وخت د سوي زيان د عدالت په مرسته بحالول غواړى نو په هيواد كې د ۳م نومبر د عدليې د بحالۍ په خاطر د وكيلانو د روان بهير ملاتړ پرېږدى ’’
د مېرمن شيرين رحمان د استعفىٰ لاملونه د دولت لهاړخه د عدليې د ازادۍ اولري كړل سوي قاضي القضات افتخارمحمدچهودري د بيرته راوستلو دپاره روان تحريك او لانګ مارچ دمخنيوي ،و مطبوعاتو ته د دې كار د تعقيبولو اجازه نه ور كول،د سياسي مشرانو او كاركونكيو نيول او په هيواد كې د جيو ټي وي پر نشرياتو بنديز ښودل سوي دي
د دولت له خوا د ولسمشر د وياندفرحت الله بابر په خوله دا خبر رد كړل سوى دى چې چواكې داطلاعاتو مركزي وزيرې مېرمن شيرين رحمان دي له خپلې عهدې څخه استعفىٰ ور كړې وې .