کور / تازه خبرونه / جلال اباد: د افغان وتلو ليکوالانو او شاعرانو سيمينار پيل شو

جلال اباد: د افغان وتلو ليکوالانو او شاعرانو سيمينار پيل شو

 نن په جلال اباد كې دوتلو شاعرانو او ليكوالو په وياړ دجوړ شوي سيمينار لمړي ورځ وه، دغه سيمينارد استاد حبيب الله رفيع ، رحمت شاه سايل، داكټراسرار، او سيال كاكړ په وياړ جوړ شوئ .


  دياد سيمينار لمړي ورځ فولكور يا ولسي ادب ته ځانگړي شوي وه  چې گڼي مقالي او ليكني پكي  واورول شوي ، دغه سيمينار ته ، دكابل او ننگرهار واليان، وتلي ليكوالان گڼ شمير شاعران او دهيواد له گوټ ګوټه لسگونه مينه وال راغلي ،
ياد سيمينار ته دپنځوسو ټوكو په شاوخواكي بيلابيل كتابونه  هم چاپ شوي ،ياده دې وچې سبا ورځ به داستاد حبيب الله رفيع پرژوند لاسته راوړنو او كړنو مقالي او ويناوي واورول شي .