کور / سياسي / حامد کرزي خپله سیاسي لوبه وبایلله

حامد کرزي خپله سیاسي لوبه وبایلله

دولسمشرۍ یو مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي وايي که دی دافغانستان ولسمشر شي په هیواد کې به روانه جګړه پایته ورسوي .ده ته دافغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه کتل کیږي. نوموړی له پراخ  کورني اونړیوال ملاتړ او شهرت څخه برخمن دی . دی وايي که په نړۍ کې  د افغانانو په اړه شته انځور په راتلونکو څلورو کلونو کې بدل نشي افغانان به لسګونو کلونو ته اړتیا ولري چې هوسا ژوند خپل کړي.

 دافغانانو په اړه دنړۍ په نورو هیوادونو کې بد تصور په تېرو پنځه کلونو کې لا پراخ شو او څومره چې له افغانستانه د مرګ ژوبلې او جګړیز تاوتریخوالي  راپورنه  خپریږي هومره دنورې نړۍ دخلکو په ذهنونو کې افغانان د بدو او جګړه غوښتونکو خلکو په توګه معرفي کیږي. په داسې حال کې چې افغانان په یوه تپل شوې جګړه کې قرباني ورکوي. د تېرو درې لسیزو د جګړو پرمهال حکومتي واکمنو تل په هیواد کې دحالاتو د خرابېدو پړه پر ولس اچولې ده خو ډاکټر اشرف خلک دا ځل ژمن دي  چې  د جنګي جنایتکارانو او په تېرو وختونو کې د ازمایل شو څیرو  پر ځای د ډاکټر اشرف غني احمدزي  ملاتړ وکړي  چې هیواد یې یو سم لوري ته روان شي.

مجمد جلال په نامه یو افغان د ټلیفون پرکرښه راته وویل چې  په تېرو اوه کلونو کې یې  ډول ډول ناخوالې او بدمرغۍ پخپلو سترګو ولیدې نو د نوي ولسمشر په ټاکلو کې به له پوره پاملرنې څخه کار واخلي.  ډاکټر غني احمدزی په پېل کې د حامد کرزي دحکومت د مالې وزیر په توګه کار وکړ  او دحکومت وتلی غړی وو .خو ډیر ژر  یې دننه په حکومت کې فساد او له اساسي قانون څخه رسمي سرغړونو ته پام واوښت  .ده دسمون هڅه وکړه خو دحامد کرزي  او نورو دولتي کړیو له مخالفت سره مخامخ شو. ډیری افغانان فکر کوي چې  دډاکټر اشرف غني احمدزي   تجربه ،سیاسي پوهه او نړیوال اړیکي کولی شي چې افغانستان په راتلونکو څلورو کلونو کې له انارشۍ او بېثباتۍ څخه وژغوري..


افغانان ویني چې هیواد یې له اته کلونو وروسته لاهم تاوتریخوالی او بېوزلي زغمي. دوی دکړکیچن  او بېثباته شوي  افغانستان پړه د حامد کرزي پر رژیم اچوي. دحکومت ډیرو مهمو غړو او د پارلمان  یو شمېر استازو په دې وروستیو کې حامد کرزی دافغانستان یو ناکامه مشر بللی دی . د متحدو ایالاتو پخوانی لوی چارواکی  زلمی خلیل زاد دوم سړی دی چې له حامد کرزي وروسته دافغانستان دحالاتو د خرابولو پړه پرې اچول کیږي. دسپټمبر له ۱۱ وروسته د افغانستان د سیاسي او پوځي مکانیزم په جوړولو کې تر هرچا ډیر ښاغلي خلیلزاد ونډه درلودله چې دمحاکمې پر ځای د جنګسالارانو د غښتلي کولو لامل وګرځیده. هغه کسان چې د زرګونو خلکو پر وژلو یې خپل لاسونه سره کړي دي ، بیاورته  د افغانستان په برخلیک کې ونډه ورکړل شوه. دشمال ټلوالې غړو په حکومت کې لوې څوکۍ درلودلې او د پښتنو پخلاف یې خپل ټول زور او ځواک وکاراوو او عادي افغانان یې د هیواد په سوېل،ختیځ ،لویدیځ او نورو ولایتونو کې اړ کړل چې د خپل ځان ددفاع لپاره یو ځل بیا وسله راپورته کړي. دحامدکرزي په مشرۍ افغانستان هغه مهال دبدمرغیو ښکار شو چې ده خپلو اصلي ملاتړ کونکو ته شا وګرځوله او جنګي جنایتکاران یې  بیا واک ته ورسول.دا يو دود دى چې  دحکومت مشر   لومړى د لويو لويو كارنامو نقشې انځوروي  او بيا عملي بڼه وركوي چې په  خلكو كې وستايل شي .

ولسمشر په څوکۍ کې د پاتې کیدو لپاره د خلكو په زړونو كې د ځاى  د پيدا كولو په موخه   تاريخ ته  د ستايلو وړ ډير څه وربښي . دغه ډول  چلند ددې لامل ګرځي چې د لاس لاندې چارواکي لکه وزیران او والیان د هېواد د واكمن په زړه كې د ځاى  دموندلو په تمه د هغه د تخت او بخت د ټينګيدا  لپاره منډې ووهیي .دا هغه څه دي چې په ترڅ ترڅ کې بیا د ولس د خوشالۍ او نیکمرغۍ لامل هم ګرځي. خو حامد کرزي ونشو کړی چې په تېرو اته کلونو کې خپل ځان د وړ او هوښیار واکمن يا سیاسي مشر په توګه په زبات کړي. دده د حکومت په موده کې نه یوازې افغانان بې پته شول بلکې ددوی د زړونو ټوټې او خپل خپلوان ووژل شول.

ښځې ،ماشومان، ځوانان ،سپین ږيري او دهر پوړ غړي ته زیانونه ورسیدل. هغه خلک چې دهیواد په سوېل او ختیځ کې  یې د ارامۍ او سوکالۍ په هیله وسلې کیښودلې وې  ،د بې وسلې کولو او ملکي کولو له بهیر سره یوځای شوي وو ،په کور کې یې ناسته خوښه کړې وه ، یو ځل بیا دېته اړوتل چې وسله واخلي او د دولت او پوځ په وړاندې دطالبانو د غورځنګ ملاتړ وکړي .ښکاره لاملونه یې د خلکو پر ژوند ، ناموس او دودونو تیری دی. د ولسمشر په توګه حامد کرزي هیڅکله پر ولس باور ونکړ او له ارګ څخه  بهر هر عادي افغان ورته د ترهګر په څیر ښکاره شو.  دوم لامل یې په دولت کې پراخ اداري فساد دی چې دولس دځورولو لامل ګرځي.

 افغانانو ولیدل چې له طالبانو وروسته یې  هیواد  څه ډول د تاوتریخوالي پر ډګر بدل شو. د اورزګان ولایت یو مخور سپین ږيري چې په ۲۰۰۴ کال کې یې دحامد کرزي په انتخاباتي کمپاین کې برخه اخیستې وه او وروسته یې بیا د خپلو خپلوانو مرګ په سترګو ولیده  ،راته وویل چې څه ډول د حکومتي او نړیوالو ځواکونو له خوا دده دوستان او خپلو خپلوان په نښه شول. د حامد کرزي حکومت د هغو ملکي خلکو پر وژنه تورن دی چې په رایو یې ده   د واکمنۍ له خوږو خوند واخیست  خوهغه ولس چې په یوه ځانګړې مینه یې د کرزي په ټاکلو کې ونډه واخیستله دتاوتریخوالي ښکار شو.حامد کرزي خپله پېل کړې لوبه بایللې ده.

ولس ترې بې کچې خوابدی دی.څو ځلې د ولسي خلکو ډله ییزه وژنه او په تازه پېښو کې دجاوید احمد په نامه د یو نومیالي  افغان خبریال وژنې  دده سیاسي شخصیت ته نور زیانونه ورسول.  

پای

تبصره نسته

  1. حبیبزی صاحب هغه تولو افغانانو ته مو به سبکه سترکه
    وکتل کومو جی جلاالتماب حامدکرزی رایه ورکریده. زه یو جو مثالونو دشاغلی حامدکرزی
    دخدمتونو درکوم کوم چی ده شاغلی افغانستان اوافغانانو ته کریدی.
    اول ورخ چی محترم حامدکرزی افغانستان ته 2001 کی راغلی د توله افغانستان شتمنی 500
    افغانی نوی خواوس الحمدالله به بیلونوافغانی…. دافغانستان شتمنی ده.

    حبیبزی صاحب طالبانوبه حکومت کی یاترهغه درمخه حکومتو
    کی اول ته افغانستان ته راتلالی نه سوا خوبیاهم چی به راتلی به موترکی به بولدک
    دلاری یا هم دتورخم دلاری چخه راتلی اوبرلاری بنجابی بولیسودخواشه بی ابه کیدلی…….
    نوبیا چی به کندهاریاهم جلااباد ته راورسیدلی نویوه هفته به دشورنوی دستریا دلاسه
    چخه< خو لیکن اوس دهغه لندن چخه شه بیزنیس کلاس چوکی کی کشنی او شه خاریجی جینکیانی
    دوری دوری درته کیزی وای داسی نه چی حبیبزی صاحب بدغه بلایت کی خسته نسی او شه
    حوسادکابل به هوایی میدان کی راکشته سی او لوکس موتر کی هاخوادی خوا میلی کوی
    توخدای ریشتیا وایه دمخه ته داسی به بیغمه زره حرخوا ته تللای شوای. نه حچکله نه
    سوای تللای.

    هغه مکتبونه. متعلمین. کیلنیکونه.سرکونه.ملی بولیس.
    ملی اوردو…………………………….. بیخی دیرکارونه شوی چی دلته نسی
    جایدای. اوته به خامخا داوای چی ددی وطن سره دیر کومکونه سویدی هره ورخ به تلویزونو
    اورادیوکانو کی دکومکوعلانونه کیزی. کرانه داکومکونه چی داخاریجی ممالک کوی داده
    افغانستان حکومت ته به واک کی نه ورکوی دادی بخبله مسربه وی او کی ورکوی نو 100% کی
    5% ورکوی.

    لیکن داحکومت هم مشکلات لری خو لیکن ددا 30 35 کالو
    غریب. ورانسوی ملک به 8 کالو نه جوریزی وخت ته ضورورت سته.
    حبیبزی صاحب بدی کاندیدانو افغانستان نه جوریزی دوی افغانستان ته دیوی خالی کورتی
    سره راغله اوبیرته دمیلیاردو دالورو سره بیرته خاریج ته ولاره او اوس دی غواری چی
    رایاست جمهوری چوکی ونیسی دارمان به کورته یوسی.
    حبیبزی صاحب خبله غریبی به لندن کی کوه اوس هغه افغانان چی به افغانستان کی اوسیزی
    به هرچه شه بوهیزی تاسو مهترموخاریجی افغانان خبله غریبی کوی بدی شیانووخت مه ضایه
    کوی. مننه.

  2. وحيد كندهارى صيب سلامونه! ګرانه ياره ستا خبره تردې بريده سمه ده چې ۸ كاله وړاندې په افغانستان كې نه سرك وو او نه هم كوم نوره فيزيكي پانګه . مګر محترمه دا دښاغلي كرزي صاحب شهكار او نوښت نه و بلكې دنړيوالې ټولنې هغه ميلياردونه ډالروو چې څه يې دكرزي لالا ورونو په بډه كړل او څه هم شمالي پهلوانانو، كرزى صيب يو خراباتي او سلطنتي فكر لري او افغان ولس نور داسې خراباتي مشر ؟؟؟ ته اړتيا نه لري . تا چې حنان جان ته كومه مشوره وركړې هغه سوزليدلې مشوره دې په جيب كې كيږده. ستا سو نوم مې په اول ځل واوريد او حنان چې پرون لندن ته تللى نور ټول عمر يې ددې بې كسه هيواد په بدبختيو كې تير كړى. موږ دافغانانو په توګه حق لرو چې څوك انتخابوو او څوك نه . دا پلازمينه يواځې دكرز دړندو خراباتيانو ، اخندانو او …. ميراث نه دى كرزى ملت استفراق كړى نور يې نه مني . او نور يې نه غواړو

  3. تا به وروره دکرزی رشوت خوره دولت کی کوم مقام او چوکی درلودله او ستا خالی جیب به البته د رشوت نه دک شوی وی چی دحقیقت د اوریدلو حوصیله نلری. تول افغانستان شاهد دی چی کرزی بغیر د خونریزی او بد بینی نه افغانانو ته نور څه نه دی ورکری.

    دا دومره ملکی خلک چی ووژل شول او په حریمونو باندی حملی وشوی داد چا دپاره وشوی او چا وکری.هغه غریب او بی ګناه ولسی اشخاص او افراد د ایر کرل څوک چی په شیندند ،شینوار ، اورزګان،قندهار،هلمند ،فراه او دغسی نورو ولایاتو کی ووژل شوه.
    کرزی رایه دپشتنو نه واخیستله حان چوکی ته ورساوه او مهربانی په هغو وکره چی کوچیان دخپلو ایلبندو نه بند کره.

    ملیاردو دالره دنیا ورکره چی افغانستان په ابادی ولګیږی،دده مادونانو حانته ورباندی ماڼی او رنګارنګ ساختمانونه جور کره.
    غریب د ولګی نه مړ شو ،یوه دوه نشوه.ملل متحد اوددنیا مطبوعاتو کی اعلانونه وشول چی د طالبانو د حکومت نه بعد ۵ ملیونه افغانان غربت سره مخامخ وه خو دملیاردونو دالرو کومکونو باوجود دچا ژوند شه نشو او۵ ملیونه غربت وهلو شمار ۱۵ ملیونو نفرو ته ورسیده. کوم مکتب ،کوم سرک ؟یوحو سرکونه جور شو هغه هم بیرته وران شوی دی،طالبانو بیرته وران کره.

    په کوم جنوبی ولایت کی پوره مکتب خلاص دی .
    په کوچنیانو باندی سور اور جور دی . دپشتنو وطن په ایرانیانو خرح کر .پارسی ملکونو په دله کی افغانستان ورکد کر. دعامو خلکو ملکیتونه زورورو غصب کره . کومه کومه ظلم به یاد کرم . زه محترم حبیب زی صاحب ته سلام وایم او شاباشی ورکوم چی دعامو او زوریدلو خلکو د زره خبری کری دی .

  4. هو ريښتيا تاسو دغرب زده يارانو دكورتۍ خبره كړې وه، دا هم درسره منم چې ډير غرب زده افغانان له يوې كورتۍ سره راغلل لكه دمحمود كرزي په شان چې كورتۍ يې دهوټل په لوګيو توره وه اوهمدا راز نور بې شماره كرزيانو په شان يا هوټليان وو يا يې نور شاقه كارونه كول او يا هم ګداي ګر وو، مګر داشرف غني په حق كې نه داخبره ځكه صدق نه كوي چې هغه هلته هم ديوه اعلى پوهنتون بين المللي استاد و، خو دمحمودكرزي ، قيوم كرزي او نور كرزيانو لكه څرنګه چې ټولو خلكو ته معلومه دوئ ټول هوټليان وو او كورتۍ ګانې يې لا دهوټل په خيرو خيرنې وې ، نو دا استدلال دى هم دخره پر لكۍ .

  5. وحيد كندهاري ته!
    ګرانه وحيد صاحب ، حبيبزي افغانانو ته په سپكه سترګه نه دي كتلي بلكې دكرزي قاچاقبرانو ورونو ورته په سپكه سترګه كتلي چې دافغان نوم يې په نړۍ كې دقاچاقبر او غل په نوم مشهور كړ. دناياب دخبرې په تائيد، دكرزي ورونه دهوټلونو ويټران وو. مګر اوس دبانكونو او شركتونو خاوندان دي ، دا پيسې يې له كومه كړې.

    ته خبر يې چې قيوم خان يو مهال له ملي بانك څخه بدون له كوم قانوني شرطه ۸ ميليونه ډالر پور كړل او په هماغه سبا يې بيرته په غير قانوني ډول همدې بانك ته دګټې په موخه وركړل ځكه چې دولسمشر ورو و، محترمه اوس كرزى غواړي چې پښتانه خوران ددراني او غلجي په نوم وجنګوي او څو بې عقله پالوچان هم دې اورته لمن وهي نو ته څه فكر كوې چې ايا كرزى اوس هم دمشرۍ وړ دى؟ افسوس چې ستا په شان پالوچان دحقايقو په درك نه پوهيږي.

    مرحوم علامه رشاد به ويل ( پښتنو له قبيلويت څخه راووځئ ملت جوړ كړئ) خو كرزى دخپل ناوړه اقتدار لپاره ملت يو ځل بيا په قبيلو او خيلونو ويشي . او ستا ( وحيد كندهارى) په شان پالوچان يې دڅو ټكو پيسو لپاره ملاتړ كوي .

  6. wahed khana,karzy ta dera chaplosy ma kawa .haghaa nor da khalko pa zarono ki zay na lry.afghanistan ey kandy ta gozar kar.aoo ba da ashraf ghani ghondi khalk da watan da kandy na rabsy.hanan habibzy haqiqar wayly de.ao sadat khana stsy khabara kamalan rekhtya da ..

  7. وحيد جانه وروره!
    ته ډېر خوش باوره نه يې؟ د اوسني حکومت بره ته تر کومه وايې؟ او په تېره د حامد کرزي صيب . همدا کرزی صيب دي، چې د ټولو کارونو د کړو خوا ور اوړي او که يې بيا واک نه لري نو په شرافتمندانه ډول دې له واک نه لاس په سر شي، چې بيا خو يې نه خلک او نه هم تاريخ ملامت کړي. نو اوس، چې نوموړی د ټولو کړو پېټي ته ملا تړلې او هم بيا غواړي د بل ځل لپاره ځان کانديد کړي نو دا ددې مانا ورکوي، چې نوموړي ته دې لوبې ښه خوند ورکړي او غواړي بيا همداسې لوبه ترسره کړي او په ترڅ کې به يې نور ملامتوي.

    په افغانستان کې قحط الرجال نه دی راغلي. له ۲۰۰۱ کال نه وړاندې کرزی چا پېژنده؟ اوس وګوره دومره کچې ته ورسېده، چې ستاسو غوندې خلک بيا هم د څو کلونو لپاره غولولی شي او تېرايستلی يې شي.
    سترګې رڼې کړه او د افغانستان او ددې مظلومو خلکو لپاره فکر وکړه او بايد فکر دې دومره محدود هم نه وي ، چې له څو کسانو پرته ټوله دنيا درته تياره ښکاره شي.

    په افغانستان کې ډېر داسې په وطن او خلکو مين کسان شته، چې کرزی صيب يې په زېري کې هم نشي راتلی.
    حبيبزي صيب په خپله ليکنه کې د حالاتو ښه تحليل کړی او په کار ده، چې نور ليکوالان هم د ځينو خلکو له اغېز لاندې رانشي او له مختلفو زاويو څخه د افغانستان حالات تشريح کړي ترڅو د ستونزو په هوارولو کې مثبت اغېز وکړي.
    په درنښت

  8. کرانه نایاب جانه تا زما نوم سره کاردی زه به توله بته درکم. زه
    کرانه دحاجی میرویس نیکه دعالی لیسی زده کونکی یم توله ورخ به دغه لیسه کی یم
    ستاسودلیدوبه هیله. کرانه نایاب جانه او کرانه خوشال جانه داتوله قوم ته بدرد مه
    وایه. کوره نه به حکومت یم نه بوبلزیم نه الکوزیم…… زه یو متعلم یم او به قوم
    سلیمان خیل یم او شه اوبد سری بیزنم چی خوک ددی خواری به کته اوخوک یی به تاوان دی
    . اوکرانه خوشال جانه ما ویلی وه چی داحکومت هم نیمکرتیاوی لری اوبمباری نه کرزی
    ورسره موافق دی او نه یی حکومت خوامریکایان یی کوی که ستاسوبه وسه ورسره بره ده
    نوبیامیدان ته داخیل سه.

    دافغانستان ریس جمهورنه ستاسی به خوله نه زمابه خوله اونه هم دحبیبزی صاحب به
    خوله کیزی. دداتولوافغانانو وظیفه ده چی خوک ریس جمهورکوی. او بیا درته وایم که
    نایاب یی که بل هرخوک یی توله به یوه بله کی مه تله ماترته وویل خبل خویی خکه یی
    دحکومت مامورلانه یم.

    ریس جمهورچی دازموزبه مکتب چی جورکریدی دااوستادان. داشکردان. دادمکتب شکلی
    ودانی………….! موزیی یوازی ددغه شکورنسووراداکولای اونورکارونه یی خولا هلته
    بریرده اودا کومک چی دافغانانوسره حرچوک وکی داجلالی وی. که بشردوست وی…… موز
    یی مننه اوتر مرکه بورولار یو.


    د کندهار د حاجي ميرويس خان نيکه لېسې د ۱۳۸۵ کال د دولسم الف ټولګۍ فارغين (عکس: مشتاق احمد – انګلستان)

  9. وحید جانه درقلم دی جارسم دادودی خواره زه شه بیزنم دی ته چی سبافهیم یوچه ورکی بیا وایه چی داهم شه سری او شه کادید دی.
    دوی کرزی صاحب به اهمیت نه بوهیزی. رحمان بابا چه شه وای.
    درحمان ویل به حلته به شه درسی . چی یوه دیوال مخ بل ته دی شا سی.
    مننه و حید جانه

  10. هوشیاران خلک رشتیا وای : چی ریشتیاویل زور غواری.
    دایوه وحید رشتیا ویلی دی مکردا نورو وطن بروشانوچه چه برلکلی دی.
    خدای مو خراب که. که دوحید حغی نه منی نو بیا جلال اباد ته راسی چی کرزی صاحب د خونوانسانانو به زره کی جای لری.

  11. ريښتيا هم موږ خپل افغاني خصلت له لاسه وركړى ، او ددې لپاره چې خپل ناروا دريځ په نورو وتپو هر څه ته لاس اچوو او هرڅه چې مو په خوله راځي ووايو. دخداى لپاره دكرزي ورونو په غريب او بې چاره كندهار كوم ستم ونه كړ چې نن يو بې دانشه او بې دركه كس را پاڅيږي او په بې شرمۍ سره دكرزي له ناروا موقف منافق شخصيت او غلام پروره كركټر څخه دفاع كوي، افسوس ، او دا چې دزمرك په نوم له جلال اباده كوم كس خبرې كوي ډاډه يم چې دا دجلال اباد په لهجه نه پوهيږي خداى زده دى دكومې شبكې غړى وي،

    خو يوه خبره په خلاصــــــــــــــــــــــــــــــــو غوږونو واورئ او هغه د ا چې كرزى نور هيڅوك نه مني نه ورته ننګرهارى راي وركوي نه خوستوال راى وركوي نه پكتيا وال راى وركوي او په لومړي سركې ورته دكندهار خلك راي نه وركوي ، كرزى دپښتون په لمن هغه تور داغ دى چې ټول عمر به باقي پاتې وي. مړ دې وي بې ننګه كرزى

  12. زمرکه خدای دي خوار که.په جلال اباد کي داسي سړي نشته چي هغه دي دوطن فرش کرزی طرفداري وکيي.که دولتي دی. که عام دی. که ماشوم دی .که میرمن ده ټول د داکتر صاحب اشرف غني احمدزي پسي ولاړ دي.

    بیچاره او کړیدلي ولس کرزی او دسادات نایاب خبره هغوي چي کورتي يي دهوټل په لوګیو توره وه او نري ډنګر راغلي وو دافغان ملت په پیسو يي خیټي وکړي —–په زرهاوو خلک يي ووژل. تنکي تنکي ځوانان يي ووژل.په څوکي کي یي دپاتي کیدو دپاره څه څه ونکړه.ته وویریږه چي دکرزي لاسونه په وینو ککړ دي او محکمي نه به يي څوک خلاص کړي.
    بادار يي بوش وه هغه هم اوس نشته دي.

  13. oh da kho rashtey khabar de che yawzani Ratlonke Walas Mashar da Che Kawole She Wattan da De Khayenano na Pak Kare oa Wattan oa Pashto Lapar sa woke Hagha Kasss Tana Dr Ashraf Ghani De.

    tase karzi saheeb ta wogore che kha pohige che Ahmadzia Masood lassona da Afghanano pa Weno Sara de oa somar khalak ye wozale de tase da na khabar yest che kabul cha kharab ke hagah Shamali Talwol wo magar nan tol wok da haghe lass ke de nor bass sar yaw lass she oa ka ghore che wattan mo da da Ghalow Dalamarano na khalas she oa yaw azad wottan she hagha tanah hagha kass de che da kar kawole she hagha Dr Saheeb Ashraf Ghani de worta raye worke..

    basss de der mo da wattan woran ka kharab mo ka der meynde mo bore kare der mashoman mo yetiman kara tase fikar woke che somar bekonah khalak wozal kege Afghanistan ke Amrice Bamba kawe oa Karzia Saheeb worta zare kawe che na ye she kawole woda woye wollas ta che yer nor khow zam da lass na kege che bass prede da da wollas ta hagha tarekh che Pakhton hagah saza che Englist ta workare wo hagha bigherat khalak ye rawosta beya de khow re ta che Englist ba Pa Englistan ke Pashton leyda Dareda magar da nom karzia Saheeb par zamaka woshte da Pakhton gherat ye kam kam nor wali beya mong da Karzia Saheeb malatar woko oa da beya entakhab kawo
    Pa Meni Samsoor

  14. Draono wruno salam! Pe de hila che rogh ow ramat osai. Afghanistan pe der stunzman halat ke dai. Karzai be she tolwak wee, kho wrusteyo ato kaluna weshowda che Karzai de Afghanistan lepara gatawar lesher ne wo, zeka be de dee hasa weshee che bel sok yee per zai rashee.

    De Karzi pe ata kalena wakmani ke le fahar leg ter lega 60 biluna $ mrasta weshwa, no de dagha mraste pe partale pe Afghanistan ke hees kar ne dai shewai. Pe afghanistan ke osmahal 20 miluna khalak de lwege le gwash sara mukhamekh de, ow yauw shmer khalak milunaran shwel, mug ke bahes kawu ya de hal lare plato no bayad de Afghanistan de bewazlo ow gharibo khalko de husayene lare chare yade ku.

    De Afghanistan pe 80% khawra ke amniat ne shta, edara le fasada deka da, rasaney mo pe henduisme, amrikaie demokrasi ow Iran fashisme kakela da, no pe afghanistan ke badlun ta zarurat dai. Pushtena da da che Ashraf gGhani ow ye bel sok she badil da ke na? De Ashraf ghani pe ala dumra taso ta wayelai shem che de Amrika de yarghal lomlanai meshawer pe eqtesadi brkha ke Shaghlai Ashraf Ghani wo, no zeka wayel shwee che de dewal banset kog wee no dewal harumaro wranegi. Nor taso ow de Afghanistan ratlunke. Manena, Dr. Lmar.

  15. da maqalla zma dera dera khukha shola .karzi haghaa sary dy chi aoos bia koshish kaway chi daa wataan bia pa rusano khars kandy. da worosananoo sarra tamsonaa nisy .

    deraa da sherm khber da.da wataan sanwishat bayd daa afghananooo sabiqa dokhmanano ta wa na sparl shy.america vali karzi ta da ajazzaa warkvey.

  16. کرانو لیکونکو: دخانه خوشی تبصری مه کری. منکه توله دکرزی صاحب طرفداران یو.
    خلاند که چه شی یی خوله دی سمه خوزه وه نور که هرچه کوی دبکتیا کی به چه نه غککی.

  17. کرانو لیدونکو:زه هغه زرکونومهصلونه چخه دهندوستان یومحصیل یم خدای تاسوتولوته انصاف درکی.
    یوه مقاله کشلی ده نوروتبصری بری کریدی نوداشرف غنی او دکرزی صاحب او خاندان یی چه کناه ده.

    رشتیاوایاست: ده یو شاکردان چی حامدکرزی هندوستان اونورو مملکتو ته استوه لیدی داهیچ یوکاندید یی نوسی کولای. خکه چی خبله هندوان دلته موز ته وای چی داکرزی دشه نیک نظراوشه شخصیت دخاطوروداکومک موزستاسی سره کوو که نه نو ترتاسی خوموشمالی خواشه ملکریده.
    زماخبله دادوحیدکندهاری خبری دیری خوشی شوی خکه چی رایشتیایی ویلی دی او یوغدار ورور ورته ویلی دی چی بایلوچه زه دغه ورورته وایم چی دغه بایلوچیان دی چی افغانستان یی ودان کریدی یووارخوتاریخ وکوری.

    زه دلته دوه ملکری دکندهارویلایت لرم به خدای ده نرزامن دی. غشتلی.خراباتیان. خوانان…….!
    داصفتونه مابه بل چاکی ندی لیدلی.
    خونه شه لهجه دبشتولری دیرکوشش کوم چی یایی کم.

  18. ګرانه حنان حبيب زي صاحبه سلامونه
    ډيره په زړه پوري ليكنه دي كړيده
    مننه
    ګرانو هيوادوالو :
    ستاسو دنظرو نو په ليدو راته خندا ودريده چې ځونه له سياسې ا و ملي شعوراو فكر ځخه
    لري ياست ،تر وطن اوهيواد پالنې شخص پالنې پسې ګرڅي ،دكرزي دوستان يوازي كرزي ته
    خوشحاله دي ،كه هرځۀ كوي او هري خواته روان دي ،يوه ملګري ويلي دي موږته يې ليسه
    راجوړه كړه ، كه تاته دونه دالر دركړم ايا ته به يوه ليسه نه كړ ي جوړه اودابه ستا
    دخدت نښه وي ،=== ځونه واړه نظرونه او كو چنئ فكرونه لري ، وګوري محصلان ياست ، زده
    كونكې او نورهم پوهان او روښنفكران ، ځكه له نيت سره پونده او مالداران ،بزګران كار
    نه لري ،،=،كه په ننګرهاركي وانې كړي يد خوپه غزني كې دپښټنو ميرمني بدلمنې كړيدي ،
    كه يې بوديجه ډيره كړيده نو په امريكا دبي او نوروهيوادوكې دسرمايي لګول له كومه
    شول ،

    ګرانو عزيزانو :
    لږ دسر سترګي شاو خواوغوړه وي وګوري دافغانستان سياسې ،ټولنيږ ،اقتصادي او كلتوري
    شرايطو ته پام وكړي ،،، اول موږ له ځو ستونزوسره مخامخ يو ، له كورنې پلو ر ل شو يو
    د پردو له غلامانو سره كه هغه هرځوك وي ، دوهم له سيميزو او نړيوالو دښمنانو سره
    لاس او ګريوان يو ،
    دطالبانوله نسكوريدو وروسته ډير ښه فرصت وو چې افغانانو ته كار و شې او دبيا روغونې
    كارونه وشي ،
    بدبختانه چې دولت دبي كيفايته خلګو لاس ته ولويدو ،
    هغوي په يو ه داسې ملي افغانې روحيه نه و تربيه شوي چې په صداقت سره خلګو ته خدمت
    وكوي ،
    ترشخصې ګټو ملي ګټو ته احترام ولري ،دهيوادواولو پر داغو نو با ندي ملهم كيږ دي ،
    وګوري يو واقعيت بايد موږ تل په پام كي ولرو هيريي نه كړو او سرسري برخورد ورسره
    ونه كړو هغه داچې كرزي او كرزيزم شماليزم ،دامريكايانواو غربيانو په ټاكونواو
    الوتكو او دبي 52 الوتكې په بمونو كې افغانستان ته راغلي ،
    === دوهم امريكان داسې خلګ ترمخ كوي چې هغو ي ملي ضمير او افغانې غرووراو احساس ونه
    لري ،ددوي هرډ ول او ساز اوازته وځرخيږ ي ،چې دي كارته كرزيزم ډيرښه جوړو ، هيځ
    غلام نه شې كولاي خلګو ته ددوي دغوښتنو سره سم كار او خدمت وكوي ، دشاجا ع كارمل او
    ورسره كرزي ،
    دكرزي په راتلو سره له افغانانو سره لوي ظلم وشو ، له فرهنګ او ژبي سره يي لو ي
    خيانت وشوي ،پښتو ژبي سره ملي خيا نت وشو له پشتونو سره ناوراوي ظلمونه وشو ل بمونه
    پر ي ووه اوريدل ، پرناموسونويې جنسې تيري وشيو ل = پښتني ميرمني دامريكايانو له
    خوا تلاشې شوي ، چې داكار شوروي نه دي كړي ،
    له پښتنو سره هر عمل دانتقام په اساس كيږ ي او شويد ي ،
    پښتون دتروريست ا و دهشت ګردي نوم خپل كړ .دادكرزي له بركته پښتانه نن په نړي كي
    دتروريست لقب ترلاسه كړ په بي رحمانه ډول وژل كيږي .
    كرزيزم دنړيوالي مافيا مشران دي ،
    كرزي دقدرت لپاره پر پښتو ژبي او پښتنو باندي معامله وكړه ،
    دپښتنو پرخلاف هرډول كارونه روان دي ،
    ترتولو لويه ګنا چې كرزي وكړه داده چې پښتانه يې خرځ كړل دپښتو په ويلو شرميږي ،
    دنړيوالو كمكونو ترنيمې ډيريي خپلو كورونوته يووړل ،
    == ددوي له لاسه پښتانه غلامان او سرټيټي شول ،
    = دشماليانو غلامان او دهغو امرونه پلي كوي ،
    كرزي هيځ وا ك نه لري څكه او ل غلام دي دوهم غل دي دريم پر خپل قوم معامله ګردي ،
    دريم له يو خولي سره راغلي دي ، بل هم كرزيانو ترخپل منځ دهيواد شتمني سره وويشله ،
    په گوڼيو ګونيو د الري غلا كړل ،،،،،
    كرزي نه پښتو ن دي نه پشتنوالي لري ، نه پښتنو ته خدمت كولا ي شي ،دوي ته يوازي
    قدرت اهميت لري نه پشتو او پښتوالي== خو ك چې پشتو خيري او پښټنوالي پريږدي نورنو
    داسې څه شې نشته چې دوي يي له لاسه وركړي .زز
    ګرانو هيوادو الو ،، له كرزي دخدمت تمه مه لري يوازي په خط سره سړي هوښيا رنه شې
    كيدلاي ،
    كرزي او كرزيزم له ساسې افغاني او پښتني سواد پي بر خې دي ،= دښا غلي اشرف غنې سره
    ملاتړ ځركند كړ ي رايه وركړي ،
    يو ه بله خبره داهم ده چې دافغانانو رايه اهميت نه لري ځوك چې امريكايانوته منلي وي
    هغه بريالي كيږي ، دادانتخابآتو ناري سوري دايوازي يوه ډرامه ده ،
    خوبياهم ډيرهوښيار وه اوسې چې په كرزيزم بيا ونه غوليږي ،، پشتنوته رايه وركړي چې
    هغه پښټو ولري او پشتانه پال وي ، پرپشتو يې خوابديږي ،
    تاريڅ داښودلي ده چې له شا شجاع بيا تر نادره اوتر وروستې داود ===پوري دوي ټولوته
    پښتو هيځ اهميت نه درلود، يوازي قدرت ځكه يو ه هم په ټول ژوند پښتو خبري نه دي كړي
    ، څوك چې خپله ژبه پريږدي، ژبه پريږدي ، او خبري نه شې پر ي كولاي نو هغه ته پښتو ن
    ويل ګنا ده ، احمد شا بآبآ چې پښتو خبري كولي پشتو يي ليكله او بر پښتو ولاړ وو نوم
    پر نړ ي پروت وو . كله چې دقدرت ليونيانو درباري مستو عياشانو پښتو پريښوده نو خبره
    دي ته راغله چې دغلامانو غلامان شولو ، دغه درباريا نو او دقدرت ليونيو تركرزيزم
    پوري،بايد پښتو پري ايښي واې ځكه په پښتو كې خو عياشې نشته ،ظلم ناروانشته ، غلامې
    نشته ، يوازي په صداقت سره كاركول دي ،
    ترځآن به دنوروخيال ساتې داپښتو ده اوپښتني ده ==
    دوي دسلطنت ليونو او دقدرت ليونو په پورتنيو كارونوكي يو كارهم نه دي كړي نو يې
    پشتو پريښوده چې خپله عياشې او دنفس دخوښي لپاره چې ي ي زړه و هغه وكړل ،
    كرزي زه نه ملامتوم چې ولي پښتو پريښوده څكه دي پوهيږي زه پښتو نه شم پاللاي ،
    پښتون نه شم اوسيدلاي ، خوترويلويي ته ويل شه دي ،

    په پاي كې :
    ګرانوهيوادو الو ، طفيلي مه اوسې ==
    شخصيت پرست مه اوسې =
    دچا پرپښتو خبرو مه غو ليږي بلكې پشتنواله يي پيداكړي .
    په غلامې كې دخلاصون كې اندونه وكړي .
    ====
    پر غلو باورمه كوي پرمافيايي ټيكدارانو مه غوليږ ي،
    == ملي مشران پيداكړي ،له قومې او سياسې توري تاريكې راووزي و روشانه سباوون ته
    راووزي ،
    لږ عقل خپل كړي سمي خبري وكړي چې پښتنواله ولري خلګوته يو څۀ وركړي نه داچې د
    غلامانو خدمت كونكې شي ،
    له هري مسالي سره علمي اوسياسې او له پښتني اينې سره برخورد وكړي .
    دپښتنو ديوالي او څان پيژندنې په هيله
    === رحمت يا ر =============

  19. کرزی رښتيا هم يو بګېل مړز ته ورته دی، څوک يې نه مني.

  20. کرزی د حده زیات غلام او د حده زیات حقیر دي.داسي حقیر او ناامیده لیدر دسرکښو پختنو زړونه نشي ګټلاي.