کور / z_buitenland_news -- 5 / الجزاير:په دوو بېلابېلو پېښو کي مرګ ژوبله رامنځته سوه

الجزاير:په دوو بېلابېلو پېښو کي مرګ ژوبله رامنځته سوه

تېره ورځ د الجزاير امنيتي چارواکو په يو لړ پوځي عملياتو کې چې د الجزاير د ختيځ په سل کيلومټرۍ د (تيزې وزو) ولايت په (بونوح) نومې سيمه کې تر سره کړل، دوه تنه وسلوال وژلي چې يوه اندازه وسله او مهمات هم د ساتونکو لاسته ورغلي دي.



او همدا راز د يوې بمي چاودنې له امله چې د الجزايري سرتېرو د ګزمې په موټر د (تيزې وزو) ولايت ته څېرمه په (برج مناديل) سيمه کې رامنځته شوه، دوه تنه سرتېري ټپيان شول.


د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په الجزيره کې د دوو موټربم چاودنو له امله چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر ته څېرمه رامنځته شوې، شاوخوا پينځوس تنه ووژل او يو سل پينځوس تنه نور ټپيان شول.