تخار: اووه تنه پوليس وژل سوي دي

د لراوبر اداره | مارچ 15th, 2009


طالب وياندذبيح الله مجاهدنن رسنيوته ويلي چي تېره شپه يې دتخارولايت درقت ولسوالۍ دكاغني په سيمه كي دسرحدي پوليسوپريوې پوستې دبريد په پايله كي يې اووه تنه پوليس وژلي دي .

هغه ادعاكوي چي دغزني ولايت دقرباغ ولسوالۍ په مربوطاتوكي يې دكابل –كندهارپرلويه لارده” 82″مليمتري توپ په واسطه دپولنډي عسكرودوه زغره وال ټانګونه ويشتلي اوپكښي سپروپوځيانوته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

دغه رازرسنيودطالبانوله خولې خبروركړئ چي دهلمندولايت مركزلښكرګاه ته څېرمه بولان سيمه كښي يې يوتن سيمه ييز قوماندان عبدالحميد اودهغه څلور تنه ساتونكي وژلي دي .

خبروايې بريد هغه مهال رامنځته سوچي نوموړي قوماندان په يوكرولاډوله موټر كي سفر كاوه چي ناڅاپه دطالبانو تربريدلاندي راغلئ اوقوماندان دڅلورواړه ساتونكوسره يوځاى ووژل سو .

ديادولووړده چي دطالبانودپورتنيوادعاووپه اړه تراوسه چارواكوڅه ندي ويلي .

بل لوررسنيو ته دتوره بوړه جهادي محاذ وياند قاري سجاد دننګرهارولايت په غني خيلوکښي په امنيتي پوستود بريدادعا کړې ده.

نوموړي وايي چي بيګادشپي دولس بجي دننګرهار ولايت دغني خيلودولسوالۍ دمرکز سره نژدي دمارکو په ساحه کي په امنيتي پوستو دتوره بوړه جهادي محاذقهرمانومجاهدينولخوادوړواوغټواسلحوپه توسط مخامخ بريد ترسره شوئ ، دې بريد چي يوساعت يي دوام لرلو په نتيجه کي يې دپوستوسره ولاړ يو رينجر موټر وويشتل شوئ او دده وينا په بريد کي دوی ته هيڅ ډول زيان ندي رسيدلئ .

Copyright Larawbar 2007-2024