کور / سياسي / د افغانستان په باب د امريکا نوي اندېښنې

د افغانستان په باب د امريکا نوي اندېښنې

څو مياشتي کېږي چي د ښاغلي اوباما اداره د افغانستان په اړه د متحده ايالاتو پر ټولو پاليسيو تجديد نظر او غور کوي.  د امريکايي ازادو مطبوعاتو په حواله اوباما  افغانستان ته پنځه کلن او عراق ته دوه کلن پروگرام لري. په بل عبارت، د اوباما حکومت غواړي چي له عراقه خپل عسکر په دوو کالو کي او له افغانستان څخه په پنځو کالو کي را وباسي.  بلخوا، د اوباما اداره د بوش پر خلاف نور په افغانستان کي د ديموکراسۍ په راستولو باندي ټينگار نه کوي، بلکي هغوى اوس د طالبانو او نور مخالفانو سره خبري کول، پښتني اقوام مسلح کول، اربکيان جوړول، يو ډول نسبي ثبات او امنيت ټينگول، او د افغانستان په اوسنۍ سياسي مشري کي د بدلون په باب خبري او ژمني کوي. 


البته دا ټول ښه او ضروري گامونه دي، مگر د هېواد ستونزي هر اړخيز بدلون، اصلاح، او سمدستي جدي اقداماتو ته اړتيا لري. ښاغلي اوباما د نيويارک ټايمز سره په مصاحبه کي ويلي وو  چي امريکا په افغانستان کي جنگ نه سي گټلاى؛ هغه د طالبانو سره مذاکره منلې وه، او يو ځل بيا يې د کابل حکومت په اداري فساد، کمزوري ليډرشيپ، او عامي بې کفايتۍ متهم کړى دى. 


په عين حال کي،  دننه په امريکا کي د عراق او  افغانستان څخه د امريکايي عسکرو له راايستلو سره د عام  امريکايانو مطلق اکثريت موافق دي.  امريکايان غواړي چي لدې دوو اوږدو او جنجالي جنگونو څخه ژر تر ژره خلاص سي.  امريکايان دننه پخپل وطن کي د پيسو لگول غواړي. هغوى د خپل اقتصاد او راتلونکې په باب اندېښمن دي.


د مطبوعاتو په حواله، د اوباما اداره باور لري چي کېداى سي قريب ٧٠ فيصده طالبان د سولي منلو ته راجلب سي.  د متحده ايالاتو د جمهورريس مرسيتال، جو بايډن، په برسلز کي د نآټو په غوڼده کي وويل: يوازي ٥ فيصده طالبان سرټمبه او د سولي مخالف دي، او بايد پوځي مات او سټ سي. باقي پاتي نور ٢٥ فيصده دوه زړه او ټکني دي، مانا دا چي نه پوهېږي چي د طالبانو سره پاتي سي او که سوله ومني. ( نيويارک ټايمز مارچ ١٣، ٢٠٠٩ )


داسي برېښي چي امريکا او ناټو د افغانستان څخه د وتلو پر لارو چارو باندي غور کوي.  ناټو اتحاد په ډاگه وايي چي په افغانستان کي يې هدف بايد دا وي چي هغه هېواد يو ځل بيا د القاعدې او ټروريزم په ځاله بدل نه سي. د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرټ گېټس هم همدا راز خبري کوي.  هغه بيابيا ويلي دي چي په افغانستان کي بايد واقعي او رياليسټيک اهداف ولرو. دوي د  افغانستان اوسني شرايط خطرناکه، پېچلي، او سخت بولي. هغوى  باور لري چي په افغانستان کي حالات د پاکستان له شرايطو سره نېغ په نېغه تړاو لري. 


اوس دا سوال مطرح کېږي چي څرنگه به متحده ايالات د طالبانو سره خبري کوي؟  څوک به د سولي خبري مخته بايي؟  ايا کېداى سي چي د اوسني بې اعتباره حکومت په شتون کي موثري خبري وسي؟ امريکايي مطبوعات وايي: د کابل حکومت، ملاعمر، حکمتيار، او نورو مخالفانو تر مينځ د سولي خبري اتري له ډېر وخت راهيسي رواني دي. هو، فقط څو مياشتي مخکي د دواړو  خواوو استازو په سعودي عربستان کي د هغه هېواد د مشرانو په کوربتوب  د سولي د خبرو په غرض راغونډ سوي وه، خو هيڅ ترې بود نه سول.  


بله خبره دا ده چي په افغانستان کي يوازي طالبان او حکمتيار مخالفان ندي. هلته په سلهاوو نوري محلي، قومي، د مخدره موادو مافيا، او مسلح غله او داړماران سته.  مطلب مي دا دى چي يوازي د طالبانو سره خبري کول د افغانستان نظامي او سياسي بحران نه سي حلولاى.  افغانستان يو هراړخيز سياسي او پوځي حل ته اړتيا لري. 


د کابل حکومت او متحده ايالات غواړي چي طالبان پر مکتبونو، د مرستندويو موسسو پرکارکونکو، او نورو حکومتي ودانيو باندي حملې بندي کړي؛ او طالبان په مقابل کي له حکومت او بين المللي قواوو څخه د کورونو د تلاښيو او د خلکو د توقيفولو بندول، د بگرام، گوانتانامو، او نورو محبسونو څخه د خپلو بنديانو ازادول، او تر سولي را وروسته د خپل ځان او مال امنيت او سلامتي غواړي. مانا داچي له روغي جوړي څخه بايد تسليم جوړ نه سي.  سياسي روغه جوړه د متقابل احترام په فضا کي ورو ورو  ټينگېږي، خو تسليم د غالب او مغلوب تر مينځ رابطې ته وايي.  


پدې دپلوماتيکي هلو ځلو کي، د طالبانو له طرفه  ملا بردار د سولي مذاکراتو مسول کس نومول سوى دى.   ويل کېږي چي حکمتيار کرزي ته د دوستۍ او پخلايني دوه پاسته  ليکونه استولي دي. د حکمتيار زوم ښاغلى بهير وروسته له شپږو کالو  بند څخه ازاد سو.  


داسي برېښي چي د ښاغلي اوباما د راتگ سره سم د متحده ايالاتو په دريځ کي د پام وړ بدلون راغلى دى.  د پښتني اقوامو سره د روغي جوړي مسله هم گرمه ده. د اربکيانو او قومي مليشاوو د جوړولو مسله تر ډېره حده منل سوې پاليسي ده.  په عين زمان کي، د اوباما اداره ضمنامنلې ده چي پدې تېرو څو کلونو کي د پښتنو سره بد او ناوړه چال چلند سوى دى.  همدا، د افغانستان د ننني وضعي درست او واقعي تحليل دي.


بل پلو، په امريکايي مطبوعاتو کي د افغانستان سيمه ايز حل لپاره  زيات او قوي پلويان پيدا سويدي.  د متحده ايالاتو پخوانى محافظه کاره خارجه وزير، هنري کيسنجر د فبروري پر ٢٩ په واشنگټن پوسټ کي ليکي: افغانستان هيڅکله قوي مرکزي حکومت نه لاره.  حتى دم گړى افغانانو ته يو ملت ويل هم څه مبالغه ښکاري. افغانان له ډېر وخت راهيسي د ملي او سياسي هويت په بحران اخته دي.  نو بنا ښاغلي هنري کيسنجر سپارښت کوي چي د افغانستان روان سياسي بحران د فيصله کول لپاره دي په ولاياتو کي سيمه ايز مشران تقويه سي.  د هغه په نظر، مرکزي حکومت کار ور نه کړ، راځئ چي سيمه ايز تجويز تجربه کړو.  د هغه په نظر، په افغانستان کي تل د ضعيفو مرکزي حکومتونو نسخه کاميابه سوې ده.  


بايد ووايم چي له بده مرغه په افغانستان کي پدې تېرو اتو کلونو کي همدا سيمه ايزه پاليسي عملي سويدي او نتيجه يې اوسنۍ رسوايي او ماتې ده.  د بوش ادارې د افغانستان په گوټ گوټ کي خپل د خوښي جګړماران تقويه کړل، او په نتيجه کي د مرکز او ولاياتو تر مينځ اوسنى تاوتريخوالى او نا انډولتوب لا پراخ او غښتلى سو.  نن سبا، په افغانستان کي هر امريکايي، جرمنى، فرانسوى، انگريزى، او نور خارجي غټ غټ قومندانان او جنرالان  د يوه  يا دوو محلي جنگسالارانو سره پټ تار لري. همدې نامشروع اړيکو د کابل مرکزي حکومت سنف کړى دى. د بوش ادارې دې بدي  پاليسۍ او د کابل حکومت ذاتي بې کفاتيۍ افغانستان د تباهۍ کندي ته ور نژدې کړ.  يو ځل بيا، همدا سيمه ايزه ازمويل سوې تجربه په نوي نامه او رنگ ازمويل سپېره ساده گي او سياسي اشتباه ده. د افغانستان د نجات او خلاصون يوازنۍ لنډه او مطمينه لاره قوي، پاک، او موثر حکومت دى.  


بلخوا، د مارچ پر ١٢ د واشنگټن پوسټ ورځپانې په متحده ايالاتو کي د افغانستان د سيفر ښاغلي سيد طيب جواد هغه تبصرې خپرې کړي دي چي هغه د هارورډ په پوهنتون کي کړي وې.  ښاغلى جواد وايي: ” هغه خلګ چي عقيده لري  چي په افغانستان کي جنگ نه سي گټل کېداى، بايد پدې پوه سي چي هغوى هيڅکله د کاميا بۍ لپاره پوره کوښښ هم نوو کړى.  که چيري فرض کوو چي افغانان د سولي، پلورليزم، او د بشر د حقوقو مستحق او جوگه ندي، دا نظر له سره غلط او نژادي رنگ او خوند لري. هغه زياته کړه:  د طالبانو سره بايد د قوت له دريځ څخه خبري وسي.”  داسي ښکاري چي ښاغلي جواد د جمهورريس اوباما هغه مرکې ته اشاره کوله چي د نيويارک ټايمز د اخبار سره يې کړې وه او پکي ويلي يې وه چي متحده ايالات د اصلاح سويو طالبانو سره د خبرو اترو پر لارو چارو باندي غور کوي. د ښاغلي جواد له خبرو څخه څرگندېدل چي د اوباما د ادارې له مامورينو څخه سخت گيلمن وي.


ښاغلي جواد بين المللي ټولنه د افغاني پوليسو او اردو د جوړولو په کارونو کي د ځنډ او ناکامۍ په ارتباط هم ملامته وبلله. هغه وويل: افغان دولت ته پيسې او منابع نه ورکول کېږي، اکثره پروژې د منابع او پيسو د نشته والي له امله په ټپه ولاړي دي.  


بايد اضافه کړم چي د ښاغلي جواد ځيني انتقادونه پر ځاى او ځيني نور يې بابېزه دي. لمړى، د کرزي د حکومت لوى عيب دا دى چي هيڅکله مسوليت نه مني. ددې حکومت ټول عالي رتبه مامورين همدا شان خبري کوي. هغوى د افغانستان د اوسنيو ناخوالو ټوله پړه پر امريکايانو او خارجيانو باندي اچوي. خپله کرار د خير پر غونډۍ کښېني. هغوى  ځانونه  مېلمانه ښيي، او بهرنيان کوربه. د کرزي په حکومت کي د مسوليت نه منل په يو ساري مرض بدل سوى دى.   بله خبره دا ده چي ولي په لمړيو ورځو کي د کابل حکومت استازو  همدا خبري نه کولې؟ ولي يې پر بين المللي ټولني باندي څرگند انتقاد نه کاوه؟ ولي يې افغان ولس له جريانه نه خبراوه؟ بلکي هله يې يوازي د بين المللي ټولني او په سر کي د امريکا غوړ او غټ غټ صفتونه کول.


په هر صورت، ښاغلي جواد څو کاله پخوا د مجاهدينو او طالبانو په تور دوران کي يو نر کار وکى، او هغه د ” اميد” اخبار سره قلمي همکاري ختمول وه..  هلته، ښاغلي جواد د اميد اداره او پاليسي په سيمه ايزو او قومي تبعيض او حساسيت تورنه کړه.  هله د ښاغلي جواد فيصله درسته وه، خو اوس هغه د يوه فاسد رژيم سره پوره اته کاله اوږه په اوږه دوږخ ته کوندې وچولولې. په اخرو شېبو کي، پر خپل لالا او ولينعمت باندي يو په يو انتقاد به ښايي څه گټه و نلري.  خبره دا ده چي د کابل اوسنى رژيم بايد سربسته ټرش سي.  د افغانستان راتلونکې اداره بايد کوښښ وکړي چي د کرزي په حکومت کي يو څو محدود او د گوتو په شمار ښه مامورين وساتي.  دغه راز، نوى حکومت مجبوره دى چي د وزارت خارجې د حيثيت د اعاده کولو په مقصد پدې وزارت کي پوره  تصفيه کاري وکړي، ځکه دا وزارت د افغان ضد د تمايلاتو په مرکز بدل سوى دى. البته، پدې وزارت کي د څو محدودو ښو خلکو په جمله کي يو هم ښاغلى جواد دى. والسلام. 

تبصره نسته

  1. دواقيعتونو منل دبرياليتوب لمړي اصل دي ،بدبختانه موږ افغانان واقعتونه نه منو او خپلي خيالي خبري راته ښه ښكاري .
    داچې هنري وايې افغانانو مركزي حكومت نه لاره ايا دااشاره يې دټول پښټون قوم ديوالي لپاره يوه اشاره نه ده ؟

    دپښتنو سره تيري او ظلم كول داوباما له خوامنل دهغو افغانانو چې پرهيوادييې خوابديږي دكاركولو نتيجه ده
    = دحكمتيار ا و طالبآنوسره خبري دسولي دراتلو زيري دي خو شماليزم به خپه شې ځكه ددوي ايراني او روسې ګټي په خطركي لويږي ،
    == له خبرواودسولي له پر وسې سره ملاتړ كوو
    هرډول تصمين بايد چې پښتنو ته وركړل شې ،
    يوه خبره هم شته هغه داچې له دي خبرو سره سره به بياهم ستونزه په سياسې ډول هواره نه شې او تكړه حكومت به رانه شې څكه ملي او افغانې وطن پال ذهنونه نشته ، ټولي سياسې ډلي نوروته كار كوي يوه هم ملي احساس او فكر نه لري په هرنامه چې وي ،

    دطالبانواوحكمتيارپه راتلوسره دپاكستان او اي ايس اي ونده ډيريږي چې روس ايرا ن او هندته دمنلو وړنه ده ،
    دكرزي د حكومت له شماليزم پرته پښتانه اكثره چارواكې داي ايس اي غړي او دپاكستان ملګري دي
    چې له كرزي تركرزي پوري له ديرشو كلونوراپه دي خوا بيا تر نن پوري دملي منابعو او سرماير په لوټولواو غلاكوول او سوزولو كې لاس درلود،
    په هرصورت موږ سولي ته اړتيا لرو ، په ځنګ كې دملي مفكوري دتقويې لپاره بايد هلي ځلي وكړو ، ترځوله دي ليوانوپه هربڼه كې چې وي ځانونه خلاص كړو ______

  2. ((تاسو نه شی کولی افغانستان او پاکستان سره بېل کړی. پخوا د امريکا حکومت دواړه مسلې سره بېلې کړې وې، دوی يوه د افغانستان تګلاره او بله د پاکستان تګلاره درلوده. موږ بايد دواړه سره يو ځای کړو، او زه هيله لرم نوره نړۍ به له موږ سره په دې هڅه کې مله شي.)) OBAMA. Not sure if this will be better for Afghanistan or Pakistan?