ولسي جرګې صديق چكړي ونه مانه
د افغانستان د ملي شورا په نننۍ غونډه كي د ولسمشر كرزي له خوا د وړاندي كړل سوو وزيرانو سرنوشت ته ځانګړې سوه، چي د ټرانسپورټ وزارت ته نومول سوى كانديد ومنل سو او د حج او اوقافو وزارت ته نومول سوى كانديد رد سو.
د ولسي جرګې د نن ورځي په غونډه كي حميدالله فاروقي د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت ته د رايو په اكثريت سره ومنل سو، او د حج او اوقافو وزير صديق چكړي د ۱۵۳ مخالفو رايو په وركولو سره رد سو.
صديق چكړي د جمعيت اسلامي ګوند مرستيال او د متحدي جبهې چي د حامد كرزي په مخالفت كي مشهوره ده، لوړ پوړى غړى دئ، خو په دې وروستيو كي د نعمت الله شهراني پر ځاى د حج او اوقافو وزارت ته د حامد كرزي له خوا نومول سوى وو.
د پارلمان وكيلان وايي د افغان پارلمان په تاريخ كي كوم وزير دغسي شرموونكې ماته نه وه خوړلې، د ولسي جرګې په نننۍ غونډه كي صديق چكړي يوازي ۵۹ موافقي، ۱۵۳ مخالفي وګټلې.
د افغانستان پارلمان تېره مياشت د سرحدونو وزارت ته كانديد اسدالله خالد هم رد كړى وو، چي اوس هم د سرپرست وزير په توګه پر خپله دنده پاته دئ. ولسمشر كرزي ويلي وو چي اسدالله خالد به يو ځل بيا ولسي جرګې ته د باور رايو په خاطر معرفي كړي، خو د صديق چكړي په اړه لا تر اوسه دولت خپل دريځ نه دئ په ډاګه كړى.