کور / نثر / ته مين يې ؟

ته مين يې ؟

هـو، زه مين يم. زه دا سې مين يم، چې زما مينه ممکن دنورو مينا نو سره تو پير ولري؛ داځکه چې زه  پتنګ نه يم چې يوازې دشمعې ځان ځاروم، نه بلبل يم چې يوازې دګل سندرې وايم او نه هغه شا عر يم چې په  خپلو شعروکې يوازې شونډې،سترګې او زلفې ستايم.


  هـو، زه مين يم.زه په تياره شپه کې دسپوږمۍ او ستورو ننداره هم دليلا مجنون له ديدنه کمه نه ګڼم. زما مينه محدوده نه ده ، زه دچاپيريال دهر څيزه دومره خوند اخلم، لکه څومره چې بورا دګل ځينې اخلي.
  هـو، زه مين يم. زه نه يوازې په سپرلو، رنګينو، ګودرو، چېنارو،غرورغو مين يم؛ بلکې زمامينه دټول خلقت، انسانيت او طبعت سره ده.






ادبي ټوټه


نږدې خواخوږى چې دموروپلاره وړوکى پاتې شو هېچا يې هم په سر لاس رانه کښه، نه يې چا اوښکې پاکې کړې اونه ور ته چا ډاډګېرنه ورکړه.زموږ ټولنې نه خو دې دود کډه کړې چې سړى دې ديوبېوزله،خوار،غريب،يتيم سره دانساني همدردۍ له مخې مرسته وکړي.بلکې دې دود پکې وده موندلې چې خلک دځان ښودنې(ريا) لپاره هر څه کوي؛خود اسلامي رورګلوۍ ،خېرښېګنې لپاره هېڅ نه کوي.


هغه کوچنىچې دګټې وټې يې څوک نه وه او ديوه کپ مړۍ ډوډۍ پسې به هر ورځ په پردوکوڅوودروازو  ګرځېده  هېچا يې هم پوښتنه نه کوله.خونن چې الله(ج)شتمن کړ نو ياران او دوستان يې هم ډېرشو هرسړى ورته اوس خپل ځان نږدې خواخوږ ورپېژني.         ١٣٨٧دلوه٢٠