کور / تازه خبرونه / ننګرهار:ايتلافي ځواکونو څلورتنو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار:ايتلافي ځواکونو څلورتنو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د چاوڼۍ په کلي کې بېګا شپه امريکايي ځواکونو د يو شمېر کورونو دروازې په بمونو الوزولي دي. دوه تنه ولسي وګړي يې وژلي، دوه يې ټپيان کړي او څلور تنه نور يې له ځانه سره بيولي دي. د سيمې استوګنو په لاريون لاس پورې کړ اود ولسمشر حامد کرزي او د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي پر ضد يې شعارونه ورکول. لاريون کوونکو د ايتلافي ځواکونو پر ضد د جهاد نارې هم وهلې. يو تن چې ځان يې رسنیو ته فضل مولا ورپېژنده  وويل چې وژل شوي، ټپيان او بيول شوي ټول بې ګناه ولسي وګړي دي چې نه له طالبانو او نه له عربانو سره تړاو  لري.د ننګرهار چارواکو پېښه ومنله او زياته يې کړه چې دوی سيمې ته يو پلاوی استولی چې د ترسره شوې پېښې په اړه به څېړنې کوي. په ختيځ کې ميشتو ايتلافي ځواکونو تردې دمه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي. ايتلافي ځواکونه په ننګرهار کې دغه ولسي وګړي په داسې حال کې وژنې چې ولسمشر کرزی په وار وار له دغو ځواکونو غوښتنه کړې چې د ولسي خلکو مرګ ژوبله نوره نه شي زغملای، خو د کرزي له بيا بيا وړانديزونو او ګوتڅنډنو سره سره هم ايتلافي ځواکونه د کرزي خبره نه مني او بې ګناه ولسي  خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.څه موده وړاندې د ننګرهار چارواکو هم خبر ورکړ چې دوی او امریکايي ځواکونه په دې سلا شوي، چې په ختيزو ولايتونو کې به دغه ځواکونه خپلسري عمليات نه کوي او نه به بې ګناه ولسي خلک وژني، خو لاهم دغو ځواکونو د افغان چارواکو په خبره غوږ نه دی ګرولی.