ولسمشرۍ چوکۍ ته د غوره نوماند ځانګړتیاوي
دا چی د افغانستان د اساسی قانون پر اساس په هیواد کی د راتلونکی دوری د ولسمشرۍ ټولټاکنو وخت رانژدی شویدی نو زمونږ د ډیروهیوادوالو سره دا فکر او سوچ پیدا شوی چی ایا په ټولټاکنوکی دی برخه واخلی او که نه؟ اوکه چیری برخه واخلی نو خپله رایه چا ته ورکړی؟
دغه هیوادوالو ته زما وړاندیځ دادی چی په پوره اخلاص او مهربانۍ سره دی په ټاکنو کی برخه واخلی او د خپلی خوښی نوماند ته دی رایه ورکړی تر سو وکولای شی چی د هیواد د اساسی قانون پر اساس او د هیواد د ټاکنو د قانون د لارښونو سره سم د خپلو رایو په ورکولو سره د هیواد سیاسی نظام پیاوړی او د هیواد لپاره نوی برښلیک وټاکی.
د یادونی وړ ده چی د هیواد لپاره د غوره مشر ټاکل او د یو قوی اسلامی سیاسی نظام جوړول د هر وګړی اسلامی، اخلاقی، افغانی او تاریخی مسولیت دی. او پدی موخه چی دا تاریخی مسولیت مو په ښه توګه تر سره کړی وی باید خپلی رایی داسی یو نوماند ته ورکړو چی د لاندی ځانګړتیاو درلودونکی وی:
۱. یو ثابت شوی ملی شخصیت ولری.
۲. د افغانستان د ولسونو پراښه ملاتړ ولری.
۳. نړیوالی ټولنی ته د منلو وړ وی.
۴. په افغانستان کی د پراښه سولی د پلی کیدو لپاره د ټولو افغانۍ مخالفو قوتونو سره د جوړ جاړی
اراده او توانمدی ولری.
۵. په هیواد کی د جګړه مارو ډلو او بانډونو په وړاندی د مقاومت اومبارزی توانمدی ولری.
۶. د سالمی او اختلاص نه سوچه اداری د جوړولو روښانه تګلاره او د عملی کیدو توانمدی یی ولری.
۷. لاسونه یی د ملت په وینو سره نه وی او جیبونه یی د بیت المال په پیسو (ملی پانګی) او نا جایزه ګټو
ډک نه وی.
۸. د هیواد د بیا رغوني او په هیواد کی د ټولو سیمو د متوازن پرمخګ لپاره قاطع او سالمه تګلاره ولری.
۹.روښانه دریځ او اجنډا ولری.
۱۰. په دواړو ملی ژبو (پښتو او دری) د تفاهم توانمدی ولری.
۱۱. د خپلی کورنۍ د ټولو غړو سره په افغانستان کی دخپلو خلکو ترڅنګ د ژوند تر پایه وهوسیږی.
ګرانو او درنو هیوادوالو ددی کار ترسره کول یوه تاریخی اړتیا ده تر څو وکولای شو چی خپل بچیان د
خپلواکۍ، اسلامیت، ملی واکمنۍ، ملی هویت، ملی یوالی او د وررولۍ په ستری روحیی سره و روزو
او د حق د لاری د شهیدانو ارمانونه پوره او څپیڅلی ارواګانی یی د تل لپاره ارامه شی.
تل دی وي افغانستان ژوندي دی وي افغانان او پیاوړی دی وي اسلام.