کور / سياسي / د نوي کال هیلي او د بارک اوباما ډالۍ

د نوي کال هیلي او د بارک اوباما ډالۍ

څرنګه چی وروسته له پنڅو کا لو دظالم بوش دوره پای ته ورسیده او دهغو منډو ترړو چی په امریکا که د راتلو نکی ولس مشری دګټلو لپاره کید لی یو کاندید ددیموکراتانوڅخه ښاغلی بارک اوباما و، هغه دخپلو ټاکنیزو منډو په درشل کی خپل دکمپاین شعارونه نوی امریکا،نویی تګلاره،نوی سیا ست، نوی ژوند…اوداسی نور زمزمه کول چی دهمدی شعارونو په اوریدلو سره دنړی په هرګوټ کی خلک دی ته لیواله و چی کیدای شی دامریکا په تګلاره ،سیاست اودبوش هغه ظالیمانه او وحشی تګ لاره دنوی ریس جمهور په راتلو سره بدله شی.

له یوه لوری دامریکا په داخل کی هغه میلیونونه وګړی چی دبیکاری او فقر څخه ځوریږی دښه ژوند په هیله نویو مشرانو ته سترګی په لاره و،له بل لوری دنړی په هر ګوټ کی مسلمانان دامریکا دظالیمانه او یو اړخیز سیا ست د بدلیدو په هیله ناست و.

دعراق مظلوم ملت چی په یوه وخت کی د نړی له پر مخ تللی اودتیلو بډای هیواد و دبوش دناکام اومخ توری سیا ست او دعراق ملت ته جنګونه،خرابی،قومی او نژادی خپل منځی جګړی،فرقیزشخړی…د بوش هغه ډالی وی چی دوی ته یی دده په اصطلاح دیوه دیکتاتوردخلاصولو په مقابل که ورکړی،که څه هم دامریکا دیرغل څخه مخکی په عراق کی دامریکا یرغل ته څنی ایمان ضعیفه کسانو هر کلی کاوه خو له دی څخه خبر نه و چی مار ته ځوک په لستو ڼی کی ځای نه ورکوی.

همدارنګه دفلسطین هغه بی دفاع او مظلوم مسلمانان چی تل داسراییلو او منافقو مسلمانانو له لوری په کلا بندی که شپی ورځی تیروی او تل دسهونیستی ټانګونو په واسطه ددوی ښارونه،کلی،اوباغونه تر چینو لاندی کیږی او دهغو الوتکو په زریعه چی دبشر دوسته امریکا له لوری دوی ته ډالی شویدی شپه او ورځ د دوی ماشومان،ښځی،زاړه دخوشیی بمونو لاندی کیږی، ،هغه فلسطین چی هلته هره ورځ دسهو نیستی قواو او دامریکا په مرسته یو بشری ناورین جوړیږی هم په دی هیله وچی کیدای شی دامریکا هغه ظالیمانه او یو اړخیزه تګ لاره چی دفلسطین لپاره یی لری بدلون ومومی.

افغا نان هم په دی هیله و چی کیدای شی دنوی ریس جمهور په راتلو سره دامریکا هغه خپل سری تګ لاره چی همدا اوس یی خپله کړی ده څه بد لون په کی راشی.

هغه و چی دامریکا ټاکنی تر سره شوی او په غوڅ اکثر یت د دیموکراتانو کاندید بارک اوباما ټاکنی وګټلی په همدی ګټلو سره یو ځل بیا دټولی نړی هیلی زیاتی شوی،خو بد مرغه په همدی ورځو کی یوځل بیا سهو نیستی وحشی وینو چښونکو قواو دفلسطین په مظلوم ولس په ځانګړی د غزی په غیر تمند ولس دانسانیت څخه لری حمله وکړه ټوله غزه دامریکایی الوتکو خوشیی بمونودلوګیو،ټانکونو تر چینو لاندی په وینو رنګ شوه،ددیارلسو سهونیستانو په مقابل کی ددوزرو په شاوخوا کی بی دفاع او مظلوم فلسطینیان چی زیاته برخه یی ښځی او ماشومان و په بی رحمه توګه شهیدان کړل چی نه تش په نامه ملګرو ملتو،نه دبشر دحقوقو تش په نا مه بلبلانو د هغه مظلوم ولس په ملګر تیا څه وویل او داسلامی نړی په ځانګړی دعربو مشران او شهزاد ګان خو پخپلو میلو چړچو کی غرق تللی و په همدی وخت کی د امید سترګی یوازی دامریکا نوی مشر ته اړه ول کیدلی ځکه هغه دنوی تګلاری کو کی زیاتی وهلی وی،هغه وه چی همدا څیره بیا په ډاګه شوه له او روښانه شوه چی نوی مشر هم دفلسطین او اسراییلو په وړاندی هغه دبوش ناکمه تګلاره خپلوی ځکه په هغه ورځو کی ښاغلی اوباما وییلی و چی اسرایل دخپل ځان ددفاع داسی ناروا حق لری که زه ددوی برځای وم له دی زیات څه به وکړم.

په همدی خبرو سره دفلسطین دهیلو شیبی په ختمیدو شوی او دا ورته څرګنده شوه چی په څیرو کی بدلون راغلی خو تګلاره هغه زړه ده.

دعراق په وړاندی دنوی مشر تګلاره خو یوڅه ښه وه ځکه هغه ویلی وچی دعراق څخه به خپلی یرغلګرځواکونه وباسی او واک به دعراق ملت ته سپاری.

دافغانستان په وړاندی دښاغلی اوباما تګ لاره دبوش دتګلاری څخه یو څه زیاته خپل سری ده هغه دا چی دی غواړی چی په افغانستان کی دزیاتو سرتیرو په رالیږلو سره خپلی موخی تر لاسه کړی په همدی خبرو سره دافغانانو هغه هیلی چی اوباما ته یی لرلی تر خاورو لاندی شوی ځکه ښاغلی اوباما غواړی چی وینه په وینه باندی پاکه کړی ددی پرځای چی هغه نوی تګلاری غوره کړی تر څو ګټه یی عام او مظلوم ملت ته ورسیږی،بی کاری لری کړی،ددولت دفساد څخه ډکه اداره چی ددوی په خوښه جوړه شوی ده اصلاح کړی، دخپل سرو بمباریو،خپل سروپلټنو مخه ونیسی له دی څخه دزیاتو کړه نو زیری راکوی.

اوس چی نوی کال په راتلو دی نو داوباما د ډالیو څخه دا ځرګندیږی چی په دی کال کی به بیا څومره دهسکی مینی ناوکی په سرو منګلو د نورو پیغلو سره یو ځای ځوانی مرګی شی، بیا به څومره ماشومان اوزاړه دشینډ نډ په عزیز اباد کی دخیرات ددیګو تر څنګ ددوی غوښی پخی شی، بیا به څومره د بی ګناه خلکو دروازی په بمونو والوزول شی او هرڅوک که زوړ وی یا ما شوم یا ښځی چی په مخه ورځی دتورو ګولیو خوراک اوشهیدان شی بیا به نه څوک دپوښتنی وی ،نه دملا متولو!

په هرحال افغانان هیله مند دی چی ښاغلی اوباما یو ځل دافغا نستان دینی او مذ هبی جوړښت،دخلکو رواجونه،جغرافیا یی مو قیعت…په نظر کی ونیسی همدا رنګه دیو ځل د افغا نستان تیر تاریخ ته پام وکړی او دانګریز او روسی چارواکو سره دمشوره وکړی او بیا دخپل تصمیم ونیسی.