افغان ملي ټيم جنوبي افريقا ته وخوځېد
د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله نن د مارچ پر ۱۹ – مه نېټه د جنوبي افريقا په سياليو كي د ګډون په خاطر دغه هيواد ته وخوځېده.
د افغانستان د كركيټ بورډ مشر شهزاده مسعود وايي دغه لوبي به د جنوبي افريقا په پلازمېنه كي د اپرېل پر لومړۍ نېټه پيل سي، چي د افغانستان لومړۍ لوبه د ډنمارك له هيواد سره ده.
د افغانستان د كركيټ لوبډلي روزونكى كبيرخان وايي لوبډله يې تر پخوا هم تكړه سوې ده او هيله لري چي ښې نمرې به ترلاسه كړي.
بلي خواته د افغان لوبډلي تكړه لوبغاړى رئيس خان احمدزى وايي سره له دې چي په دا ځال سياليو كي د پرمختللو هيوادونو له تكړه لوبډلو سره مخ دي، خو د افغان لوبډلي مورال تر پخوا ډېر اوچت دئ، چي انشاءالله ښې لوبي به ترسره كړي.
د افغانستان د كركيټ لوبډله چي په تېرو درو ډيويژنو كي يې لومړي مقامونه ترلاسه كړي، كه په اوسنيو كي څلورم مقام وګټي هم به د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته د ګډون حق ترلاسه كړي.