اوباما : د امريكا او ايران تر منځ دمرستې وخت راغلى دى
خان زمان کاکړ
ايراني ولس ته په نړۍ كې خپل حقيقي مقام وركول ددوي حق دى خو د توپك په زور نه
د متحده ايالاتو ولسمشر باراك اوباما په خپله يوه خاصه وينا كې پر ايراني ولس ږغ كړى دى چې اوس نو د امريكا او ايران تر منځ دمرستې وخت رارسېدلى دى
د دواړو هيوادونو تر منځ دي د امن او مرستي نوې لړۍ پيل سي او په دې لړ كې دي د پام وړ پرمختګونه وكړل سي
ايراني ولس ته له امريكا څخه د ټلويزيون له لاري په خصوصي ويناكې د امريكاولسمشر بارك اوباما ويلي دي چې ايراني ولس ته دي په نړۍ كې خپل حقيقي مقام وركول سي خو د هغه په وينا دا كار د وېري او توپك له لاري ناشونى دى
هغه زياته كړېده چې دمتحده ايالاتو او ايران تر منځ دي د اړيكو ښه كولو په خاطر سپېڅلې هلي ځلي ترسره سي .هغه ويلي دي چې په تېرو څو لسيزو كې د دواړو هيوادونو تر منځ حالات كړكېچن و خو اوس يې د هغه په وينا د سمولو وخت رارسېدلى دى
بارك اوباما پر ايراني حكومت ږغ كړى دى چې د نوي كال له پيل سره سم په كار ده چې د دواړو غاړو له خواپه سپېڅلتيا سره د ښو اړيكو دپاره كار پيل سي
د يادونې وړ ده چې د متحده ايالاتو ولسمشر باراك اوباماپه داسي حال كې ايراني ولس ته مخاطب كيږي چې هغوي د نوي كال په لمانځلو بوخت دي