نوی هجري لمريزکال (۱۳۸۸) مو نېکمرغه!

د لراوبر اداره | مارچ 21st, 2009



 


هرروز تان نوروز  نوروز تان پيروز

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيــــــــــده دي
ويښـول ئې ډيرکـــــــــــلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي
دا کم بخــــــــــــــته لانشه د جنت غواړي

(استادبېنوا)
 


سويډن – مالمو
د۲۰۰۹ مز کال دمارچ ۲۰مه

درنوهيوادوالو،اغلو اوښاغلو!

دنوی هجری شمسی ۱۳۸۸ هجری شمسی کال دراسېدوله امله تاسودرنو افغانانو اونړۍ کښي ټولوهغوته چي داورځ دنوی کال دورځي په نامه نمانځي دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيلي وړاندي کوو.
وطنداران وهم فرهنگيان شرافتمندو گرامي در سرتاسرگيتی !
اجازه دهيدبخاطر فرارسيدن نوروز ازصميم قلب به همۀ هموطنان گرامي ومردمانکه اين روز راخجسته ميدانيدمبارک بادبگويم . آرزومنديم سال نو، سال پر سعادت وکامگاري براي ملت هاي ستمديده وبلاکشيده جهان باشد.
آمدت نوروز و جشن نوروزی فـــراز
کامگارا کار گيتی تازه از سر گير باز
منوچهری

درنو هيوادوالو !
دادی زموږ کړېدلۍ ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردي . دوي يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي اوانساني کرامت ته درناوی .

له بدمرغه په تيرکال کي زموږ دولس هيلي اوانتظاريو ځل بيا په نااميديوبدل سو. زموږ خلکوسوله غوښتل، ولي هغه رانه غله ،دانسان وژنې لمبې نوري هم سوځونکې سوې ،په ټول هيوادکي تر اوسه امنيت ټکنۍ دۍ ،په بهر کي داوسنی دولتي حاکميت څخه خوابدو لخوا دبهرنيانو په هڅونه اولمسون زموږ په خاورکي نا ارامي دوام لري ،يوپه بل پسې دځانمرگي ريدونو بوږنونکي خبروتر غوږو کېږي ، دځان وژنې پروسه دالقاعدې سازمان لخوا په گړندی بڼه روانه ده . دطالبانو او القاعدې دسازمان پرخلاف مبارزې په نامه هره ورځ زموږ دهيوادپه کليو اوبانډوکي دبهرنيو ځواکونو لخوا بې گناه انسانا ن وژل کيږياودبلې خواددولت مخالفين دعوامو خلکو کورونه اوبنډې دځان ساتنې سپر گرځوي .

داوير يوازي پدغوسيموکښي نه دی راښکېل ،له بدمرغه دافغانستان په گوټ گوټ کې دسولي اوارامی دښمنان دبهر نيودشومواوافغان دښمنو ارزوگانودپلي کېدوپه خاطر دغلچکی بريدونوپه لړکي بهرنيان دې ته هڅوی چې پرکليو اوبانډوباندي هوايي برېدونه وکړي، ترڅوزموږ بېگناه هيوادوال له منځه ولاړ سي .

دادی يوځل بيا دنوی کال تر راسيدوڅوگړيه وړاندي دهيوادپه يو شمير سيموکښي ځانمرگی بريدونه ترسره شول اودې کاردې ته پلمه جوړه کړه چي دايساف اوناټوپوځی ځواکونو دجنگی عملياتوپه طرڅ کي په لسهاوزموږ بېگنا ه هيواد والوخپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ .

ددې پرځاي چې دوي ،اوددوي خپلوان (دچامور اودچاخور، ياورور اوزوي ،يالور ) دنوی کال په خوښيوکي دخپلې کورنۍ سره يوځاي برخه اخيستې واي اوس ئې کورنۍ اودوستان په سر و اوښکودوير پرکمبله ناست دي .

ددې ټکی په پوهېدوسره چې جگړه دافغاني مسلې دحل لاره نده،دنوی کال دمبارکي ددې پيغام پوسيله يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړونه هيله کوو چې دسولي اوتفاهم لارغوره کړي . دافغانستان داڅوکلن تاريخ دا ثابته کړې چې دجگړې اوټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي . ددې لپاره چي دافغان وژني اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي ، افغانان راشی پخپلوکې سره جرگه شی اودپرديوله مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله راولۍ.

ټول په يوه اواز دافغانستان بيارغوني ته ملاوتړۍ،دويرانی اوبې اتفاقی پر ځاي ملي يووالي ،تفاهم ،د تعليمي اوتحصيلي موسسو جوړولوله لارې دجگړې او ورانۍ له بلانه خپل ملت وژغوری. .

دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي حامدکرزی نه په کلکه غوښتنه کووخپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړي،دشخصي مقام دساتلو اويا يوځل بيا ددغه مقام دتر لاسه کولو په موخه افغانستان دنړيۍ له زبرځواکو سره په مخالفت کي ونه دروي . ترڅو چي په دولتی حاکميت کښي دمشر په توگه مسوليت ولرۍ ،په دولتي اداروکې ادادري فساد،زورزياتي ،رشوت اوافغان ولس زورنې پر خلاف جدياوصادقانه گامونه پورته کړی ،دزورواکانو لاسونه دغريبو اوکمزوروله ستوني نه لنډ کړی.

داپه هيڅ ډول ،هيچاته دمنلو وړنده چي دبهرنيانودميليارډونوډالروپه ترلاسه کېدوسره لا تر اوسه افغانستان په ټولو برخوکې دنړيوالوتو ليدی توکودخرڅلاو بازار پاته شوۍ ، اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواددئ چي دبيکارو،وږو، تږو،ناروغواوفقيرانوشمير ئې ور ځ تر ورځي زياتېږي .

په افغانستان کي دکرهڼې اومالدای ودي ته جدي پاملرنه اودکوکنارو دکرکيلي له مځه وړل دافغان دولتي چارواکو اونړيوالو مرستنديوهيوادونولومړنۍ دنده بولو.

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه په راتلونکی ۱۳۸۸ کال کې دټولوافغانانوڅخه هيله کوي چي دخپل هيواد دولسمشرۍ اوسياسي برخليک ټاکنولپاره پدې نوی کال کښي دخپل هيواد لپاره ديوهوښيار اوافغان ولس سره دخواخوږي مشرد ټاکلوپه برخه کي دخپل ملي صلاحيت اودرايت نه دملي گټو پر بنيادمعقوله استفاده وکړي ،داسي څوک دولسمشر لپاره په گډه ونوموي چي وکولاي شي داسوځېدلي هيواداورنځېدلي ولس ته نجات ورکړي .

زموږ په باور افغان ولس ته بايد سياسي اومذهبي گوندونه ،ټولنيز اومدني سازمانونه ،قومي اومذهبي مشران اومستقل شخصيتونه دخپل رواحق نه دمعقولي استفادي لاري چاري وروفهمه وي اوهغوي ته دملي گټودساتلو،په هيوادکي دهمېشنۍ سولي اوثبات راوستلو اوملي يووالي دتامين په موخه لوری ورکړي .

ددې لپاره چي راتلونکې موله ستونزواوکړاونونه ډکه نه وي پرځاي ده چي په افغاني شهامت بېله هرډول تبعيض نه دځان اوهيوادلپاره هوښيارمشرتابه وټاکۍ . له دغه ملي، اوانساني حق نه دافغاني ټولنې دروښانه راتلونکي په موخه معقوله اوپر ځاي استفاده وکړي .

دافغانستان غيرتي اوپر هيوادمينوخلکو!

دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سۍ ،اوداهم تاسو ياست چي دخپل برخليک په ټاکلو کښي دبل نه مشوره غواړی اويادهغوي پر علاقوتکيه کوی اويا خپله مستقلانه پرېکړه کوی .زموږ په باور افغانان بايد پدې پوه اوپه ټول قوت تلاښ وکړي ترڅوديووالي په روحيه ديومټي افغان ولس په توگه په خپله خوښه دخپل سرنويشت ټاکلو امکانات برابرکړي .

موږپدې پوهېروچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلۍ دی،همدا لامل دی چي سولي او امنيت ته ترهرچا زيات اړتيالري . افغانان بايد پدې باور ولري چي بېله سولي ثبات نه هيوادجوړونه ناشونې ده .

دتاريخي تجريبواوسياسي فلسفي دحکم له مخې دهربېگانه پوځی ځواک موجوديت ديوه هيواد سياسي استقلال ترسيوري لاندي راولې اودخپلواکی رنگ ئې پيکه کوې ، افغانانوديو ضرورت له مخې داومنل چي بهرني وسلوال ځواکونه افغانستان ته راشی ترڅو ددوي هيوادله بنسټپالواوالقاعدې بېگانه عربی سازمان له منگولوخلا ص شي . اوس چي په افغانستان کي دبهرنيانو دشتون اوددوي دمالي مرستواته کاله تېرېږي ،پر افغانانوده چي دخپلې ملي او وطني دندي له مخې خپل هيواد پخپله جوړ،قومي اوسياسي بي اتفاقيو اوددولتي قدرت پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدي . دا به شرم نه وې چي افغانستان پردي ابادکړي ا وپردي پوځی ځواکونه موکورنۍ امنيت وساتي؟

زموږ غوښتنه داده که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره روښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله راسي نوښه خبره داده چي دجگړې پر ځاي دټولو مخالفينو اودافغانستان داوسنی دولتي حاکميت خلاف ډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا اومخکنيوشرطونونه خبرې ژر تژره پيل شي .مخاليفي ډلې هم بايد دافغانستان دملي گټو اوپدې سيمه کښي دنيمي پيړۍ روانې جگړي ته دختمېدوپه خاطربېله کوم شرط نه دافغانستان دبيا جوړونې لپاره دملي مصلحتونوپر بنياددټو لنې په سياسي اوقتصادي ژوندکي دفعال گډون په موخه دخبرو اومذاکرې ميزته حاضرشي . دادنړيوالي ټولنې دنده ده چي ددولت د اوسنيو مخالفينوته دملي پلاتفورم اونړۍ وال تظمين پر بنياد دافغانستان په سياسي اودولتي ژوندکي دفعال گډون امکانات خبرو اومرکوله لاري برابر کړي .

موږدامسله اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکې اوافغان ولس دبسياينې په خاطردټولوخوابدوخواوپه گډون يوافغان شموله نړيوال کنفرانس را وبلل سي .پدې کنفرانس کي دملي تفاهم اوپخلاينې په موخه په جگړه کي ټولو ښکېل اړخونو،سياسي اوټولنيزو سازمانونو،خپلواکو شخصيتونو،قومي مشرانواوديني عالمانوته دگډون اوپرېکړي صلاحيت ورکړه سي .دغه ټکی ډير اړين بولوچي ددغه کنفرانس پرېکړې دملگروملتو دسازمان دامنيت شورا لخوا دسيمي ليري اونږدې پرتو هيوادونواوپه ځانگړې توگه دافغانستان گاونډيانوباندي ومنل سي .سرغړونکۍ هيواد ته دنړيوالو نورمونوپر بنياد سزاورکړه سي .

هيله منديوپه نوۍ ۱۳۸۸ کال کښې افغان ولس دهيواددبيا ودانولو،سولي،اجتماعي بسيا ينې په برخه کې تاريخې برياوي ولري .

دافغانستان پياوړی شاعرعبدالوهاب سرتير وايي :
که په کابل که په پروان توييږي
که په هرات که په لغمان توييږي
نه کوم انگريزنه کوم چنگيزدی هلته
يواځې وينه دافغان توييږي

وياړپه افغان غيرتی ولس!
پدې هيله چي دا کړېدلې خلک ارام ،بسيا اوښېرازه ژوندولري .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

دروزگان ملي مهالنۍخپروني مسؤل  – حبيب الله غمخور






د وري (حمل) لومړۍ ۱۳۸۸ هجري لمریز کال


۲۱/۰۳/۲۰۰۹ 
 
 
درنو افغانانو! نوی کال ۱۳۸۸ د بزګر جشن (نوروز) مو مبارک شه!  – محمد ایاز نوري


 
پسرلی بې له تبعیضه راغلئ، پسرلی سخاوت کوي، هره خوا ګلان په خندا دي او پخپلو بوینو هر ژوی خوښوي، پسرلی خوښي راوړي .


زمونږ په ښکلي او ویاړمن هیواد افغانستان کښي د وري د میاشتې لومړۍ نیټه د نوی کال لومړی ورځ ده. افغانان دا ورځ له ډیرې پخوا زمانې څخه په ښکلو مراسمو لمانځي. مونږ یو تاریخي هیواد او یو ډیر اوږد تاریخي شتون لرو. په زرونو کالونو پخوا، د نوروز ورځ د پسرلي پیل، د لرغوني بلخ واکدار او د افغانستان لومړني پاچا، یما به هر کال په خاصو پروګرامنو لمانځله. یما پاچا به په دغه ورځ په خپل لاس د بزګرانو ومخ ته یوي (قلبه) کوله او په همدې ورځ به یې مرغۍ هوا ته خوشي کولې. د یوي کول نه مقصد د هغه زمانې د زراعتي دود او مدنیت نمونه وه او د چوغکو آزادول د استقلال او خپلواکي معنی تمثیلوله.


د ګران افغانستان یوه نامتو پاچا د برتانوي استعمار څخه د هیواد د آزادۍ محصل، اعلیحضرت مرحوم غازي امان الله خان به هم د خپلي ویاړمني واکمنۍ په دور کښي هر کال د بزګر جشن په خاصه مینه او پاملرنه د خپلو وطنوالو سره یو ځای لمانځه. غازي پاچا به د نوروز په ورځ د بزګرانو جامې اغوستلې او د زرهاوو افغانانو په حضور کښي به یې په خپلو وطنپالو لاسونو په غوایو باندي یوي کوله او د ونو نیالګي به یې په ځمکه ایښوول. د غازي د دې عمل څخه هدف دا وه، چې افغانان د کرنې او د هیواد د لا سمسورلو وخواته تشویق او ترغیب کړي او هیواد په ځان بسیا او افغانان پخپله پوره او په ګیډه ماړه وي. (۱)


د ۱۳۸۸ کال بنسټ له هغه وخته راپیل کیږي، چې د خدای پاک حبیب د اسلام محبوب پیغام وړونکی محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) د الله (ج) په هدایت د عربستان د مکې د ښار څخه مدینې ته هجرت وکړ. د وري د میاشتي لومړۍ چي د بزکر جشن دئ اوس هم د افغانانو له خوا په پوره علاقې د هیواد په مختلفو سیمو کښي لمانځل کیږي. په پلازمینه ښکلي کابل کښي دا جشن په څو ساحو لکه: د خواجه صفاء د ارغوان بڼ د شهدا صالحین د غره په لمن کښي، طاق ظفر په پغمان کښي، د بابر بڼ، د چهلستون د ماڼۍ په محوطه، کارته سخي زیارت، باغ بالا او بادام باغ  کې د هیوادوالو په حضور سره تر سره کیږي. د هیواد د ولایتونو په کچه د نوروز جشن د لرغوني بلخ مرکز د مزارشریف په ښار کښي د حضرت علی کرم الله وجهه د ګنبدې په ساحه چي د (ګل سرخ) میله نومېږي، هر کال په تودو مراسمو لکه د سخي صاحب د جنډې په پورته کولو او د وزلوبي په اجرا کولو لمانځل کیږي. 


په ښکلي او لرغوني هیواد افغانستان کښي د سولي او خپلواکۍ د پسرلي په انتظار دغه لیکنې ته پای ورکوم.



اخځنلیک:


(۱) حاکمیت قانون در افغانستان، بقلم اعلیحضرت امان الله خان غازی، تدوین د استاد حبیب الله رفیع





 انجینر ساپې – د مبارکي پیغام


په اتریش کي د افغانانو د کلتور او مرستو ټولنه خپل د مبارکۍ مراتب د ۱۳۸۸لمریز کال په ویاړ د نیکوو سپرلنیو هیلو په وړاندي کوو سره ټول افغان ولس ته څرګندوي او د لوي څښتن له دربار څخه خپل ولس ته دا کال د سولي دپیغام راوړونکي کال غواړي . زمونږ ټولنه په هېواد کي دننه د جګړي ددواړو خواو څخه د نوي کال په ویاړ د نوي سولیزي ستراتېژۍ غوښتونکي ده ، پرېږدي چي نور زمونږ ولس د باروتو د لوګي پر ځاي د نارنج ګل د معطرو وږمو په چاپېریال کي په پوره روغتیا خپل د ژوند شپي او ورځي تېري کړي .


 په درنښت


 په اتریش کي دا فغانانود کلتور او مرستو د ټولني اجرائيه شــــــــــــــورا





زرلښته حفيظ
 ګرانو هيواد والونوي کال مو مبارک شه



نو ي کا ل مو بختور شه هيو ا د وا لو
شپه برات ورځ مواخترشه هيوادوالو


چي بيا ورکه د مودومودوجګړۍ شي
داسي سوله مو په درشه هيوادوا لو


انګړونه موپه شنه ونو ښايسته شه
را د ميني خوږ خبر شه هيواد والو


د مو دو مود و و ير و نه تور تمونه
داد غم شپي مو سحر شه هيواد والو


ګلبڼو نه مو ښا يسته په سره ګلا نو
ټول فضا مو معطرشه هيوادوالو


نوي کاسره مو سوله ميلمنه شه
دحفيظ پري خوږنظرشه هيوادوالو


د نوي کال ډالۍ
وطن ته سوله غواړم لوي ارمان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
ننګرهاره درنه خپل دميني هار غواړمه سوله
درمان دريدي ګل دزړه پرهار غواړمه سوله
نرګس ګلونه واړه زما دهيلو کنډولي دي
دتوروشپو تيارو ته شين سهار غواړمه سوله


ارمان مي د سکون شه ارغوان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
****
يو سوله نزارانه کړه ويرځپليو ولسو ته
ګلاب ګلونه شينده دوطن پيغلوکمڅو ته
خاونده بري ورکړی د ننګونو شازلموته
تاريخ مو بيا ژوندۍ کړه داوياړلي ولسوته
د خان غفار مزار نه يو ارمان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
****
شيني مستي بلبلان به دی بيا درومي په مزار١*
نن بيا مي سترګي څاري هغه ستادراتلو لار
ستاغم کړم په ملا مته نور دژوند نه شوم بيزار
جنت مي درته غوښتي په دوعاګانوکي په باربار
سري اوښکي مي پرمخ څيري ګريوان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه


کال بيا ده نوي شوي يو ارمان ورته ډالۍ کړئ
دسولي انتظار کړي يو جانان ورته ډالۍ کړئ
زخمي زخمي وطن موپرهروته درمل غواړي
دميني ولولو نه ډ ک جهان ورته ډالۍ کړئ
خزان خزان وختو ته ګلستان ډالۍ کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه
****
راځه دميني خياله کشمالي ګلونه راوړه
ننګرهاردګلو باغ نه چمبيلي ګلونه راوړه
حفيظه ملااذان کي رات کراني ٢*مي ياديږي
ګلاب ګلاب وختو نه ګلابي ګلونه راوړه
دسولي خو ږ پيغام په هر زمان ډالي کومه
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کومه


د نوي کال مو مبارک


کال به نوي شي او اوني پاڼي وکړي
هسکو ونو کي ټول زاڼۍ ځالي وکړي


د سنځلو ونۍ سپيني ښکلي ښکاري
سپين غرهم بيا پر ګي مماڼۍ وکړي


که بياهم دشين سهارمحال کي لمربيا
سپيدداروباندي سپيني وړانګۍ وکړي


که نسيم په خندا راشي پاس په ونو
نارنج ګل ته زيرۍ راوړي د خندلو


که بورا بياپه اهنګ د ګل په مخ کې
راڅر خيږي اد ګاني کړي په ګلو


ارغوان او ريدي ګل زمونږد غرونو
ښايسته ښکاري نارنج ګل زمونږد ونو


زه به بيا هم د ملکو نو مساپر يم
نوي کال کي دي شيبو نه ناخبر يم


لاس به پورته کړم دوعاد سولي غواړم
نوي کال کي به د خپل زړه هيلي غواړم


حفيظ وايي بيا د خپل وطن په خيال کې
مبارک ټو لو ته و ايم نوي کال کې



دوطن پيغلو ته ډالۍ
راځه ته شاه جهان شه زه ممتاز دمحلونو
راځه ته مي فرهاد شه زه شيرينه دوختنو
راځه ته موسی خان شه زه مکۍ ستادنکلونو
دميني خوږ غزل شه چي تل ګرځو په ډير زړونو


د ميني په پيغام کي ګلستان ډالۍ کوم
کال بيا ده نوي شوي سره ګلان ډالي کوم


 


نوي کال
نوي کال مو بختور شه پسرلي راغلي دی
دنارنج ګل په خندا شوچي لالي راغلي دی


قاصد دميني راوړ د نرګس د ګل جامونه
ننګرهاردسولي غږ کي بريالي راغلي دی


کنړسيندپه څپوکي دمستي سندري وايي
خټک له خنداشين شوچي زړګۍ راغلي دی


رابيل چمبيل کلونه به درځارکړم هيواد والو
ننګرهارپه نارنج ګل کي شازلمی راغلې


بياپيغلي به خپل سپين لاسونه سره کړي په نکريځو
چاويل چي سودا ګر د بوډيالۍ راغلي دی


دزرکو قطارونه به راځي په لوړو غرونو
سپين غر له چي نښتر بياپه ځواني راغلي دی


ننګرهاره
ستادمستي ستاد ځواني ستا د ښکلا شيبي دي
ا ی ننګرهاره نارنج ګل ته د خندا شيبي دي


د ګلوباغه ستا ديرو کي به جرګۍ جوړيږي
بياپسرلۍ شو دسپين غرنښتر شغا شيبي دي


ستا نوي کال سره وږمۍ د پسرلي به را ځي
بياپه ويالو کي ګلابونه کشمالي به راځي


ستا د سپين غرلمن ته راشي ننګرهاری کوچيانې
بياد سپين غرمشا عرۍ ته شاه زلمي به راځي


مستو شعروکي تراني د پسرلي به را و ړي
بياسوغاتونوکي دسره ګلاب ګيډۍ به راوړي


بيا به د سره سينو مرغيو اوازونه ستا يي
بيابه شپونکۍ دشين خالي مينه شپلي کي راوړي


اوراوره کي به راتاويږي زيارتونوباندې
رنګين شالو کي مستي پيغلي ګودرنو باندې


هرچهار شنبه دډولکي بابا ميله به ګرم وي
ګرم د سولي ډک بازار دی اولسونو باندې


ماته خوستادنارنج ګل خوږه وږمي يادږي
ای ننګرهاره د غزل مشاعري يا د يږي


بيادحفيظ دماشومتوب دونيارايادکړي راته
د جلالا اوبه خو ږي رڼۍ چيني يا د يږي


نوی کال دي مبارک شه


ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
ستا باغونه می ياديږی نارنج ګل دبيا سپړيږی
داشنا ښايسته يادونه نن می بيا په زړه وريږی
ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
****
خا طری می پاريدلی ټولي ستا لمن نيولي
ستادميندوارمانو ته ما په سروسترګو ژړلې
برۍ ستا ده زه منمه ما يويو درته ليکلي
دقسمت مقابله کي ما با يللي تا ګټلي
ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره
****
دهوا جګو څپو نه دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه دګلروخومحفلو نه
ته لرئ ژوندي ولسونه ميله ځاي دزيارتونه
ستا ديدن ته هوسيږ م په تا وياړي ولسونه
يادوم دي نن بيواره اي دسولي ډک بازاره
ننګرهاره ننګرهاره نوي کال دمبارک شه
****
ستاشمشادنه قربانيږم ولسو نه به دی ځارشم
که زه بيا ستا ميلمنه شم يا ډيوه دکوم مزارشم
بغدادي کوتري غواړه زه به سره ګل د انار شم
نارنج ګل به ټولومه که زرلښته ستا دښارشم
دکونړ دسيند غړ مباره ننګرهاره ننګرهاره
اي دسولي ډک بازاره نوي کال دمبارک شه
****
صفتونه دبي شانه روح مي واخستو له تانه
ما خاپوړي درکي کړي زما زړه په تا ودانه
ته د سولي ښه زانګو يي زما مينه زما ځانه
نوی کال دمبارک شه د (حفيظ) دزړه ارمانه
ننګرهاره ننګرهار اي دسولي ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه دښايستو جينکو هاره






لمړ خپل تاوده سلامونه وړانده کوم.
د١٣٨٨ کال رسيدل ټولو لراوبر پښتنوته مبارکي وام خدا دي وکړي چه د سوله او وروري کال وي خپل په ټولو چاروکي مو ستر بري مو په برخه شي .
وسلام
فيضي لندن پخوا هالند






د نوي کال مبارکي دلراوبر ښاغلو ويبپاڼي چلونکو ته!
ډېرو ګرانو ښاغلو د لراوبر دويبپاڼي مسؤلينو سلام!
د نوي کال ١٣٨٨ مومبارک شه!
خداي نه هيله کوم چې ګران هېواد مو له دغه بدمرغئ نه خلاص شي او يو ارامه او هوسا هېواد ولرو٠ امين په ډېره مينه .


محمدسرور وکيلي

Copyright Larawbar 2007-2024