کور / د ډيورنډ کرښه / د غــلامــۍ حمیلـونــه د ډیورند زنځیرونه نه منو

د غــلامــۍ حمیلـونــه د ډیورند زنځیرونه نه منو

څوک چــه پـــه ظـــاهــره رسم د وفــا کـــوی
خــــبری د ( لـــــرو بـــــــرو ) پښتونخــوا کوی
خو پـــــه زړه کــی پـــه خفــا دا خاینـه بیــوفـا
د ( لــــرو پښتونخــوا ) پـــه سـرســــودا کوی
— ———–
دا بی پتـه ، بیغرتـه ، بـد نیته ( تنک نظره ، بخیل )
چه د(شاه شجاع المسیان) نه دی نو څه دی
د ( شاه شجاع المسیان ) دی ګــــداګیان دی
نــه شــرمیږی ، نــه شرمـو ، نــــه حیـا کـــوی
———–
عزیزانو ( لــــرو بــــر ) د آمـــو تـــــر ابــاسینـده
که بــلوچ دی ، که بولان ، کــه د چترال سیمه
دـ( احمـد خان دوران ) ، فخر د افغان په قـبالـه
ثبت ښوی،پیږندل ښوی تاریخ منلی سرحدونه
—–
لوی خیبـــر، د آدم خیلـو ، د تیــرا د دری سیمه
دغازی عجب خان ،غازی شهــزاده خان اپــریدی
خوشحال خان وایمل خان و دریاخان، سنګرونـه
عزیزانو په لورهمت ، په هـرقیمت بـه یی ساتــو
کله یی چه ته پریږدو د سرپه قیمت به یی ساتو
———-
مونږ پـه خپله خــاوره یــرغلګر د جــهان نــه منو
د ( دیـورند المسیان ) د خاوری دشمنان نـه منو
په خپله غـاړه او پښو کی د غــلامی زنځیـرونــه
لکه د ( شاه شجاع المسیان ) خـــاینان نـه منو
———
که چیرته باکفایته زعامت،پیاوړی لوی افغانستان وی
نن به چیرته د مونږ په خاوره د دیورند المسیان وی
که چیرته لرو بر ټول لکه ورونه یو موټی یو افغان وی
داوده نن بـــه چیرته دا اولس خوارو زارو پریشان وی
———–
نیټه :20009 /24/2