سنګين – هلمند : دسردار محمد داود خان فاتحه واخستله شوه
دسنګین ولسوالي چې دهلمند ولایت ترټولوناارامه ولسوالي اودتوندلاروطالبانوترټولوسترمرکزګنل کیږي اوهمیش دجنګ جګړوراپورونه ترې ترلاسه کیږي .د زیارت (پیجشنبی )په ورځ دغرمې ددولسوبجوڅخه دماپښین ترڅلوبجوپوري دسنګین ولسوالۍ په انګړ کي دسنګین ولسوال ښاغلي الحاج فضل حق لخوادشهیدسردارمحمدداودخان فاتحه واخستل شوه نوموړي دشهیدسردارپرشخصیت اوچوپړخبري وکړې اودهغه چوپړیې دافغانستان په کړکیښ کې وستایه اودهلمنددوالي محمدګلاب منګل پیغام چې خلک یې سولي اویوالي ته راباله وړاندي کړ.
په فاتحه کې چې په زرګونوقومي مشرانو،سپین ږیرو،علماکرامواوځوانانوګډون کړی وودشهیدسرداراودهغه ملګروروح ته یې دعاوکړه اودسترڅښتن له دربارڅخه یې هغوی ټولوته دجنت الفردوس غوښتنه وکړه پدې فاتحه کې چې دسنګین ولسوال ښاغلي الحاج فضل حق لخوااخستل کیده دولس زیات شمیروګړودنوموړي ددې نیک عمل څخه خوښي څرګندکړه اودده ددې کارستاینه یې وکړه دوی ټولوښاغلی ولسوال صاحب ته دهرډول همکارۍ اوددولت سره دیوځای کیدوډاډورکړاوخپله پوره همکاري اوژمنه یې دافغانستان داسلامي جمهوریت سره اعلان کړه هیره دي نه وي چې یوه ورځ مخکي دسنګین ولسوال دسنګین دمحلي راډیولخوادسیګین دخلکوڅخه په خپلوجوماتونوکي دقرآن کریم دختم غوښتنه وکړه اودسنګین ولسوالۍ په ټولوجوماتونوکي دقرآن کریم ختمونه وشوواوثوابونه اواجرونه یې دشهیدسرداراودهغه دملګروروح ته وبخښل .روح دي ښادوي .