کور / تازه خبرونه / ننګرهار:ځان مرګي بريد شپږ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهار:ځان مرګي بريد شپږ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ اړوند د تريلي په سيمه کې يو ځان وژونکي  دوه پوليسو او څلور تنو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله. د ننګرهار چارواکي وايي بريد د پوليسو يوې پوستې سره شوی چې يو پوليس او درې تنه ولسي وګړي يې وژلي او همدارنګه يې يو پوليس او یو ولسي وګړی ټپیان کړي دي. دبريد پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.بريد په داسې حال کې ترسره شوی چې امنيتي ځواکونو کلک امنيتي ګامونه پورته کړي او په جلال اباد کې د نوي کال ورځ نمانځل کېږي.