پښتونخوا : خپلواك ادبي ټولني نعتيه مشاعره وكړه

د لراوبر اداره | مارچ 22nd, 2009


تېره ورځ په مېډيا پبلك سكول پښتون آباد كوټه كي د خپلواك ادبي ټولنې له خوا يوه په زړۀ پوري نعتيه مشاعره وشوه.

   دا مشاعره چي د كوربه چاري يې ځوان شاعر او ليكوال قاسم ابدال تر سره كولې او مشري يې د مولانا عصمت الله حقيار صاحب پر عاړه وه د قرآن كريم په مقدسو آياتونوسره پرانيستل شوه، په دې مشاعري كي چي مشر مېلمه يې ښاغلى عبدالقيوم شفيق صاحب ؤ د كوټي او شاوخوا ډېرو شاعرانو، ليكوالانو او مينه والو گډون كړى ؤ، د مشاعري مشر محترم مولانا حقيار صاحب د دې مشاعري په پاى كي په خپله وينا كي وويل چي دارنګه مشاعري او غونډي زموږ د ټولنې دپاره تر هر څۀ زياته ګټه لري، ځكه چي ځوانان له نشو، جنګو، او ټولو بدو كارو څخه را ګرځوي او دې ته يې متوجه كوي چي هغه هم قلم راواخلي او د خپلې ژبي او قوم خدمت ته ملا وتړي، ښاغلي مولانا صاحب د محمد (ص)  په شان او لوړوالي باندي هم ډېري په زړۀ پوري خبري وكړې.

   دا رنګه ماښام ناوخته دا مشاعره پاى ته ورسېده،

Copyright Larawbar 2007-2024