په ميدان وردګ ولايت کښي دمهماتو يو ډيپو کشف شو

د لراوبر اداره | مارچ 22nd, 2009


د ميدان وردګ ولايت د جلريزولسوالۍ دسنګلاخ په کلي کې د دښمن د مهماتو يوه ډيپوه کشف او ملي امنيت رياست ته انتقال شوه.


دملي امنيت دچارواکو په وينا د وري په ٢ مه نيټه په هغو ګډوعملياتو کې چې د ملي پوليسو او ملي امنيت لخوا ترسره شول په پايله کې د دښمن له لورې هغه مهمات چې د جلريز ولسوالۍ دسنګلاخ په سيمه کې ځاى پرځاى شوې وو کشف او د ملي امنيت ادارې ته وسپارل شول، چې په دغو مهماتو کې لاندې شيان شامل دي
د سکر درې فيره مرمۍ،د زيکويک يوولس(١١) صندوقه مرمۍ،د راکټ پنځلس(١٥) مرمۍ او يو شمېر نوربېلابېلې مرمۍ په دغو مهماتو کې شاملې وى.

Copyright Larawbar 2007-2024