هنري کيسينجر مسکو ته د اوباما داحتمالي سفر په اړه خبر ورکړ

د لراوبر اداره | مارچ 23rd, 2009


 ريانوستي د۱۳۸۸ ز کال دوري دوهمه
ژباړونکي : حبيب الله غمخور
Бывший госсекретарь США Генри Киссинджер.
هنري کيسينجر دامريکامتحده ايالاتو پخوانی دبهرنيو چارو وزير
مسکو دوری دوهمه


دريانوستي دخبري اژانس دخبر له مخي دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو پخواني وزير هنري کيسينجر دروسې دفدراتيف جمهوريت د((روسې)) په نامه تلويزيوني شبکي سره په مرکه کښي داخبره وکړه چي ممکن دامريکا ولسمشر ښاغلی بارک اوباماپه راتلونکو څومياشتوکښي روسې ته سفر وکړي .

هنري کيسينجر د((روسې)) تلويزوني شبکې  سره په مرکه کښي داڅرگنده کړه چي زه فکر کوم چي دامريکا ولسمشرلپاره روسې ته سفر زيات  ارزښت لري ،اوزه پدي باور يم چي دغه سفربه په راتلونکي څومياشتو کي تر سره شي .

دهغه په وينا دروسې او امريکا اړېکي دښه کېدو په حال کښي دي ،هغه زياته کړه چي ((زموږ ولسمشر ستاسو جمهوررييس ته يو ليک ليکلۍ ،چي دولسمشر مرستيال دهغه ليک په آړه د((  Rese)) اړېکوا صطلاح مطرح کړه . زماپه نظرزموږ ددواړو هيوادوتر منځ اړېکي دښه کېدوپه لور درومي .

ديادولو وړده چي دامريکايي لوري ((دروسې _ امريکا راتلونکی نړۍ ليد))  داجتماعي ډيالوگ دهيت  درييس دنده دښاغلي  هنري کيسينجر اودروسي له لوري ددې هيت رياست دروسې پخوانۍ دبهرنيو چارو وزير ايوگېني پريماکوف پر غاړه درلوده .

دژباړونکي يادونه اوتبصيره :

دامريکايوهيت  دهنري کيسينجر په مشری دپروگرام اومهال ويش له مخي مسکوته سفرکړی وو.ددغه سفرپه دوام کښي هغه دروسې له مشرتابه اونورواړونده چارواکو سره ليده کاته درلوده ،ددغو ليدونو کتنوپه درشل کي له ښاغلي کيسينجر سره د((روسې ))په نامه تلويزيوني پروگرام هم مرکه دلوده چي ددې مرکې په طرڅ کښي هغه دې مسلې ته اشاره وکړه چي ددواړو هيوادو ددوستانه اړيکو دپرمختگ په موخه ممکن په څو راتلونکو مياشتو کښي دامريکا ولسمشرباک اوبامامسکوته سفر وکړي .

پدې ورستيوکښي داسي ښکاري چي روسيه دنړيوالوسياسي حالاتوپه نظرکي نيولوسره په نړيواله کچه د خپل موقف ،سيمه ايزوگټو اونفوذ دساتلوپه موخه دغربي نړۍله اړينتوب نه په استفادې سره غواړي دافغانستان اوسيمي په مسله کي دسترگولېدلی رول ولوبوي .دوي پدې پوهېږي اوددي لپاره کارکوي چي امريکا اواروپايي نړۍ پدې پوه سي چي له روسي نه بايد تر څنگ تير نسي اوپر هغې حساب وکړي ،.دبېلگې په توگه داسي ښکاري چي دناټو اوامريکالپره له پاکستان څخه داکمالاتي کاروانودراتېرېدلومسله تونزمنه شوېده ،داچي ولي ؟اوپه رشتياسره هم داسي ده دابله خبره ده.خواوس دادی روسې داومنل چي ددوي له خاوري افغانستان ته دناټو او امريکا وسلې راسي .دولسمشری په ټاکنو کښي دبارک اوباما دتربریاليتوب وروسته داسي ښکاري چي امريکانه يوازي دافغانستان دلانجې دحل په خاطر بلکي دمنځنۍ آسيا اومنځنی ختيځ ،په تېره بيادايران سره دپرابلمونودحل په منظورياپه بله ژبه اوعبارت اوډيپلوماتيکه ژبه پدغه سيمه کښي دگټو دوېشلوپر سرله روسيې سره دامسله په دوستانه اړېکو کښي حل کړي ،يعني  داسي ښکاري چي  امريکانه غواړي پدې سيمه کي دروسې سره ډيره تونده اوښکروره سيالي وکړي .

داډير ه ښه خبره ده ځکه  زموږ غوندي غريبو ولسونودښېرازی،سولي اوثبات لپاره دزبرځواکونوتر منځ گډه همکاري اومتقابل تفاهم په گټه دی .دنړيوالوزبرځواکونو سيالی زموږملي گټي اوراتلونکې له جدي او زورونکي خطرسره مخامخ کوي.  پاي

Copyright Larawbar 2007-2024